ایا له مړو سره به ډوډۍ وخورئ؟

د ویډیو تشریح، ایا ته به له مړو سره ډوډۍ وخورې؟
ایا له مړو سره به ډوډۍ وخورئ؟
د خپرېدو وخت

د قبرونو ترڅنګ خوړنځای چې ګڼ مشتریان لري

یو رستوران چې پر زړه هدیره جوړ شوی، د هند احمداباد ښار په لوېدیځ کې یو مشهور د خوړنځای ګرځېدلی دی. لکي رستوران په ۱۹۵۰ کال کې پر دې هدیره جوړ شو او هلته شته قبرونه په خپل حال پرېښودل شوي دي. په رستوران کې ۲۶ قبرونه دي، چې چاپېره یې کټارې لګېدلې، او پاتې ځای کې د ناستې لپاره څوکۍ او مېزونه برابر شوي دي.