فرانسوۍ ښځه چې مېړه په زور ۱۲ کاله له ماشومانو سره باړه کې ساتلې؛ "بېرته فرانسې ته ځم"

سلویا یاسمینا ۵۴ کلنه او فرانسوۍ ده

د عکس سرچینه، capital city police

د عکس تشریح، سلویا یاسمینا ۵۴ کلنه او فرانسوۍ ده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په خیبرپښتونخوا کې پولیس وايي، یوه ۵۴ کلنه فرانسوۍ ښځه یې چې د خپل مېړه لخوا له پېنځو ماشومانو سره یو ځای په زور 'باړه' کې په یوه کور کې ساتل کېده، موندلې ده.

د دې ښځې د مېړه خلاف د زور زیاتي او خپلسري حبس د تور قضیه ثبت او نیول شوی دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو مشر (ډي‌پي‌او) وقار احمد بي‌بي‌سي ته ویلي، د سلویا یاسمینا په نوم دې فرانسوۍ ښځې ته د مېړه له کوره د وتلو اجازه نه وه او دا چې زوی یې د موکې په موندلو سره ځايي پولیس پرې خبر کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا ښځه اوس له خپلو ماشومانو سره پېښور کې یوه امن کور ته لېږدول شوې.

وقار احمد وايي، د دې ښځې په غوښتنه د نوموړې د مېړه خلاف قضیه ثبت او هغه نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا دا چې دغه ښځه او د هغې ځینې ماشومان فرانسوي پاسپورتونه لري، نو هر وخت او هر ځای چې وغواړي تلی شي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، دا ښځه او د هغې ماشومان قانوني‌ مراحلو لپاره محکمې ته وړاندې شوي او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لارې د فرانسې سفارت ته هم د دې قضیې خبر ورکړ شوی دی.

دی وايي، سلویا دې ته لېوالتیا ښودلې چې فرانسې ته ستنه شي.

د ښځې لخوا ثبت شوې قضیه کې څه ویل شوي؟

دا ښځه او د هغې ماشومان باړه کې د یوه کور په زړه خونه کې ساتل کېدل

د عکس سرچینه، capital city police

د عکس تشریح، دا ښځه او د هغې ماشومان باړه کې د یوه کور په زړه خونه کې ساتل کېدل

سلویا یاسمینا پولیسو ته ویلي چې نوموړې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په خیبر ولسوالۍ کې اوسي او دا چې په دې موده کې یې ډېرې لوړې ژورې کتلې دي.

د هغې لخوا ثبت شوې عریضه کې ادعا شوې، چې خاوند یې د مېړه او پلار په توګه خپل مسوولیتونه نه دي پر ځای کړي، دا او ماشومانو یې تر ذهني او فزیکي فشار لاندې ساتلي او د دغو کلونو په اوږدو کې یې په وار وار زور زیاتی تجربه کړی دی.

د نوموړې په وینا د دغه زور زیاتي او تاوتریخوالي نښې یې اوس هم پر مخ او بدن موجودې دي.

سلویا خپل مېړه انتهايي‌ تاوتریجن کس بللی.

د باړې پولیس وايي، د دې ښځې مېړه تر اوسه د ځان دفاع لپاره کوم وکیل سره اړیکه نه ده کړې.

د هغه خلاف د تشدد، بدني زیان اړولو، په ناقانونه توګه بند کې د ساتلو - سر،‌ مال او عزت ته د زیان اړولو د ګواښ او همدا راز د کورني‌ تاوتریخوالي اړوندې تورونه ثبت شوي دي.

فرانسوۍ ښځه تر باړې څنګه ورسېده؟

د دې قضیې په څېړنه کې یوه ښکېل جګپوړي چارواکي ویلي، دغه فرانسوۍ ښځه باړه کې د یوه کور په ډېرې زړې خونه کې ساتل کېده.

د هغه په وینا له دې ښځې سره بهر نړۍ سره د اړیکې څه وسیله او موبایل نه و.

نوموړی وایي د هغې کوټې چې دا ښځه پکې ساتل کېده، له ډېر خراب حالته ښکارېده چې هغه او ماشومان یې په ډېر بد وضعیت کې ساتل کېدل.

د باړې پولیسو د دې ښځې موندلو لپاره د عملیاتو یوه ویډیو هم خپره کړې چې هغه پکې د پولیسو له ورتګ سره د خپلو توکو د راټولو په حال کې لیدل کېږي او د پولیسو مننه کوي.

پولیس وايي، دې ښځې ورته د لومړنیو څېړنو پر مهال ویلي چې له دغه سړي سره یې په ۲۰۰۳ کال اسټرالیا کې واده کړی دی.

د پولیسو افسر ویلي، د سلویا مېړه په ناقانونه توګه استرالیا کې اوسېده، دواړه هملته سره بلد شوي او وروسته یې ۲۰۰۳ کال کې واده کړی دی.

د پولیسو یو جګپوړی چارواکی د دې ښځې په حواله وايي، چې د دوی دوه مشران بچي په استرالیا کې زېږدلي، او دا کورنۍ تر هغې وروسته دوه ځله پاکستان ته راغلې.

capital city police

د عکس سرچینه، capital city police

د عکس تشریح، پولیس وايي سلویا سره تلېفون او بهر نړۍ سره د اړیکې څه وسیله نه وه

د پولیسو په وینا سلویا په دې موده کې له مالي پلوه هم د مېړه ملاتړ کړی دی.

په څېړنه کې د یوه ښکېل چارواکي په وینا کله چې دا کورنۍ ۲۰۱۴ کال کې دویم ځل له خپلو دوو ماشومانو سره پاکستان ته راغلې، نو د دې ښځې د ادعا له مخې نوموړې عملآ بندۍ شوې ده.

د پولیسو په وینا دې ښځې ته له کوره د وتلو او چا سره د کتلو اجازه نه ورکول کېده او په دې موده کې یې درې نور ماشومان هم زېږېدلي دي.

چارواکو ویلي، د سلویا له مشرو ماشومانو زدکړې پاتې شوې او کوچني یې هم ښوونځي کې نه دي‌ شامل شوي.

دې ښځې د لومړنیو څېړنو پر مهال ویلي "داسې راته ښکارېدل چې زما راتلونکې تباه شوې او د ماشومانو راتلونکې به هم تباه شي. همدې لپاره مې موکه کتله چې اوس د پولیسو په مرسته ترلاسه شوې. اوس به له ماشومانو سره بېرته فرانسې ته ولاړه شم. "