د مولانا فضل الرحمان نیوکې او د پاکستاني چارواکو توند غبرګون

د عکس سرچینه، Facebook/MoulanaOfficial
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ او حکومت په تړاو وینا کړې چې جنجالي شوې او غبرګونونه یې پارولې دي.
د تېرې يکشنبې په ورځ مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند وکيلانو ته د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د خپلې وينا په تړاو به بخښنه ونه غواړي، بلکې هغه کسان بايد بخښنه وغواړي چې د ده په وينا يې د هغه پر ضد ''تبليغاتي کمپاین'' چلولی دی.
د يادونې چې د جولای په ۱۵مه د پنجاب ایالت ګوجرانواله سیمه کې يوې سيمه ييزې محکمې د مولانا فضل الرحمان د جنجالي وينا په تړاو د ملي سايبري جرمونو د پلټنې ادارې (این سي سي ای اې) ته امر کړی او تر اګست ۱۷مې يې ځواب غوښتی دی.
مولانا فضل الرحمان روانه مياشت د پنجاب په قصور ښار کې د خپل ګوند يوې غونډې ته د وينا پر مهال په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زياتېدونکې سختدريځۍ په اړه خبرې کړې وې. هغه ويلي وو:
''تاسې پر ما د خپلې وينې کوم احسان اچوئ؟''
هغه زياته کړې وه:
''موږ ته واياست چې لښکر وباسو، وسله واخلو او د وسله والو ډلو پر ضد وجنګېږو. ما هېڅ تنخوا نه ده اخيستې، زه به هېڅ لښکر جوړ نه کړم.''
نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ويلي وو:
''که تاسې سياست کول غواړئ، نو يونيفورم وباسئ، راشئ او په ټاکنو کې برخه واخلئ.''
د پاکستان فدرالي وزيرانو د دغو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.
د دفاع وزير خواجه اصف وويل:
''د هېواد لپاره د پوځيانو قربانۍ د هغوی له تنخوا سره تړل نه يوازې ناعادلانه دي، بلکې د شهيدانو او د هغوی د کورنيو د احساساتو د ځورولو معنا هم لري.''
هغه زياته کړه:
''تاسې کولای شئ له حالاتو، پېښو او يا هم له کړنلارې سره اختلاف ولرئ، خو د دې نظريې، ژمنتيا، مينې او قربانۍ سپکاوی نه شئ کولای.''
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه:
''داسې مهال چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده او د مېندو ځوان زامن، چې د پاکستان وسلهوال پوځ، نورو امنیتي ادارو او تر ټولو مهم زموږ ملکي وګړي پکې شامل دي، هره ورځ (یې مړي) د هېواد په بیرغ کې نغښتي بېرته راستنېږي، د هغوی قرباني یوازې د معاش پایله بلل سیاسي نیوکه نه، بلکې اخلاقي بېحسي ده.''
خواجه اصف وايي:
''مولانا صاحب یوازې د یوه بنسټ سپکاوی نه دی کړی، بلکې د زرګونو شهیدانو، ټپیانو، کونډو، یتیمو ماشومانو او غمجنو والدینو احساسات یې هم ژوبل کړي دي.''
پاکستان کې دا لانجه داسې مهال کې راپورته شوې چې په وروستیو اوونیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسله والو ډلو ګڼ بریدونه کړي دي، چې پکې د پاکستان امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول په نښه شوي دي.
مولانا فضل الرحمان د بخښنې غوښتل رد کړل

د عکس سرچینه، Facebook/MoulanaOfficial
مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ د وکیلانو یوې غونډې (کنوانسیون) ته د خبرو پر مهال د خپلې وینا سپیناوی وکړ او ویې ویل چې پر خپل دریځ ولاړ دی.
هغه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل:
''زه د شهید مقام پېژنم... تاسې ما ته د هغه ارزښت او منزلت مه را زده کوئ.''
