له سپینو چنارونو د پستې تر ونو؛ افغانان د ونو ارزښت بیا مومي

د ویډیو تشریح، له سپینو چنارونو د پستې تر ونو؛ افغانان د ونو ارزښت بیا مومي
له سپینو چنارونو د پستې تر ونو؛ افغانان د ونو ارزښت بیا مومي
د خپرېدو وخت

د افغانستان په شمال کې د تازه کرل شوو سپینو چنارونو تر سیوري لاندې، د چار باغ کلي اوسېدونکي له کلونو جګړې او د ځنګلونو له منځه تلو وروسته اوس تر هر بل وخت ډېر د ونو پر ارزښت پوه شوي.

د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ټول هېواد کې د ځنګلونو پوښښ ۳۵ سلنه ډېر شوی، خو په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۲.۵ سلنه افغانستان ځنګل لرونکی و او په ځینو سیمو کې دا پوښښ لا هم کمېږي.

په شمال ختیځ افغانستان کې د چاریکار ښاروالۍ وایي چې سږ کال د سړکونو، پارکونو او غونډیو پر غاړو د زرګونو نیالګیو له کرلو وروسته د خلکو په چلند کې "بدلون" لیدل کېږي.