له شکایتونو وروسته د طالبانو حکومت مخابراتو وزارت مخابراتي شبکو ته د بیو کمولو لارښونه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، ټولو مخابراتي شبکو ته یې تر یکشنبې ورځې (جون ۲۷مې) وخت ورکړی چې د ټیلیفوني او انټرنېټي کڅوړو "پکېجونو" بیې بېرته خپل پخواني حالت ته ور وګرځوي.
دا ګام وروسته له هغه پورته شو، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د انټرنېټ او ټیلیفوني مکالمو د لوړو بیو له امله ګن شمېر کسانو شکایتونه وکړل او ان پر خواله رسنیو یې پر وړاندې یو کمپاین پیل شوی دی.
د انټرنېټي او ټیلیفوني چوپړونو یو شمېر کاروونکي په دې وروستیو کې پرلپسې شکایت کوي چې مخابراتي شبکو د انټرنېټ او ټیلیفوني مکالمو بیې لوړې کړې او اوس له دوی ډېرې پیسې اخلي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې د دې شعار په بدرګه چې "مخابراتي شبکې غلې دي" د بیو د کنټرولولو غوښتنه کوي.
کاروونکي وايي د بیو د لوړېدو له امله پر انټرنېټ او ټیلیفوني مکالمو د دوی لګښت پام وړ ډېر شوی.
کابل کې د یوې مخابراتي شبکې مسوول مدیر د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې د انټرنېټي ټولګو بیې په دې وروستیو کې اوسط شل سلنه لوړې شوې اوله تېر سره پرتله د هر جي بي انټرنېټ په قیمت کې څه د پاسه شل افغانۍ توپیر راغلی.
خو دی وايي، د ټیلیفوني مکالمو بیې پر خپل حال دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د انټرنټي چوپړونو یوه کاروونکي بي بي سي ته وویل، وړاندې به یې په ۶۱۰ افغانۍ دولس جي بي انټرنېټ واخیست، خو د پنجشنبه پر ورځ شبکې ورته په همدې بیه یواز ۸ جي بي انټرنېټ فعاله کړ.
د دغې پراخ کمپاین او پرلپسې شکایتونو وروسته د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت اعلان وکړ چې پر بیو څار ډېروي او د سرغړونې په صورت کې به مخابراتي شبکې د قانون منګولو ته راکاږي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پر خپلې اېکسپاڼې خپرې کړې یوې ویډیویې وینا کې ویلي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا د مخابراتي شبکو او شرکتونو له استازو سره د پنجشنبې پر ورځ یو ناسته درلوده او دوی ته د انترنېټې او ټیلفوني ټولګو یا پکېجونو د بیې او د خدمتونو د څرنګوالي یا کیفیت په تړاو ځانګړې لارښوونې وکړې.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه "مخابراتي شرکتونه د ټاکل شویو اصولو پر بنسټ د چوپړونو وړاندې کولو ته اړ دي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي."
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت ویاند د خلکو شکایتونو ته په اشارې ویلي مخابراتي شرکتونو ته د انټرنېټ او ټیلیفوني مکالمو د بیو ټیټولو لارښوونه د کاروونکو اعتراضونو ته په پام شوی او اوس دا شبکې اړې دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې لوړې کړې بیې بېرته ټیټې او خپل پخوانۍ کچې ته ورورسوي.
خو د مخابراتي شبکو یو شمېر مشتریان چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وايي، پخوانۍ بیې هم ډېرې لوړې او د دوی په وینا ناعادلانه وې او په کار ده چې دا بیې تر پخوا هم ټیټې شي.
افغانستان کې انټرنېټ ولې او څومره ګران دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د مخابراتي او انټرنېټي شبکو بیې د ګاونډیو پاکستان او ایران پرتله ډېرې لوړې دي.
افغانستان کې د لوړو بیو یو لامل دې هېواد ته واردېدونکی انټرنېټ دی چې ډېر یې له پاکستان، ایران او یا ازبکستان دې هېواد ته رسېږي.
بل دلیل یې دغې هېواد کې د اړتیا وړ زېربېناوو کمښت او لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو غځولو لګښت بلل کېږي.
د یوه پرتلیز رپوټ پر بنسټ افغانستان کې د درې جي بي انټرنېټ بیې د پاکستان پرتله له ۲ تر ۳ برابره او له ایران سره پرتله شاوخوا اته برابره ګرانبیه تمامېږي.
ایران سره له دې چې په خلکو یې ځینې انټرنېټي بندیزونه لګولي خو د سیمې په کچه ان له پاکستانه ارزانه انټرنېټي خدمات لري.
افغانستان کې چې خلک له بېکارۍ او بې روزګارۍ سر ټیټوي د انټرنېټي او مخابراتي شبکو لوړې بیې یې عملا پر ژوند لا بد اغېز لرلی شي.





