نوموړي د کارګیل جګړې یادونه هم وکړه او پوښتنه یې وکړه:
''تاسو له هغه ځایه د څو شهیدانو جنازې ترلاسه کړې وې؟''
مولانا فضل الرحمان څو ځله ټینګار وکړ چې ده کومه ''ناسمه خبره'' نه ده کړې. هغه وویل:
''ادارې او د هغوی د صلاحیتونو حدود معلوم دي. که ما تاسې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي یاست، نو اوس هم وایم چې پالیسي جوړوونکي باید ځواب ووايي. سرتېري خو یوازې ستاسې امرونه عملي کوي. زه ستاسې له پالیسیو سره اختلاف لرم، خو تاسې غواړئ زما د خبرو خپل تعبیر وکړئ، زما شخصیت ته زیان ورسوئ او فکر کوئ چې فضل الرحمان به سر ټیټ کړي او تسلیم به شي.''
نوموړي زیاته کړه، اړوندو لوریو ته د ده د خبرو په اړه ۴۸ ساعته وروسته معلومات ورسېدل او زیاته یې کړه:
''زه خواشینی یم چې زما د خبرو قصداً ناسم تعبیر وشو او د ولس د ګمراه کولو هڅه وشوه.''
مولانا فضل الرحمان اعلان وکړ چې:
''زه به د هېواد ټولو څلورو صوبو ته ولاړ شم، خلکو ته به ویناګانې وکړم او خپل دریځ به لا نور هم وړاندې کړم.''
مولانا فضل الرحمان وویل:
''زما غوښتنه دا ده چې هغه پوځ، هغه جنرال او هغه دفتر چې زما او زما د ګوند پر ضد یې تبلیغاتي کمپاین چلولی، باید بخښنه وغواړي.''
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر په دې باور دی چې پر ده نیوکې اصلاً د هغه د دې دریځ له امله کېږي چې ویلي یې دي:
''موږ به لښکرونه نه جوړوو. تاسې په بېلابېلو سیمو کې له قبایلو غواړئ چې لښکرونه جوړ کړي او جګړه وکړي. موږ وویل چې دا د عامو خلکو مسئولیت نه دی. د دې لپاره تاسې خپله شته یاست... اوس تاسې غواړئ ولس جګړې ته ورمخکې کړئ.''
هغه د بنګله دېش یادونه هم وکړه، چې هغه وخت ختیځ پاکستان یادیده او د (البدر) او (الشمس) ډلو ته یې اشاره وکړه. د هغه په وینا:
''د هماغو تجربو له امله تر نن ورځې پورې د عوامي لیګ او جماعت اسلامي ترمنځ دښمني روانه ده.''
مولانا فضل الرحمان د خپل دریځ د لا روښانولو لپاره وویل:
''صوبایي حکومت وايي چې موږ کولای شو د پولیسو ځواک د جګړې لپاره وکاروو... خو تاسې خو ان د صوبایي حکومت د ځواک د کارولو ملاتړ هم نه کوئ.''
د مولانا فضل الرحمان وینا ولې غوغا رامنځته کړې؟
اوسمهال حکومتي کړۍ او چارواکي د مولانا فضل الرحمان پر ګوند سختې نیوکې کوي.
د مسلم لیګ (ن) اړوند پنجاب صوبايي اسمبلۍ غړې حنا پروېز بټ پر اېکس یوه پیغام کې پر مولانا فضل الرحمان تور لګولی چې:
''فضل الرحمان د فساد او مالي بېنظمۍ د جدي تورونو ځواب ورکول ناشوني دي، ځکه هغه د پاکستان د پوځ د شهیدانو پر ضد د خبرو له لارې نه شي کولای خپل داغدار نوم پاک کړي.''
هغې خبرداری هم ورکړی:
''د هېواد ضد ویناوې بندې کړئ او د خپلو کړنو حساب ورکولو ته چمتو شئ. ان شاءالله حساب به درسره وشي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د چارو شنونکی ماجد نظامي باور لري چې د مولانا فضل الرحمان وروستۍ جنجالي څرګندونې باید په داسې تناظر کې وکتل شي چې په هغو سیمو کې، چې جمعیت علمای اسلام (ف) پکې مذهبي او سیاسي نفوذ درلود، د سختدریځۍ د زیاتوالي له امله دغه ګوند له ''جدي ستونزو'' سره مخامخ دی، او موضوع د امنیت او نظم له مسئلې سره تړاو لري.
