نیپال کې غرښویېدنه
نیپال کې غرښویېدنه
د خپرېدو وخت
په نیپال کې یو ځل بیا سختو بارانونو او ځمکښوېدنو ستره ویجاړۍ رامنځته کړې ده.
د راپورونو له مخې، یوازې په درېیو ورځو کې ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ورک دي.
راپورونه ښيي چې ۷۴۷ کورنۍ زیانمنې شوې او ۱۴۳ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. ویل کېږي چې په مانانګ، میاګدي، پاربت او پالپا په ګډون په څو سیمو کې وضعیت ډېر نازک دی.
خرابې هوا د ژغورنې هڅې له ستونزو سره مخ کړې او په لومړیو کې چورلکو او ژغورونکو ډلو ونه شوای کولی چې د پېښې ځای ته ورسېږي.



