کرېکټ: د افغانستان او هند شل اوريزه سيالي په ډيلي کې پيلېږي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوريزو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب په ډيلي کې کېدونکې دي.

ټاکل شوې لومړۍ لوبه نن يکشنبې (۱۳ سپټمبر) د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې پيل شي.

افغانستان او هند دواړو له وړاندې دغو سياليو لپاره لوبغاړي اعلان کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د هند پر وړاندې لوبلړۍ ته د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، نور الرحمان، محمد نبي، راشد خان، ننګيال خروټی، مجيب الرحمن، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوين الحق او عبدالله احمدزی غوره کړي دي.

بل پلو د هند کرېکټ بورډ د افغانستان پروړاندې سياليو ته د شرېاس اير په مشرۍ، تېلک ورما، سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، وېبو سورياونشي، شېوم ډوبې، اکشر پټېل، واشنګټن سوندر، نېتېش کورما رېډي، روي بېشنوی، ارشديپ سېنګ، ورون چکرورتي او جسپريت بومرا ته ځای ورکړی دی.

د هند تر څنګ افغانستان هم د شل اوريزو سياليو تکړه لوبغاړي لري چې د هند غوره ليګ په ګډون د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې د لوبېدو له کبله د پراخې تجربې خاوندان دي. د سپېن يا ورو توپ اچونې برخه یې د نړۍ په کچه خورا پياوړې ده چې د هند لپاره سرخوږی جوړولی شي.

خو که دواړو لوبډلو او د هغوی تاريخ ته وکتل شي، هند د کرېکټ اوږد تاریخ لري او څو ځله یې نړيوال جامونه هم ګټلې دي، بل پلو د افغانستان کرېکټ نوی د راغوړېدو په حال کې دی او په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د ډېرو پام ځانته را اړولی دی.

د افغانستان او هند ترمنځ دری واړه شل اوريز لوبې د افغانستان په کوربتوب د ډيلي په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره کېږي.

لومړي لوبه د سپټمبر پر ۱۳ مه نېټه، دويمه لوبه د سپټمبر پر ۱۵ او درېیمه لوبه د سپټمبر پر ۱۷ نېټه پلان شوې دي.