امریکا کې پر یوه اسلامي مرکز وسله وال برید؛ په جومات کې دری تنه او بهر دوه مشکوک بریدګر وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په کليفورنيا کې د سن ډياګو ښار په تر ټولو ستر جومات کې د ډزو له کبله دری تنه وژل شوی دي. پوليس وايي دوه تنه مشکوک بریدګر هم په دې پېښه کې وژل شوي.
په وژل شويو کې د جومات یو ساتونکی هم شامل دی.
د سن ډياګو د پوليسو مشر سکاټ وال له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا مهال په سیمه کې بل ګواښ نشته او له هغو کسانو سره چې په دې پېښه کې یې خپلوان له لاسه ورکړي غمشريکي یې ښودلې ده.
دی وايي، دوه تنه تنکي ځوانان چې د پېښې ځای ته نژدې په موټر کې مړه موندل شوي، احتمال لري چې مشکوک بریدګر به وي.
سکاټ وال وايي، دا برید د "کرکې جرم" په توګه څېړل کېږي او زياته کړې یې ده چې، د دې پېښې د رامنځته کېدو په اړه کره جزئیات به وروسته خپاره شي.
د امریکا د استخباراتي ادارې (اېف بي ای) کارکوونکي مارک رېميلي هم ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او له خلکو یې غوښتي چې که څه معلومات لري له دوی سره یې دې شريک کړي.
یوه عینی شاهد د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز ته ويلي چې شاوخوا ۳۰ ډزې یې اورېدلې دي او داسې ښکارېده چې له نیمه اتومات وسلو کار اخيستل شوی.
دغه کس وايي، لومړی یې شاوخوا ۱۲ ډزې وارېدې او له یوې لنډې وقفې وروسته یې د ۱۲ نورو ډزو غږونه هم تر غوږو شول.
دغه تقاعد شوی کس وايي، کله چې ډزې پیل شوی، په خپل کور کې پر ډوډۍ خوړولو لګيا و او وايي سملاسي يې پوليسو ته زنګ وواهه چې له لسو تر پنلځسو دقيقو پورې سيمې ته راورسېدل.
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسووليت نه دی منلی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
دغه اسلامي مرکز کې د سن ډياګو کاونټۍ تر ټولو ستر جومات دی او د وېبپاڼې له مخې یې له ۵۰۰۰ زيات غړي لري.
په دې مرکز کې د الرشيد په نامه ښوونځی هم شته چې دينی زدکړې او د ژبې کورسونه لري.



















