ولې په تیاره کې د پېشو سترګې ځلېږي؟
ولې په تیاره کې د پېشو سترګې ځلېږي؟
د خپرېدو وخت
کله په تیاره یا شپه کې د پېشو ځلېدونکو سترګو وېرولي یئ؟ ویل کېږي چې همدې ډاروونکې ځلا یوه انګرېز ته دا الهام ورکړ چې په ۱۹۳۳ کې د ترافیکي خوندیتوب لپاره د سړکونو څنډو ته د رڼا منعکسوونکې نښې جوړې یا ایجاد کړي. اوس هم ځينې انجینران د پېشوګانو د سترګو له همدې ځانګړي جوړښته الهام اخلي او پر پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال روباټي کامرو کې یې ځانګړتیاوې ځایوي.



