سعودي عربستان پر ریاض د حوثیانو توغندیز برید تائید کړ

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عربستان تائید کړې چې د یمن حوثي وسله والو ځواکونو هڅه کړې د یوه بالستیک توغندي په وسیله د دغه هېواد پلازمېنه ریاض په نښه کړي.
دا پر ریاض لومړنی برید بلل کېږي چې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او جګړو له زیاتېدو وروسته کېږي.
تر دې وړاندې حوثیانو ادعا کړې وه چې دوی د توغندیو او ډرونونو په وسیله په ریاض کې حساس هدفونه په نښه کړي دي.
سعودي چارواکي وايي، هغه توغندی چې د ریاض پر لور توغول شوی و، د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا تعقیب او له منځه وړل شوی دی.
خو د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ریاض ځینو اوسېدونکو د چاودنو غږونه اورېدلي او وروسته یې د ښار د هوايي ډګر په شاوخوا کې د لوګي لوخړې هم لیدلې دي.
دغه راز، فرانس پرېس خبري اژانس ویلي چې د شنبې په ورځ په ریاض کې دوه زورورې چاودنې اورېدل شوې دي. د دې اژانس خبریالانو د ریاض هوايي ډګر ته نږدې د 'ارامکو' تېلو شرکت د سونتوکو یوه زېرمه هم لیدلې چې اور اخیستی و.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ شخړه اوس نوي پړاو ته رسېدلې ده. حوثیان د یمن د پراخو سیمو کنټرول په لاس کې لري او په دې وروستیو کې یې د باب المندب تنګي ته څېرمه ساحلي ښارونه او ځینې ټاپوګان هم نیولي دي.
متحده ایالاتو د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د سعودي عربستان او د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو ترمنځ روانه شخړه ښايي په چټکۍ سره لا پسې پراخه او سخته شي.
د ریاض هوايي ډګر ترڅنګ د لوګيو تر لیدل کېدو وروسته 'الوتنو کې خنډ او ځنډ پېښ شوی'

د عکس سرچینه، Reuters
تېره ورځ د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د عیني شاهدانو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي و چې د شنبې په ماسپښین یې د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته نږدې د لوګيو لوخړې لیدلې دي.
دې اژانس د الوتنو د څار وېبپاڼو له قوله راپور ورکړ چې د ریاض په هوايي ډګر کې پراخې ګډوډۍ رامنځته شوې دي، چې د ګڼو الوتنو ځنډ او لغو کېدل هم په کې شامل دي. د الوتنو د څار مشهورې ویبپاڼې فلائټ راډار۲۴ دغه هوايي ډګر د ګډوډۍ تر ټولو لوړې کچې په کتار کې یاد کړی، معنا یې دا ده چې هلته اوږده ځنډونه او د څو الوتنو لغو کېدل ثبت شوي دي.
د سعودي ملکي دفاع ادارې د شنبې پر سهار اعلان کړی و چې خطر پای ته رسېدلی دی. دا اعلان وروسته له هغه وشو چې په ریاض او د پلازمېنې ختیځ ته په الخرج ښار کې د دویم ځل لپاره خبرداری ورکړل شو، په داسې حال کې چې د یمن انصارالله (حوثي وسله والو) ډلې پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي.
دا د ریاض لپاره د دې ډول خبرداریو لومړۍ پېښه بلل کېږي، ځکه چې په ګاونډي یمن کې حوثیانو پر سعودي خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی. د ریاض په العلیا سیمه کې د دوو چاودنو غږونه هم اورېدلي شوي وو.
د خبرداري په لومړي پیغام کې، چې د سعودي پلازمېنې اوسېدونکو ته د سهار له درېیو بجو لږ مخکې (د ګرینویچ پر وخت نیمه شپه) واستول شو، ویل شوي وو:
''سیمه له دښمنانه هوايي ګواښ سره مخ ده.''
په پیغام کې له خلکو غوښتنه شوې وه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
شاوخوا نیم ساعت وروسته د سعودي ملکي دفاع ادارې د چمتووالي کچه لوړه کړه، خو د ګواښ سرچینه یې ونه ښوده.
نږدې دوه ساعته وروسته، د ځايي وخت له مخې د سهار په ۵:۱۹ بجو خلکو یو ځل بیا پر خپلو موبایل ټیلیفونونو خبرداري ترلاسه کړل، چې په کې راغلي وو:
''سیمه له دوښمنانه هوايي برید سره مخ ده.''
په پیغام کې له خلکو غوښتل شوي وو چې ارام اوسي او احتیاط وکړي.
لس دقیقې وروسته چارواکو اعلان وکړ چې:
''خطر له منځه تللی دی.''
د سیمې اوسېدونکو ته لارښوونه وشوه چې د راپرځېدلي توغندي یا بل هر شی ځای ته دې نه ورځي او له هغه ځایه دې هېڅ شی نه پورته کوي. چارواکو دغه راز ټینګار وکړ چې خلک دې نه راټولېږي او له پېښې څخه دې هېڅ ډول تصویرونه او ویډیوګانې نه اخلي.
دا پېښې وروسته له هغه شوې چې سعودي عربستان د چهارشنبې پر ورځ ایران پلوه حوثیان د مکې مکرمې په نښه کولو تورن کړل او دا یې ''یو بزدلانه ترهګریز برید'' وباله، چې د ټولو مسلمانانو سپېڅلی ښار یې هدف ګرځولی . خو حوثیانو دا تورونه په کلکه رد کړي او ''درواغ'' یې بللي دي. دوی ټینګار کړی چې د دوی بریدونه یوازې پر پوځي اډو پورې محدود دي.
دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغې ورکړل شو چې د حوثیانو پوځي ویاند اعلان وکړ، ډلې یې په یمني پلازمېنه صنعا کې ځینې ''جرمي هڅې'' شنډې کړې دي، خو د دغو هڅو ماهیت یې روښانه نه کړ. ویاند سعودي عربستان تورن کړ چې د دغو هڅو تر شا ولاړ دی او د غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ.
د یمن حوثي ډلې دغه راز ویلي چې وروسته له هغې چې دوی د باب المندب پر مهم سمندري تنګي کنټرول ترلاسه کړی، هره ورځ د سعودي عربستان له لوري له لسګونو غچ اخیستونکو هوايي بریدونو سره مخ دي.

















