ایران ته په لاره اووه افغانان په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

د عکس سرچینه، IRIBNEWS
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د یاسوج – اصفهان پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه اووه افغانان مړه شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د شنبې په ماښام، د وږي میاشتې پر ۲۱مه، د کهگیلویه او بویراحمد ولایت د دنا ولسوالۍ په "توتنده " سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کهگیلویه او بویراحمد د لارې د پولیسو مشر حسن دانایار ویلي، دا پېښه د دریو موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ایرنا خبري اژانس د ښاغلي دانایار له قوله راپور ورکړی چې "د افغان وګړو د لېږد لپاره کارېدونکی موټر د ناقانونه سرعت، خطرناکو حرکاتو پر مهال مخالفې لارې ته د ننوتلو له امله له یوې لارۍ سره ټکر وکړ او دا مرګونې پېښه رامنځته شوه. "
هغه زیاته کړې، پېښه د لارې په هغه برخه کې شوې، چې څلورلارې سړک په دوهلارې سړک بدلېږي. د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې لوړ سرعت او ناقانونه مخته کېدنه د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.
ښاغلي دانایار ویلي، چې کهگیلویه او بویراحمد ولایت د ایران د څو مهمو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ پر لار موقعیت لري او د نوموړي په وینا، د کډوالو او قاچاقبرانو د لېږدونکو موټرو له مهمو لارو ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د ایران د لارې پولیسو په تېرو ۲۰ ورځو کې ۳۱۳ "شوتي موټر/ قاچاق لېږدونکي ګاډي" درولي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د درول شویو دغو موټرو شمېر ۱۷۹۳ ته رسېدلی دی.
"شوتي موټ " هغه اصطلاح ده، چې ایراني چارواکي او رسنۍ یې هغو موټرو ته کاروي، چې د توکو یا انسانانو د ناقانونه لېږد لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

د عکس سرچینه، BBC
هر کال ګڼ شمېر افغان وګړي ایران ته د ننوتلو لپاره له سختو او له خطره ډکو لارو استفاده کوي؛ هغه لارې، چې په وار وار د کډوالو د مړینې یا ورکېدو لامل شوې دي.
ایران د افغان وګړو لپاره د کډوالۍ له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.
ډېری افغانان په دې هېواد کې د کاري فرصتونو د موندلو لپاره سفر کوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا ایران د اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د ترانزیټي لارې په توګه کاروي.
سره له دې، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري، ډېری هغه کسان، چې افغانستان ته ستنېږي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله یو ځل بیا اړ کېږي، چې کډوالۍ ته مخه کړي.
همداراز، د ایران د ویزې ترلاسه کولو ستونزې او د قانوني سفر لوړ لګښتونه د دې لامل شوي، چې یو شمېر افغان وګړي، چې یا د دغو لګښتونو د برابرولو توان نه لري او یا د ویزې شرایط نه پوره کوي، قاچاقي او له خطره ډکو لارو ته مخه کړي.
په تېرو کلونو کې د ایران پر لور په قاچاقي لارو کې د افغان کډوالو د مړینې او ورکېدو په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د هغو لسګونو کډوالو مړي د نیمروز په دښتو کې وموندل شول، چې غوښتل یې ایران ته سفر وکړي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان کې د بېکارۍ کچه له ۱۳ سلنې لوړه ده او له ۱۵ تر ۲۹ کلونو پورې ځوانان د دغه هېواد د بېکاره وګړو نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي.
په ورته وخت کې، ډېری هغه کسان، چې دندې لري هم له لږ عاید سره ژوند تېروي او ګڼې کورنۍ د خپلو ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره له هېواده بهر د خپلو خپلوانو پر استول شویو پیسو متکي دي.





















