کرېکټ: د ویسټ انډیز د ۴۰۶ منډو هدف او په لوی توپیر سره د هند بریا

د عکس سرچینه، Getty Images
د لوبډلمشر شبمن ګیل د ۲۲۳ منډو په مټ هند د ویسټ انډیز لخوا ورکړل شوی د ۴۰۶ منډو ستر هدف یوازې په ۴۳.۳ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې یې د اته وېکټو په توپیر بریا خپله کړه.
ویسټ انډیز په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د اوو وېکټو په زیان ۴۰۵ منډې جوړې کړې.
دا د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې د دې لوبډلې تر ټولو زیاتې ټولټال منډې وې.
د ویسټ انډیز لپاره جان کمپبل ۱۰۱، شایهوپ ۱۰۴ او عامر جانګو ۱۱۴ منډې وکړې. د دغو درې سلیزو په مرسته ویسټ انډیز د خپل تاریخ تر ټولو لوړ هدف وټاکه.
د دې ترڅنګ دا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په تاریخ کې یوازې شپږم ځل و چې د یوې لوبډلې درېیو لوبغاړو په یوه پاڼۍ کې سلیزې بشپړې کړې.
د دمې تر مهاله پورې داسې معلومېده چې ویسټ انډیز په پیاوړي دریځ کې دی، خو د هند کپتان شبمن ګیل په یوازې سر د لوبې بهیر بدل کړ.
هغه خپله سلیزه یوازې د ۶۲ توپونو له لوبولو وروسته بشپړه کړه او بیا یې د نورو ۵۵ توپونو له لوبولو وروسته دویمې سلیزې ته ځان ورساوه.
دغه ښي لاسي توپوهنکي په خپله یرغلیزه لوبه کې د اتو شپږیزو او ۲۶ څلوریزو په مرسته ۲۲۳ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
له ده سره د هند له لوري روهیت شرما هم د ۱۰۱ منډو لوبه وکړه او دواړو د لومړۍ وېکټې لپاره ۲۵۵ منډې شراکت درلود.

د عکس سرچینه، Cricviz
روهیت شرما د ۱۰۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او ویراټ کوهلي بیا یوازې ۲۹ منډې وکړې.
له هغه وروسته رتوراج ګایکواډ له شبمن ګیل سره ښه ملتیا وکړه او هند یې په اسانۍ سره بریا ته ورساوه.
د ۲۲۳ منډو په جوړولو سره د شبمن ګل دا پاڼه د نارینهوو د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې درېیم لوړ انفرادي سکور ګڼل کېږي.
د هند لپاره دا بریا له دې امله هم ځانګړې وه چې د لوبې پر مهال دوه لوبغاړي، پرسدھ کرشنا او نمن دیر، ټپیان شول.
له دې سره په خپل لومړي یو ورځني نړیواله لوبه کې چټک توپ اچوونکي عاقب نبي ۸۴ منډې ورکړې.
ویسټ انډیز لوبډله د توپوهنې برخه کې دا غوره لوبه داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې د لګښتونو د کمولو د پالیسۍ له مخې به د لوبغاړو معاشونه ۲۵ سلنه راکم شي.
دغه دوه ځله نړیواله اتله لوبډله له بلې خوا د راتلونکي نړیوال جام لپاره د مستقیمې لارې موندلو له جدي ننګونې سره هم مخ ده، او ښايي د ۲۰۲۷ کال په پیل کې د نړیوال جام د غوراوي (کوالیفاینګ) پړاو ته لاړه شي.


