هغه بي بي سي اردو څانګې ته وویل:
''ځکه چې مولانا فضل الرحمان د معتدلو مذهبي ځواکونو استازیتوب کوي، ډېر کله اړ وي چې د دولت او مذهبي وسلهوالو ډلو ترمنځ یو ډول توازن وساتي.''
نظامي دې ته اشاره کوي چې په وروستیو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په سویلي ضلعو کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي او د دغو بریدونو اغېزې ''تر پولیسو او عامو خلکو پورې هم رسېدلې دي.''
په تېر کې مولانا فضل الرحمان له واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) سره لنډمهالي او اوږدمهالي سیاسي ائتلافونه هم کړي وو، خو اوس د فدرالي وزیرانو له لوري د هغه د څرګندونو په سختو ټکو غندنه کېږي.
په ځانګړې توګه د شهیدانو په اړه د هغه وینا د پراخو نیوکو لامل شوې ده.
خو ماجد نظامي وايي چې د دې جنجالي وینا ډېره برخه د هېواد له ''ترخو واقعیتونو'' سره تړاو لري؛ لکه په ټانک سیمه کې د پولیسو هغه اعلان چې په یوه جومات کې شوی و او د امنیتي وضعیت د خرابوالي څرګندونه کوي.
د هغه په اند:
''دولت باید له مولانا فضل الرحمان سره تماس نیولی وای، خو داسې ونه شول او هغه له دې بهیر څخه لېرې ساتل شوی دی. جمعیت علمای اسلام (ف) ادعا کوي چې له دوی د لښکر جوړولو او جګړې غوښتنه کېږي، خو دوی د دې پلوي نه دي.''
د ماجد نظامي په وینا، مولانا فضل الرحمان فکر کوي چې ګوند یې د سختدریځۍ له اغېزو سره مخامخ دی، خو د دولت د امنیتي تګلارې برخه نه ګڼل کېږي.
نظامي دا هم وايي چې د جمعیت علمای اسلام (ف) پر ضد د وزیرانو خبري غونډو ته باید ډېره پاملرنه ونه شي.
''له دې لارې به کوم اغېزناک روایت رامنځته نه شي. که وزیرانو دا کمپاین نه وای پیل کړی، ښايي مولانا فضل الرحمان به دویم تفصیلي بیان هم نه وای ورکړی.''
هغه زیاتوي:
''د هایبرډ نظام تر سیوري لاندې ښايي مولانا له ستونزو سره مخامخ شي، خو هغه د ولسي سیاسي ځواک، منظم ګوندي جوړښت او مذهبي نفوذ څښتن دی.''
بلخوا، وتلی خبریال او شنونکی علي اکبر وايي چې دا موضوع یو مهم سیاسي اړخ هم لري.
هغه بي بي سي اردو څانګې ته وویل:
''اوسمهال په سیاسي چارو کې د (اسټېبلېشمنټ) لاسوهنه زیاته شوې، چې ځینې سیاستوال یې هایبرډ نظام بولي. نور سیاسي ګوندونه ځکه چې په واک کې دي، نه شي کولای هغه خبرې په څرګند ډول وکړي چې مولانا فضل الرحمان یې کوي.''
هغه زیاته کړه:
''دا فورمول هر ځای بریالی نه وي چې د یوه سیاسي شخصیت پر ضد جبهه جوړه شي او په ټولنیزو رسنیو کې د هغه پر ضد کمپاین پیل شي.''
علي اکبر د مولانا فضل الرحمان او فدرالي وزیرانو ترمنځ د لفظي شخړې په اړه وویل:
''د جمعیت علمای اسلام (ف) په څېر یو منظم ګوند او د مولانا فضل الرحمان په څېر یوه اغېزناکه سیاسي څېره تر فشار لاندې راوستل ښايي ستونزې زیاتې کړي، نه دا چې کمې یې کړي.''





















