تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ماه رنګ بلوڅ خور: هغه کسان هم نیول کېږي چې ملاتړ ته راځي یا اوبه راکوي
د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماه رنګ بلوڅ خور نادیه بلوڅ یکشنبه (جون ۲۸مه) د جبري بېدرکه شویو کسانو موندلو لپاره په کوټه کې جوړ شوي احتجاجي کمپ کې په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته.
له هغې سره ځینې وکیلان، د بشري حقونو فعالان او د څو سیاسي ګوندونو ځايي مشران هم مله وو.
دا خبري کنفرانس داسې حال کې ترسره کېده چې د کمپ شاوخوا د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای او د زندان یو موټر هم وروستل شوی و.
د خبري کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر زبیر شاه او دوه نور کسان (محمد مري او محمد اسماعیل مري)، چې دغه کنفرانس ته ورغلي وو، د پولیسو لخوا ونیول شول.
نادیه بلوڅ چې د دغو کسانو د نیول کېدو خلاف یې احتجاج کاوه وویل، یوازې دا نه ده چې "موږ ته په پرېس کلب کې د خبري کنفرانس اجازه نه راکوي، بلکې هغه کسان هم نیول کېږي چې زموږ ملاتړ ته راځي، یا د اوبو راکولو لپاره راځي."
هغې د دغو کسانو تر نیول کېدو ورمخکې خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل: "ډاکترې ماه رنګ بلوڅ او صبغتالله بلوڅ ته د انصاف او قانون د الزاماتو له رعایتېدو پرته سزا اورول شوې."
نوموړې د بشري حقونو له کورنیو او نړیوالو ادارو او همدا راز ملګرو ملتونو وغوښتل چې دې ادعا شوې غیرقانوني قضايي کړنې ته پام واړوي.
هممهاله وکیل علي احمد کرد هم د ډاکترې ماه رنګ بلوڅ او صبغت الله بلوڅ خلاف پرېکړه د عدالت د غوښتنو خلاف وبلله.
هغه وویل یوه خوا ډاکتره ماه رنګ بلوڅ د سولې نوبل جایزې ته کاندیدوي، بله خوا هغې ته د قانوني الزاماتو خلاف سزا ورکوي.
نوموړي په وینا د دې پرېکړې له کبله د نړۍ په کچه د پاکستان پر قضايي سیستم ملنډي وهل کېږي، نو ځکه باید دا پرېکړه سملاسي بېرته واخیستل شي.
د یادونې ده چې د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته د جون ۲۲مه په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا د عمري بند سزا واورول شوه.
هغه او د صبغت الله شاهجي په ګډون د دې کمېټې ځينې نور فعالان د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په ګوادر کې د احتجاج پر مهال د یوه امنیتي کس په وژنه تورن شوي.
په هغه احتجاجي پرلت کې د شبیر په نوم یو امنیتي کس په ډبرو له لګېدو وروسته مړ شو او د وژل کېدو قضیه یې د دوی پر خلاف ثبت شوې وه.
تېره اوونۍ د بښنې نړیوال سازمان ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورل "د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی" ګڼلی، د هغې او ورسره د بندي ملګرو د "ژر " خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې د سویلي اسیا سيمهیيزې مشرې ایزابېل لوسي له خولې ویل شوي وو، چې "دا پرېکړه چې د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی دی، دا په ډاګه کوي چې د پاکستان له ترهګرۍ ضد قوانینو څخه څنګه د سولهييز غږ غلي کولو لپاره ناسمه ګټه اخیستل کېږي."
د یادونې ده چې د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو پنځو سازمانونو د ۲۰۲۵ کال می میاشت کې هم له پاکستانه غوښتي وو چې د بشري حقونو د هغو بلوڅ فعالانو له "ځورونې او خپلسري توقیف' لاس واخلي، چې په پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان کې د بیان ازادۍ حق ته په کتو سولهييزې غونډې کوي.