د وزیرستان په واڼه کې چاودنه؛ د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، SocialMedia
د خیبر پښتونخوا له جنوبي وزیرستانه رپوټونه وايي چې هلته نن په یوه چاودنه کې د یوه مخور قومي مشر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او ځينې نور ژوبل دي.
ځايي پولیس وايي چې دا پېښه نن دوشنبه (غویی ۲۸/مې ۱۸) ځايي وخت سهار د کوز جنوبي وزیرستان د واڼه په رستم بازار سیمه کې د یوه ځایپرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د احمدزي وزیر قوم د یوه مخور مشر ملک طارق خان وزیر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې (ډان) د واڼه ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد طاهر شاه وزیر له قوله ویلي چې چاودنه ګلشن پلازې ته نږدې هغه مهال وشوه چې د طارق وزیر موټر له بازاره د تېرېدو په حال کې و.
د ښاغلي شاه وزیر په وینا، بم "نامعلومو وسلهوالو" په سیمه کې ځایپرځای کړی و او پکې د ښکېلو کسانو په اړه پلټنه روانه ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ځينو سیاسي مشرانو دا پېښه غندلې او په قبایلي سیمو کې یې د "بېګناه" خلکو د وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د جماعت اسلامي پخواني سناتور مشتاق احمد خان د پېښې د غندلو ترڅنګ له حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې "خپل بنسټيز مسؤلیت ترسره کړي"، په قبایلي ولسوالیو کې امنیت او سولهرامنځته کړي او "هره ورځ د بېګناه خلکو د وینې تویېدنه ودروي".
ملک طارق خان وزیر څوک و؟

د عکس سرچینه، SocialMedia
قومي مشر ملک طارق خان وزیر په کوز جنوبي وزیرستان کې یو بانفوذه قومي مشر و.
دی له دې کبله هم په خپله سیمه کې د شهرت څښتن بلل شوی چې د قبایلي شخړو په حلولو او د خپلې سیمې د سولیزې ساتنې په موخه یې په جرګو او مرکو کې د پاموړ رول لوبولی دی.
د پاکستانیو رسنیو د معلوماتو له مخې، دی یو ځل د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې ځينو وسلهوالو تښتولی و چې وروسته د قومي مشرانو او سيمهييزو منځګړو په هڅو راخوشی شو.
که څه هم په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پوځي او امنیتي ادارو بریدونو زور اخیستی خو دا په دې لنډه موده کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده چې یو قبایلي یا قومي مشر پکې په نښه کېږي.
تر دې وړاندې هم په وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په ځينو نورو قبایلي سيمو کې قومي مشران، ژبهور وژل شوي دي.





















