هره ورځ د خوړو بشپړوونکو درملو ګډوله خوړل ښايي تر ګټي زیان ډېر ولري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, روت کلېګ
- دنده, د روغتیا متخصصه خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
ما هېڅکله ځان د خلکو له ډلې نه باله چې د غذایي تکمیلوونکو (بشپړوونکو (سپلیمنټونو) خوړلو ته لېواله وي، خو ما خپلې المارۍ ته ښه وکتل.
بې له دې چې پوه شم، ما د کریټین، ویټامین "ډي"، مګنیزیم، کولیجن، یو عمومي شین بشپړوونکی او همدارنګه ځینې ګولۍ چې د حیض بندېدو له مخه (پری مېنوپاز) د پړاو له بدلونونو سره د مقابلې لپاره جوړې شوې وې، څو کڅوړې راټولې کړې وې.
ما فکر کاوه چې د ټولنیزو رسنیو د پرلهپسې اعلانونو پر وړاندې خوندي یم، خو داسې ښکاري چې داسې نه ده.
داسې تبصرې لکه: "زه باور نه شم کولی چې د دې بشپړوونکو درملو له امله څومره ښه احساس کوم! " په ښکاره ډول زما ذهن ته هم ننوتې وې.
د مصرف کوونکو د ډلې «وېچ؟" د یوې وروستۍ سروې له مخې، د سروې ۷۶ سلنه ګډونوال لږ تر لږه یو غذایي تکمیلوونکي په منظم ډول خوري - چې پکې ویټامینونه، منرالونه، اومیګا-۳ غوړ اسیدونه، پروبیوتیکونه او بوټني بشپړوونکي دي - او نژدې پنځمه برخه خلک هره ورځ څلور یا تر دې ډېر سپلمنټونه خوري.
که څه هم غذایي بشپړوونکي د اړتیا پر مهال زموږ د روغتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي، ځینې متخصصین خبرداری ورکوي چې موږ د خپلې روغتیا د لا ښه کولو په هڅه کې دومره زیات تللي یو چې اوس د دې خطر شته چې خپله روغتیا زیانمنه کړو.
له بي بي سي سره په خبرو کې دغو متخصصینو وویل دوی د داسې ناروغانو او مراجعینو شمېر زیات ویني چې د ځیګر، پښتورګو او هاضمې له ستونزو سره مخ دي او ټینګار کوي چې لامل یې دا دی چې خلک په زیاتېدونکي ډول ډېر او بېلابېل بشپړوونکي خوري.
یوه د تغذیې متخصصه وايي چې د هغو مکملونو شمېر چې خلک یې کاروي "لېونتوب ته رسېدلی" دی.
هغې زیاته کړه: "ځینې خلک داسې فکر پیلوي چې د یوې ګولۍ خوړل تر خوړو غوره دي. دا سمه خبره نه ده."

د عکس سرچینه، Ginger Smith
کله چې جینجر سمیت درې کاله مخکې د غذایي تکمیلوونکو (سپلیمنټونو) خوړل پیل کړل، هغې فکر کاوه چې خپله روغتیا پیاوړې کوي.
د برانډونو د اعلانوونکې (انفلوینسرې) په توګه د خپل کار له امله، هغې به په منظم ډول په خپل کور کې، چې د سیاتل ښار کې و، داسې بستې ترلاسه کولې چې بېلابېل وړیا محصولات پکې وو. دې ۳۰ کلنې ځوانې به ګولۍ، پوډرونه او ژلونه کارول او بیا به یې د هغو ګټې په انټرنېټ کې ستایلې.
جینجر تشریح کوي: "ما د ویټامین سي او ویټامین ډي لوړې اندازې خوړلې، زردچوبه مې کاروله، د پړسوب لپاره ځانګړی سپلمنټ مې اخیسته او همدارنګه به مې په منظم ډول داسې اوبه څښلې چې الکترولایتونه پکې زیات شوي وو."
هغه وايي چې نژدې دوه کاله یې داسې احساس کاوه چې روغتیا یې ښه ده، انرژي او ځواک لري. خو هغه نه پوهېده چې پر پښتورګو یې ډېر سخت فشار راولي.
وروسته له هغه چې د ملا په ښکته برخه کې یې سخت دردونه پیدا شول، ډاکټر ته لاړه. ډاکټر ورته د وینې ځینې معاینې ولیکلې. څو ورځې وروسته ورته وویل شول چې باید د الټراساونډ معاینه وکړي.
