د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د ګوزڼ ضد دویم ملي کمپاین پیل شوی

افغانستان کې د واکسین کمپاین، یوه ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکی ورکول کېږي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، دغه وزارت وايي، یاد کمپاین به په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې د مې له ۱۹ تر ۲۲ پورې دوام وکړي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو همکارو ادارو په همکارۍ د ۲۰۲۶ کال د پولیو ضد واکسین دویم کمپاین پیل کړی دی.

د وزارت په وینا، تمه کېږي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به تر پنځو کلونو کم عمره له ۸.۳ میلیونو ډېر ماشومان د ګوزڼ واکسین ترلاسه کړي. دغه کمپاین به د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ۱۹۴ ولسوالیو په کچه عملي شي.

دا کمپاین د مې له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د هېواد په مرکزي، جنوبي، ختیځو، لوېدیځو، سوېل ختیځو، شمالي او شمال ختیځو سیمو کې ترسره کېږي.

دغه وزارت وايي، یاد کمپاین به په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې د مې له ۱۹ تر ۲۲ پورې دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان عمار ویلي: "نن د غوايي پر ۲۸مه، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو دویم فرعي کمپاین پیل شو، دا په ۲۰۲۶ کال کې د ګوزڼ د واکسین دویم فرعي کمپاین دی چې څلور ورځې به دوام ومومي. عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د ټولو ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره له شته امکاناتو ګټه واخلي او ټولنه کې د ساري او غیر ساري ناروغیو مخه ونیسي."

پاکستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین

دا کمپاین په افغانستان او پاکستان کې پر یو وخت پیل شوی، چې د پولیو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ ژمنتیا څرګندونه کوي، ځکه دا سیمه لا هم د نړۍ له هغو وروستیو سیمو ده چې پولیو پکې لا هم شته.

د پاکستان حکومت د پولیو له منځه وړلو د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز (NEOC) له لارې په ۷۹ ټاکل شوو لوړ خطر لرونکو ضلعو (ولسوالیو) کې د پولیو ضد فرعي ملي واکسین کمپاین پیل کړی دی.

دا کمپاین د پولیو وېروس د خپرېدو د مخنیوي او د میلیونونو ماشومانو د ټول عمر فلج کېدو څخه د ساتنې لپاره د ملي هڅو د پیاوړتیا په موخه پیل شوی دی.

د مې له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې د دې کمپاین موخه دا ده چې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۱۹ میلیونه ماشومانو ته د خولې له لارې د پولیو خوندي او اغېزناک واکسین ورکړل شي.

له ۱۶۰ زرو ډېر روزل شوي روغتیايي کارکوونکي به کور په کور ګرځي چې ډاډ ترلاسه کړي هر مستحق ماشوم ته د ژوند ژغورنې دا واکسین ورسېږي.

پاکستان کې د واکسین کمپاین، یوې ماشوممې ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکی ورکول کېږي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې وېروس لا هم په ځینو سیمو کې په پټه خپرېږي، نو ځکه دوامدار واکسیني کمپاینونه ډېر مهم دي

د ایالتونو له مخې، په پنجاب کې د ۱۰ ضلعو (ولسوالیو) شاوخوا ۶.۱۹ میلیونه ماشومان، په سند کې د ۲۰ ضلعو ۵.۷۹ میلیونه ماشومان، په خیبر پښتونخوا کې د ۲۳ ضلعو ۴.۶۱ میلیونه ماشومان او په بلوچستان کې د ۲۵ ضلعو ۱.۹۹ میلیونه ماشومان د پولیو څاڅکي ترلاسه کوي. په اسلام‌اباد کې هم له ۴۶۰ زرو ډېر ماشومان د دې کمپاین برخه دي.

پاکستان کې د ګوزڼ واکسین کمپیاین اوږده مخینه لري. کله چې په ۱۹۹۴ کال کې د پولیو د له منځه وړلو ملي هڅې پیل شوې، هېواد کې هر کال له ۲۰ زرو زیاتې پېښې ثبتېدلې. د دوامداره واکسین کمپاینونو، پیاوړي څارنیز سیستم او همغږو عامه روغتیايي اقداماتو له امله اوس د ناروغۍ کچه په پراخه توګه راټیټه شوې ده.

پرمختګ لا هم روان دی. پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۳۱ پېښې ثبت کړې وې، خو په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه یوازې درې تایید شوې پېښې راپور شوې دي، چې دا د پولیو د ختمېدو پر لور د هېواد د چټک پرمختګ څرګندونه کوي.

خو روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې وېروس لا هم په ځینو سیمو کې په پټه خپرېږي، نو ځکه دوامدار واکسیني کمپاینونه ډېر مهم دي.

د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي: "پاکستان له ګوزڼه د پاک راتلونکي پر لور په یوه پرېکنده پړاو کې ولاړ دی. که څه هم پرمختګ هیله بښونکی دی، خو هر هغه ماشوم چې له واکسینه پاتې شي، د وېروس د ژوندي پاتې کېدو او خپرېدو فرصت برابروي".

روغتیايي چارواکو ټینګار کړی چې تکراري واکسین ډېر مهم دی، ځکه هر دوز د ماشوم معافیت پیاوړی کوي او په ځانګړي ډول د لوړ خطر او ګرځنده خلکو ترمنځ د وېروس د انتقال مخه نیسي.

د پاکستان حکومت د پولیو د نړیوالې له منځه وړلو د نوښت (GPEI) شریکانو لکه د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)، د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ګېټس بنسټ او روټري انټرنېشنل د صوبایي حکومتونو، مخکښو روغتیايي کارمنانو، امنیتي ځواکونو، د ټولنې مشرانو او ځايي شریکانو د دوامدار ملاتړ ستاینه کړې ده.

مور او پلار او پالونکي هڅول شوي چې د واکسین ټیمونو هرکلی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې تر پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان د کمپاین پر مهال د پولیو څاڅکي ترلاسه کړي.