په قطر کې د ایران او امریکا ترمنځ غونډه کېږي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

قطر وایي، د ډونلډ ټرمپ لوړپوړي استازي په دوحه کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې کومه غونډه نه ده پلان شوې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري وايي، د ټرمپ استازي سټېو وېټکاف او جراډ کوشنر دوحې ته له منځګړو سره د لیدنې او د ''سیمه‌ ییزو موضوعاتو'' په اړه د خبرو لپاره راغلي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې خبرو کې به د ایران د موضوع ترڅنګ د لبنان وضعیت په ګډون نورې مسئلې هم شاملې وي.

د ښاغلي الانصاري په وینا، دا مهال د ایران هېڅ لوړپوړی استازی په قطر کې نه شته. هغه ټینګار وکړ چې د ډونلډ ټرمپ استازي دوحې ته له ایران سره د مستقیمو خبرو لپاره نه دي تللي.

ښاغلي الانصاري وویل:

''تر هغه ځایه چې زه خبر یم، په راتلونکو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ هېڅ مستقیمه غونډه نه ده پلان شوې.''

د قطر بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د ایراني چارواکو له دریځ سره سمون لري، خو په ظاهره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره په ټکر کې ښکاري.

ښاغلي ټرمپ پرون ویلي وو، چې د ایران په غوښتنه به نن په دوحه کې له امریکایي لوري سره یوه لیدنه وشي.

د هغه خبر له خپرېدو وروسته، سپینې ماڼۍ هم اعلان وکړ چې د ښاغلي ټرمپ استازي، سټېو وېټکاف او جراډ کوشنر، د ''لوړې کچې'' دې غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته روان دي.

تهران قطر ته د یوه پلاوي سفر تائید کړی، خو وايي، له امریکایي چارواکو سره د لیدنې کومه طرحه نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وايي، چې قطر ته د امریکایي استازو سفر د ایراني پلاوي له سفر سره هېڅ تړاو نه لري او د ایراني پلاوي سفر ''د تفاهم‌لیک د مادو، په ځانګړي ډول د ۱۱م بند، د پلي کېدو د تعقیب'' لپاره ترسره کېږي.

له دې ورمخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر پر سې‌ شنبه (جون ۳۰مه) په دوحه کې د خپلو استازو او ایران ترمنځ د نویو مذاکراتو اعلان کړی و او ویلي یې وو چې دا خبرې "ښايي مهمې" وي.

هغه دا هم ویلي و، چې دا کتنه د ایران په غوښتنه کېږي.

هممهاله یوه جګپوړي امریکايي چارواکي سي‌اېن‌اېن خبري شبکې ته ویلي و، د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې پر یو بل له متقابلو بریدونو سره سره، د جګړې پای ته رسېدو تفاهم لیک په تړاو تخنیکي مذاکرات له پلان سره سم مخکې ځي.‌

خو دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا د مذاکراتو هر ډول پلان رد کړ او په خبره یې د دوی استازي دوحې ته د ایران د شتمنیو د ازادېدو لپاره ځي.

د ایران د مذاکراتي پلاوي د تخنیکي برخې مشر کاظم غریب‌ ابادي د ځينو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د سې‌شنبې په ورځ مذاکرات کوي.

ښاغلي غریب‌ابادي ویلي و: "که څه هم له قطر سره په مشوره د مقابل لوري د ژمنو د پلي‌ کولو په ګډون، د معمول په څېر خبرې روانې دي، خو د ځینو رسنیو هغه خبرونه نه شي تائیدېدلی چې وايي، د کاري ډلو لخوا به په دوحه کې تخنیکي خبرې ترسره شي".

تر دې وړاندې امریکايۍ خبري ویب‌پاڼې اکسیوس ویلي چې تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ دروي او په څو راتلونکو ورځو کې به دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.