هغې وویل: "لږ اندېښمنه شوم، خو هېڅکله مې دا تمه نه لرله چې راته وبه وایي د پښتورګي لویه تیږه لرم. دومره لویه وه چې هغوی راته وویل باید د لرې کولو لپاره جراحي عملیات وکړو."
هغې زیاته کړه چې د پښتورګي تیږه شاوخوا له دوو تر درې سانتي مترو پورې لویه وه او ډاکټرانو ورته وویل دا د هغو غذایي تکمیلوونکو د ګډ استعمال له امله جوړه شوې وه چې هره ورځ یې خوړل.
هغې وویل: "ما هېڅکله تصور نه کاوه چې زه به په داسې حال کې چې هڅه کوم خپله روغتیا ښه کړم، دومره خراب روغتیايي حالت ته ورسېږم. خوشبختانه، زما روغتیايي بیمه وه.
سره له دې، ما ته دا کار ۶ زره ډالر (۴۵۰۰ پونډه) تمام شو، په داسې حال کې چې که بیمه نه وای، لګښت به ۳۵ زره ډالرو (۲۶ زره پونډو) ته رسېدلی وای."

د عکس سرچینه، Ginger Smith
د هاضمې ناروغیو متخصص ډاکټر پيدرو دي ماریا بالاریس، چې په مادرید کې د "یونیورسیتاریو لاپاز" روغتون کارکوونکی دی، وايي د هغو ناروغانو شمېر زیاتېږي چې له بوټو د جوړو سپملنټونو له امله د ځیګر له ستونزو سره مخ دي او ده ته مراجعه کوي.
هغه زیاتوي: "موږ له ناروغ پوښتو چې ایا کوم درمل خورې؟ هغه ځواب ورکوي: "نه."
بیا موږ اړ کېږو چې د احتمالي لاملونو د لرې کولو یوه پروسه تعقیب کړو. کله چې هر څه رد کړو، بیا ترې پوښتو، نو وايي: "ښه، زه څو بېلابېل بشپړوونکي خورم." "
په متحده ایالاتو کې څېړنې ښيي چې د ځیګر د ټولو زیانونو شاوخوا ۲۰ سلنه پېښې د بوټني (عشبي) او غذایي مکملونو د ګډ استعمال له امله رامنځته کېږي.
له هغو مکملونو چې په لوړو اندازو کې د ځیګر لپاره په ځانګړي ډول زهرجن بلل کېږي، دا دي: ویټامین "اې"، ګلوټامین، اشواګاندا، او له شین چای رایستل شوي څښاکونه.
ځیګر بېرته رغېدلی شي، خو اوږدمهاله استعمال یې ښايي د مزمنو ناروغیو سبب شي.
د بریتانیا د ځیګر بنسټ وايي، که څه هم په برېتانیا کې معلومات محدود دي، دوی داسې د ځیګر ناروغۍ پېښې ویني چې د غذایي تکمیلوونکو د زیات استعمال له امله رامنځته شوې دي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې فکر وکړي: ایا "احتمالي ګټې" د "ممکنه خطرونو" پرتله ډېرې دي که نه؟
کاران راجان، چې د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې جراح دی او په ټولنیزو رسنیو کې روغتیايي او علمي مطالب خپروي، وايي:
«"غذایي بشپړوونکي کېدای شي د ژوند د بدلون مثبت اغېز ولري، خو هر مکمل ته باید تر هغه وخته د شک په سترګه وکتل شي، چې برعکسیې ثابت شوی نه وي."
راجان وايي په وروستیو کلونو کې د غذایي بشپړوونکو په اړه یې نظر ډېر خلاص شوی، تر دې حده چې هغه د فایبر سپملنټونو خپل برانډ هم جوړ کړی دی. هغه باور لري که په هوښیارۍ او سمې طریقې وکارول شي، دا بشپړوونکي د خلکو د خوړو په نظام کې ځای لرلی شي.
هغه زیاتوي:
"ما ولیدل چې د بېلابېلو بشپړوونکو په اړه شواهد زیاتېږي. موږ پوهېږو چې زموږ خاوره نور د پخوا په څېر له غذایي موادو ډکه نه ده؛ نو د ۱۹۵۰مو کلونو یوه ګازره به د ۲۰۲۶ کال له یوې ګازرې څخه ډېر غذایي مواد لرل."
