د طالبانو حکومت وايي تېرو پنځو کلونو کې نږدې درېنیم میلیارد ډالره پانګونه شوې، ننګونې څه دي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د طالبانو حکومت وايي، په تېرو پینځو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د نږدې درې نیم میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. د چارواکو په وینا، په دې سره درې لکه خلکو ته په مخامخ او نامخامخ ډول د کار روزګار لاره جوړه شوې ده.
چارواکي وايي، ډېره پانګونه د کانونو او انرژۍ په برخو کې شوې ده.
د طالبانو حکومت وايي په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته یې ګڼ بهرني او کورني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي دي. چارواکي وايي د وخت په تېرېدو ډېرېدونکو پانګوالو په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند، محمد اصف الیاس وايي په تېرو پنځو کلونو کې له دوه سوه میلیارده افغانیو ډېره پانګونه شوې چې نږدې درېنیم میلیارده ډالره کېږي.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پانګوالو ته یې د اسانتیاو د ډېرولو هڅه کړې، چې صنعتکارانو ته د ځمکې ورکړه، له اړتیا سره سم د تخنیکي کارکوونکو برخه کې مرسته، د اومو توکو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو د تعرفې له منځه وړل او نور په کې راځي.
د چارواکو په وینا، په پانګوالو کې ګڼ داسې افغانان هم دي، چې له نورو هېوادونو ورستانه شوي، خپلې پانګې یې له ځانه سره ور لېږدولې او په افغانستان کې یې پر پانګونه لاس پورې کړی دی.
د طالبانو حکومت په تېره اګسټ میاشت کې اعلان وکړ چې په تېرو دوو کلو کې نژدې ۹۰تنه افغان پانګوال له بهره هېواد ته ور ستانه شوي او د کابو ۷۰میلیونو ډالرو پانګونه یې کړې چې ورسره شاخوا څلور زره کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.
په دوی کې له کویته ورغلی احمد نذیز احمدزی هم دی، چې د لغمان په ګمبیري دښته کې یې د بڼونو او فارمونو پر جوړولو د لس میلیونو ډالرو پانګونه کړې ده.
ښاغلي احمدزي همداراز وویل، چې د ده په پروژو کې څه باندې څلور سوو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او په وینا یې د کاروبار په پراخېدو یې کارګرو ته کاري فرصتونه پرلپسې ډېر شوي دي.
هغه وايي د ده پانګونې او پروژو ته په کتو ځیني کویتي پانګوال هم په افغانستان کې ورته پانګونې ته هڅېدلي دي. په دې ډله کې یو د ابو عبدالله مشعل په نامه پانګوال دی چې څه موده وړاندې افغانستان ته تللی و چې پانګونې ته شته فرصتونه له نږدي وګوري.
"زه خوښ یم چې په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او هر څوک په ډاډه زړه دلته راتلی شي. د افغانستان اقلیم کرنې ته جوړ دی او زه به له خپلو کویتي شریکانو سره په ګډه د افغانستان په دښتو کې پانګونه وکړم."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي او پانګوال وايي، په صنعتي برخو کې د شوې پانګونې پر مټ افغانستان د ۳۳۰ توکو له پلوه په بشپړه او ۵۰۰ نورو برخو کې نیمهځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
په افغانستان کې د صنایعو او کانونو د خونې د درالانشا مرستیال عبدالمتین قلندري بي بي سي ته وویل چې په ګڼو برخو کې د ځان بسیاینې ترڅنګ یو شمېر توکي اوس بهر ته هم صادریږي.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي تر اوسه د شوې پانګونې له لارې یو سل او پنځوس زره کسانو ته په مستقیم او همدومره نورو ته په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو بنسټونو او ادارو لخوا ډېرې پرمختیايي مرستې او پروژې ودرېدې چې ورسره ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شول او اوس مهال بې روزګاري په افغانستان کې یوه لویه ننګونه بلل کېږي.
ننګونې
په افغانستان کې دصنعت کارانو او پانګوالو ټولنې وايي که د برېښنا، اوبو، اومو توکو او اداري چارو برخو کې شته ستونزې اوارې شي لوی شمېر هغه افغانان چې اوسمهال یې په نورو هېوادونو کې پانګونې کړي هڅېدلی شي، چې خپلې پانګې افغانستان ته ور وړي او پانګونې وکړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تېرو پنځو کلونو کې یې د پانګونې لپاره یو لړ اسانتیاوې برابرې کړي او د امکان ترحده د نورو هوډ هم لري.
څارونکي وايي په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ګازو او تېلو د استخراج، برېښنا د تولید، ښارګوټو جوړولو، زیربناوو او نورو برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه پراخ دي خو دې برخه کې د نورو یادو شویو ستونزو تر څنګ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر افغانستان بانکي او مالي بندیزونو په ځانګړې توګه له بهره ډېر پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته زړه نا زړه کړي دي.


















