اروپايي کمېسیون د افغان کډوالو ستنولو په تړاو طالب چارواکي بروکسل ته ورغواړي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
اروپایي کمېسیون د دوشنبې په ورځ اېاېفپي خبري اژانس ته وویل چې پلان لري په نژدې راتلونکې کې د طالبانو چارواکي بروکسل ته افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرو لپاره راوبولي.
د نژدې سرچینې له مخې، ټاکل شوې چې ډېر ژر کابل ته یو لیک واستول شي چې د بلجیم په پلازمېنه کې د غونډې نېټه تنظیم شي.
دا سفر، چې له سویډن سره په همغږۍ ترسره کېږي، افغانستان ته د اروپایي چارواکو له دوو پخوانیو سفرونو وروسته کېږي چې همدا موضوع یې اجنډا وه.
د اروپایي اتحادیې د اجرائیه ادارې یوه ویاند وویل چې چارواکي اوس "په بروکسل کې د افغانستان له اوسنیو واکمنو چارواکو سره د تخنیکي کچې د احتمالي تعقیبي غونډې" پر جوړولو کار کوي.
تر اوسه د دې سفر لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.
د ۲۰ هېوادونو لیک

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د کډوالۍ د تګلارو د سختولو د پراخ بهیر د یوې برخې په توګه، د اروپایي اتحادیې شاوخوا ۲۰ هېوادونه دا څېړي چې څنګه کډوال - په ځانګړي ډول هغه کسان چې په جنايي جرمونو محکوم شوي - افغانستان ته بېرته ولېږي.
د تېر اکتوبر په یوه لیک کې، څو هېوادونو له اروپایي اتحادیې وغوښتل چې د دې موضوع د پرمخ بیولو لپاره ډیپلوماتیکې او عملي لارې ومومي.
د کمیسیون ویاند وویل: "په دې تړاو، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په کابل کې یوه تخنیکي غونډه و شوه" او زیاته یې کړه چې اروپایي اتحادیه اوس له سویډن سره په ګډه کار کوي چې "دا خبرې" په بروکسل کې تعقیب کړي.
دا ډول لیدنې ګڼې عملي او اخلاقي پوښتنې راپورته کوي، ځکه چې له طالبانو سره تعامل پکې شامل دی؛ هغه اداره چې اروپایي اتحادیه یې په رسمي ډول نه پېژني.
بلجیم ته - چې د اروپایي اتحادیې بنسټونه پکې دي- د طالب چارواکو د تګ لپاره به ځانګړي استثنايي اجازهلیکونه ورکول کېږي - داسې څه چې د بلجیم چارواکي ظاهراً ورته چمتو ښکاري.
له عملي اړخونو هاخوا، د اروپایي هېوادونو دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې، تر پنځو میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي. د نړیوالو سازمانونو په وینا، ډېری دغه کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باثباته کور او کار نه لري.
جرمني مخکښ رول لري

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اروپایي اتحادیې د معلوماتي ادارې له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ اروپایي هېوادونو د افغانانو شاوخوا یو میلیون د پناغوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. په دې موده کې نږدې نیمایي غوښتنلیکونه منل شوي دي.
په ۲۰۲۵ کال کې هم افغانان لا هم - په لوی توپیر سره - په اروپایي اتحادیه کې د پناغوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه.
خو لکه څنګه چې د کډوالۍ په اړه د خلکو نظرونه سخت شوي، اروپا هڅه کوي خپل هرکلی محدود کړي او د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه بحثونه پیل کړي.
ځینو هېوادونو عملي ګامونه هم اخیستي دي. جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې د قطر په مرسته د ځانګړو الوتنو له لارې له ۱۰۰ ډېر افغانان، چې جنايي محکومیتونه یې لرل، بېرته افغانستان ته استولي دي.
په دغه هېواد کې د افغانانو له خوا د وروستیو کلونو د پرلهپسې مرګونو بریدونو له امله دریځونه سخت شوي، چې تېر کال میونیخ کې پر خلکو د ګاډي خېژولو برید هم پکې شامل دی.
اتریش هم ورته اقدام کړی او د سپتمبر په نیمایي کې یې په ویانا کې د طالبانو د استازو یو پلاوی منلی و.
یو شمېر نور اروپایي هېوادونه، لکه بلجیم او سویډن، هم غواړي د دوی مثال تعقیب کړي او د کډوالۍ د سختو پالیسیو پلویان یې په کلکه ملاتړ کوي.
د بېرته ستنولو دې تګلارې د نادولتي سازمانونو او سیاسي کېڼ اړخو سختې نیوکې راپارولي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان مشرې لیزا اوون ویلي:
"هغه هېواد ته د افغانانو شړل چې نژدې نیم نفوس یې د خوړو د برابرولو توان نه لري، د کډوالۍ پالیسي نه ده؛ دا داسې پرېکړه ده چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کولی شي."
د کډوالو د حقونو نورې ډلې هم وېره لري بروکسل ته د طالبانو د چارواکو سفر به هغوی ته د هغو کسانو د پېژندلو دا فرصت ورکړي چې غواړي بېرته افغانستان ته یې واستوي او دا کار به د هغوی بنسټیز حقونه له خطر سره مخ کړي.
خو اېاېفپي ته ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د دې سفر اصلي موخه تر هر څه وړاندې د عملي ستونزو حل دی - لکه هغو کسانو ته د پاسپورټونو ورکول چې په اروپا کې یې سفارتونه طالبانو رسماًنه دي پېژندلي.
دې خبرو اترو ته د نژدې سرچینو په وینا، د افغانستان پر سفرونو سربېره، اروپایي چارواکو د کابل هوايي ډګر د ظرفیت او نورو تخنیکي جزییاتو ارزونه هم کړې ده.


















