د پېښور عالي محکمې د افغان محصلینو د ایستلو بهیر وځنډاوه

Peshwar

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، محصلینو محکمې ته وویل چې دوی د ټاکل شوي قانوني بهیر له لارې، د افغان محصلینو د ونډې له مخې، په طبي او د غاښونو په پوهنځیو کې شامل شوي دي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د خیبر پښتونخوا د پېښور عالي محکمې یا 'پي‌اېچ‌سي' اړوندو ادارو ته خبرتیاوې خپرې کړې او لارښوونه یې کړې چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلي ځوابونه وړاندې کړي او د افغان محصلانو د ایستلو بهیر دې وځنډوي.

د محکمې دوو قاضیانو قاضي وقار احمد او قاضي فرح جمشېد د محکمې د قضیې اورېدنه د اکتوبر تر ۱۲ پورې وځنډوله.

د محصلانو وکیل استدلال وکړ چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' پرېکړې له مخکېنۍ خبرتیا پرته صادرې شوې دي او له هغو "عدم اعتراض" سندونو سره په ټکر کې دي چې مخکې د لوړو زد‌کړو کمېسیون 'اېچ‌اي‌سي' ورکړي وو.

محصلینو محکمې ته وویل چې دوی د ټاکل شوي قانوني بهیر له لارې، د افغان محصلینو د ونډې له مخې، په طبي او د غاښونو په پوهنځیو کې شامل شوي دي.

دوی وویل چې د پاکستان د لوړو زدکړو کمېسیون هم د دوی د وېزو د غوښتنلیکونو د اسانتیا لپاره د عدم اعتراض سندونه ورکړي وو.

دا قضیه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د جولای په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه له هغو پرېکړو وروسته رامنځته شوې چې له مخې یې د افغان محصلانو نوم‌لیکنې لغوه او هغوی ته لارښوونه وشوه چې د پاکستان له لوري د ستنولو د اوسنۍ تګلارې په اډانه کې افغانستان ته ستانه شي.

د محصلینو وکیل استدلال وکړ چې د 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' پرېکړې له مخکېنۍ خبرتیا پرته صادرې شوې دي او له هغو 'اېن‌او‌سي‌ګانو' سره په ټکر کې دي چې مخکې د 'اېچ‌اي‌سي' له خوا ورکړل شوي وو.

هغه د لاهور عالي محکمې یوې ورته پرېکړې ته هم اشاره وکړه، چې له مخې یې د افغان طبي محصلینو په اړه د 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' حکمونه ځنډول شوي وو.

د نورو قضایي بهیر تر ترسره کېدو پورې، پېښور عالي محکمې لارښوونه کړې چې دغو ۱۴ افغان محصلینو ته اجازه ورکړل شي چې خپلې زد‌کړې ته دوام ورکړي.

افغان محصلان پاکستان کې

د عکس سرچینه، @taahir_khan

د لاهور د عالي محکمې پرېکړه

د پاکستان یوې محکمې د تېرې جمعې په ورځ هم د دغه هېواد د طبي شورا هغه حکم وځنډاوه چې له مخې یې په پاکستان کې د ډاکټرۍ زد‌کړې لسګونو افغان محصلانو ته ویل شوي وو چې له پوهنتونونو او کالجونو وایستل شي او خپل هېواد ته ستانه شي.

د لاهور عالي محکمې په پرېکړه کې راغلي وو: "لاهور عالي محکمې د هغه حکم د مخنیوي لپاره د پاتې کېدو حکم وغځاوه چې له مخې یې له طبي کالجونو د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلینو د ایستلو مخه نیول شوې ده او دا حکم به د راتلونکې اورېدنې تر ترسره کېدو پورې نافذ وي."

د روانې میاشتې په لومړیو کې، د پاکستان طبي او غاښونو شورا 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' علمي بنسټونو ته په یوه مکتوب کې ویلي وو چې د روان تعلیمي کال لپاره "د افغان اتباعو د هر ډول اسانتیا" اجازه نشته.

