د داکټر نجیب د ژوند وروستۍ شېبې
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله له وژل کېدو درې لسیزې وروسته، لا هم د هغه د ژوند د وروستیو ورځو، له کابل څخه د هغه د وتلو د هڅو او د هغه په برخلیک کې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د رول په اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. په دې ځانګړې مرکه کې بنون سیوان چې هغه مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی و، د لومړي ځل لپاره د ډاکټر نجیبالله د ژغورلو لپاره خپلې وروستۍ هڅې، د ۱۳۷۱ کال د وري د ۲۶مې د ترینګلې شپې، د مجاهدینو د مشرانو اختلافاتو، د پاکستان، امریکا او ملګرو ملتونو د رول، او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې د پروسې د ناکامۍ د لاملونو په اړه خپل لیدلوری وایي.
بنون سیوان په دې مرکه کې وایي چې ملګرو ملتونو کولی شول د ډاکټر نجیبالله د ژغورلو لپاره لا ډېرې هڅې کړې وای، او د ملامتیا د احساس خبره کوي چې له درېیو لسیزو وروسته هم ورسره پاتې دی. هغه همدارنګه له کابل څخه د نجیبالله د لېږدولو د هڅو، د افغان مشرانو ترمنځ د اختلافاتو او د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د سیالیو تر شا پټې کیسې هم رابرسېره کوي.
دا مرکه د افغانستان د معاصر تاریخ یو له خورا مهمو او برخلیک ټاکونکو پړاوونو څخه کمساری روایت وړاندې کوي.