راجان ویټامین "ډي"، پريبیوتیک، پروټین، فایبر او کریټین کاروي، چې هغه ورته د "بشپړوونکو کڅوړه" وايي، او هدف یې هغه برخې دي چې ښايي په کې کمښت ولري.
هغه وايي چې دا انډول د ده لپاره شخصاً مناسب دی، خو خبرداری ورکوي چې د بشپړوونکو ګډ استعمال خطرونه لري. هغه یادونه کوي چې عمومي ډاکټران اوس په منظم ډول داسې ناروغان ویني چې څو بشپړوونکي یو ځای خوري او د دې په اړه مشوره غواړي چې کوم یې باید استعمال کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسوره ویکتوریا تزورتزیو براون، چې د عمومي ډاکټرانو د شاهي کالج مشره ده، وايي:
"کېدای شي ناروغان دې ته پام ونه کړي چې دوی یو شان مواد څو ځله اخلي، یا له سپارښتل شویو اندازو زیات استعمالوي، یا داسې محصولات اخلي چې له هغو درملو سره ټکر کولی شي چې ډاکټر ورته لیکلي وي. ډېر څه تل غوره نه وي."
د بېلګې په توګه، که څوک ملټيویټامین له ویټامین B6 (بي۶) تکمیلوونکو سره یو ځای خوري، ښايي د همدې ویټامین دوه برابره اندازه ترلاسه کړي. همدارنګه د ویټامین B6 ډېر استعمال د اوږدې مودې لپاره د اعصابو د زیان سبب کېدای شي.
همدارنګه، د اوسپنې، کلسیم او مګنیزیم ګډ استعمال یو ځای کېدای شي د دې موادو د جذب اندازه کمه کړي.
ځینې ویټامینونه، لکه A، D، E او K، په غوړو کې حلېدونکي دي؛ یعنې بدن یې د اوږدې مودې لپاره زېرمه کوي، نو ښايي هره ورځ یې خوړل اړین نه وي.
کریستین ستافریدیس، چې په بریتانیا کې د تغذیې متخصصه ده او احساس کوي چې دا یوه سخته مبارزه ده، وايي:
"ټولنیزې رسنۍ خلک دې ته قانع کوي چې د روغتیا لپاره دغو بشپړوونکو ته اړتیا لري، خو ډېری وخت دا خبره په ساده ډول سمه نه ده."
د هغو لویانو لپاره چې کومه پټه روغتیايي ستونزه نه لري، هغه سپارښتنه کوي چې متوازن خواړه وخوري، د ژمي په میاشتو کې ویټامین ډي وخوري او که اړتیا وي، ملټيویټامین او د کبانو غوړي (فش اویل) وکاروي.
هغه زیاتوي چې ځینې ښځې، چې د اوسپنې د کمښت له خطر سره ډېرې مخ وي، ښايي له بشپړوونکو ګټه واخلي، خو باید یوازې د لنډې مودې لپاره یې استعمال کړي، چې د اوسپنې کچه بېرته عادي شي.
ستافریدیس ټینګار کوي د هغې اصلي پیغام دا دی چې خواړه باید لومړیتوب ولري. که څوک فکر کوي چې د کوم غذایي عنصر کمښت لري، باید له ډاکټر سره مشوره وکړي؛ ځکه باید دا فرض نه شي چې بشپړوونکی به ستونزه حل کړي.
هغه همدارنګه سپارښتنه کوي خلک باید پر لیبل لیکل شوې د ورځنۍ سپارښتل شوې اندازې (RDA) ته وګوري او ډاډ ترلاسه کړي چې بشپړوونکي له هغو درملو سره ټکر نه کوي چې دوی یې کاروي.
د جینجر رغېدو- وروسته له هغه عملیات چې د پښتورګي تیږه یې لرې کړه، څو میاشتې وخت ونیو. اوس هغه ځان ښه احساسوي او بېرته خپل کار ته ستنه شوې ده.
هغه وايي:
"عجیبه خبره دا ده چې اوس زه هماغه انرژي او روغتیا احساسوم چې هغه وخت مې احساسوله کله مې چې دا ټول بېلابېل بشپړوونکي خوړل.
اوس زه یوازې په ورځ کې یو ځل ملټيویټامین خورم او هیله لرم چې همدا بس وي."



