د 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' په مکتوب کې، چې د کالجونو رییسانو ته استول شوی و، راغلي وو: "هغه افغانان چې مخکې په پاکستان کې په طبي یا د غاښونو په پروګرامونو کې شامل شوي دي، باید افغانستان ته ستانه شي."

د جمعې ورځې له اورېدنې وروسته، د لاهور د طب د وروستي کال محصل مبین الفتي وویل: "موږ د دې اټکل کړی و، ځکه د بشري حقونو له نظره زدکړه زموږ اساسي حق دی؛ نو موږ ۱۰۰ سلنه ډاډه وو چې دا به پېښ شي."

دغه ۲۴ کلن محصل، چې په جولای میاشت کې له روغتون د خپلې دندې له پای ته رسولو وروسته بېرته راستون شوی و او ورته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی و چې له هېواده ووځي، زیاته کړه: "اوس هم وضعیت ډېر نهیلوونکی دی او موږ نه پوهېږو چې څه وکړو."

لاهور

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د لاهور عالي محکمې په پرېکړه کې راغلي وو: "لاهور عالي محکمې د هغه حکم د مخنیوي لپاره د پاتې کېدو حکم وغځاوه چې له مخې یې له طبي کالجونو د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلینو د ایستلو مخه نیول شوې ده

په بلوچستان ایالت کې د ورته قضیې یوه عریضه مخکې د چارواکو له خوا رد شوې ده، په داسې حال کې چې په سند ایالت کې بله قضیه لا هم روانه ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په چټکۍ خرابې شوې او د روان کال په لومړیو کې د څو اونیو جګړې تر کچې ورسېدې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۲،۵ میلیونو ډېر افغانان ــ چې ډېرو یې لسیزې په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کړی - د اسلام‌اباد د ایستلو د کمپاین په ترڅ کې له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله خوښه وتلي دي.

"هېڅکله به تسلیم نه شم"

د لاهور د محکمې له عریضه کوونکو یوه ۲۳ کلنه محصله هم وه چې د دویم کال د زدکړو له بشپړولو یوازې څو ورځې لرې وه، خو ورته وویل شول چې باید "بېرته لاړه شي او هر څه پرېږدي".

دغه محصله، چې د امنیتي دلایلو له امله یې د خپل نوم له ښودلو ډډه کړې، وروسته له هغه په افغانستان کې د طب زدکړې پرېښودو ته اړ شوه چې د طالبانو چارواکو ښځې له پوهنتونونو منع کړې.

هغې وویل چې له ۳۰،۰۰۰ غوښتونکو شاوخوا ۲۰ افغانو ښځو ته په پاکستان کې د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو فرصت ورکړل شوی و.

KaBUL

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

هغې له کابل کې په ټیلیفون کې اې‌اېف‌پي ته وویل: "زه به هېڅکله تسلیم نه شم... له دې سفر مې زدکړل چې خپګان هېڅ شی نه شي بدلولی."

اسد جمال، چې په لاهور کې د محصلینو له څو استازو یو دی، د 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' پر حکمونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغو حکمونو طبي محصلینو ته "د خپل نظر د بیانولو هېڅ فرصت" نه دی ورکړی.

جمال وویل، که محصلین په لاهور کې خپله قضیه هم وبایلي، بیا هم امکان لري چې قضیه د پاکستان فدرالي اساسي قانون محکمې ته یوسي.

د 'پي‌‌اېم‌ډي‌سي' له حکم مخکې هم ځینې افغان طبي محصلین له پاکستانه ایستل شوي وو؛ د بېلګې په توګه، د طب د څلورم کال یو محصل له یوه کال د زیاتې مودې لپاره هڅه وکړه چې خپله وېزه تمدید کړي، خو بریالی نه شو.

دغه محصل، چې د سترګو په ناروغیو کې یې تخصص کاوه او د امنیتي دلایلو له امله یې د نوم له اخیستلو ډډه وکړه، وویل: "موږ یوازې محصلین یو. موږ سیاسي کسان نه یو."

دغه ۳۳ کلن محصل له عملیاتي خونې وایستل شو او یوازې په دوو ورځو کې له پاکستانه وشړل شو.