فوټبال نړیوال جام: مراکش او امریکا بریا خپله کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د فوټبال ملي لوبډلې، چې د نړیوال جام کوربه هېواد هم دی، د ډي ګروپ سیالۍ کې اسټرالیا ته په ۲-۰ ماتې ورکولو سره د سیالیو مخکیني پړاو ته لار ومونده.
امریکا په ۱۱مې دقیقې کې د اسټرالیا د یوه لوبغاړي په خپل ګول (اټو ګولو) سره مخکې شوه، او وروسته د دغې لوبډلې مرکزي مدافع الکساندر فریمن په ۴۳مه دقیقه کې دویم ګول هم وواهه.
له دې بریا سره، امریکا د ګروپي پړاو تر پای ته رسېدو یو لوبه مخکې خپل پرمختګ حتمي کړ.
د ورځې په نورو سیالیو کې، سکاټلنډ د افریقا له اتلې مراکش لوبډلې سره لوبه کې د صفر مقابل کې په یوه ګول ماتې وخوړه .
مراکش د نړیوال جام د اوسني پړاو تر ټولو چټک ګول له لارې سکاټلنډ ته ۱-۰ ماتې ورکړه او له سي ګروپ نه یې د ناکاوټ پړاو ته د تلو هیلې زیاتې کړې.
مراکش لوبډله له یوې دقیقې لوبې لږ وروسته د اسماعیل الصيباري په ګول مخکې شوه، چې د ابراهیم دیاز له پاس نه یې ګټه واخیسته.
الصيباري له دې مخکې هم د برازیل پر وړاندې په ۱-۱ مساوي لوبه کې د اطلس زمریانو لپاره مخکښ ګول وهلی و.
د مراکش لوبډلې، چې د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه، د لوبې پر بهیر بشپړ کنټرول درلود او که څه هم لوبغاړو یې څو فرصتونه ضایع کړل، خو خپله برلاسي یې وساتله او درې امتیازونه یې ترلاسه کړل.
د سي ګروپ په دې سیالیو کې به دغه راز برازیل له هایټي سره لوبه کوي او ترکیه به د پاراګوای پر وړاندې میدان ته ووځي.

د عکس سرچینه، Reuters
تر دې وړاندې د تېرې ورځې سیالیو کې یوه لوبه د میکسیکو او سویلي کوریا ترمنځ وشوه چې میکسیکو یو صفر وګټله.
دغه راز سویس له بوسنیا نه څلور یو، کاناډا له قطر نه شپږ صفر، کولمبیا له ازبکستان نه درې یو او ګانا له پاناما نه یو صفر وګټله.
د چک جمهوریت او سویلي افریقا ترمنځ لوبه یو یو مساوي شوه.



















