تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت کې د ښځو د حذفولو پنځم کال: "تر څلورو نورو کلونو به څلور میلیونه نجونې له زدکړو بېبرخې شي"
- Author, زینب محمدي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
"غوښتل مې ښوونځي ته لاړه شم، د ښوونځیو دروازې یې وتړلې. هیله مې درلوده د کانکور ازموینه ورکړم او پوهنتون ته لاړه شم، د پوهنتونونو دروازې یې هم وتړلې! کورس ته تلم چې درسونه رانه هېر نه شي، کورس یې هم پر موږ بند کړ. د انځورګرۍ ښوونیز مرکز ته لاړم، هغه یې هم بند کړ! د هیلې هر څرک مې چې وموند، بېخي ژر مې له لاسه ور کړ."
مروه (مستعار نوم) له هغو زرګونو نجونو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې یې ښوونځي ته د تلو فرصت له لاسه ورکړی دی.
دا وايي، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، تر ډېره وخته وزګاره وه: "خورا سختې ورځې مې تېرې کړې. احساس مې کاوه چې د خپل ژوند یوه لویه برخه مې له لاسه ورکړې ده. زړه مې درد کاوه، ژړل مې، نه پوهېدم چې راتلونکی به څنګه شي؟ اوس انځورګري کوم. هر خپګان، هیله او خبره چې په ژبه یې نه شم بیانولی، پر کاغذ یې رسموم. لا هم هیله لرم. هیلهمنه یم ښوونځي او بیا پوهنتون ته بېرته ستنه شم... هیڅ نجلۍ باید د زدکړو له حقه بېبرخې نه شي... هیله منه یم هغه ورځ راشي چې ټول وکولای شو په ازاده توګه زدکړې او کار وکړو... هیڅ نجلۍ باید د نجلۍ توب له امله خپلې هیلې له لاسه ورنه کړي."
د جمهوریت پر مهال د رسنیو د پراختیا او په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د شمېر له ډېرېدو سره، ډېر ځوانان او پېغلې په رسنیو کې کار کولو ته لېوال شوي وو. شازیه هم له هغو نجونو یوه وه چې د خبریالې کېدو ارمان یې پاله.
دا وايي، که ښوونځي نه وای تړل شوي، اوس به د ژورنالیزم د پوهنځي محصله وه او خپل هدف ته د رسېدو لپاره به یې هڅه کوله؛ خو اوس یې ټول پلانونه او ان هیلې بدلې شوې دي.
هغې په تېر جمهوریت کې د زدکړو له حق څخه له فکر کولو او ترهې پرته ګټه اخیستله، خو اوس یې ښوونځي ته تګ په یوه نه پوره کېدونکې هیله بدل شوی دی.
مرضیه (مستعار نوم) د همدغو زده کوونکو یوه بله بېلګه ده.
دا وايي: "کله چې د ښوونځیو دروازې بندې شوې، خپلو هیلو ته زموږ د رسېدو دروازې هم بندې شوې. موږ ډېر څه نه غوښتل، کتاب، قلم او د درس ویلو لپاره فرصت. زموږ ګناه څه ده؟ دا چې نجونې یو؟ دا باید زموږ جرم نه وي... هره ورځ چې موږ له درس څخه لېرې کېږو، له خپلو هیلو لېرې کېږو او د خپل راتلونکي یوه برخه له لاسه ورکوو... دا دردوونکې ده! خپل احساس په جملو کې نه شم بیانولی... تعلیم زموږ حق دی، خو طالبانو راڅخه واخیست."
مرضیه وايي، هیله یې درلوده یوه ورځ ډاکټره شي او هدف ته د رسېدو لپاره به د ښوونځي ترڅنګ روزنیزو کورسونو ته هم تله؛ خو اوس یې "ټولې هڅې بې پایلې شوې دي."
د تړلیو ښوونځیو د دروازو تر شا میلیونونه نجونې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، اوس مهال ۲ اعشاریه ۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته زدکړو بې برخې شوې دي. هر کال کابو ۴۰۰ زره نجونې پرې ور زیاتېږي او اټکل دی چې دا شمېر به تر ۲۰۳۰ کاله څلور میلیونو نجونو ته ورسېږي.
د دغه بنسټ په وروستي راپور کې راغلي، که دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کاله همداسې پاتې شي، افغانستان به نږدې ۲۰ زره ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
دا راپور خبرداری ورکوي چې په ښوونځیو او درملنیزو مرکزونو کې د روزل شویو ښځو کموالی به د ماشومانو پر زدکړو، روغتیا او راتلونکو فرصتونو وېجاړوونکی اغېز وکړي.
د دغه راپور د معلوماتو او اټکل له مخې، "د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار پلي شوي محدودیتونه؛ همدا اوس په کلني ډول د افغانستان اقتصاد ته ۸۴ میلیونه امریکايي ډالره زیان رسوي او له زدکړو او کاره د هغوی د بېبرخې کولو په دوام سره به دا زیانونه پاموړ زیات شي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړۍ کې یوازینی هغه دی چې د نجونو لپاره یې منځنۍ، لېسې او لوړې زدکړې په رسمي توګه منع کړې دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نجونو منځنۍ او لېسې زدکړې او د ۲۰۲۲ کال په ډيسمبر کې د هغوی لوړې زدکړې تر "ثاني امره" بندې اعلان کړې چې تر دې دمه پرې بندیز دی.
"اوس ژوند نه کوم، یوازې ژوندۍ یم!"
ذکیه (مستعار نوم) په افغانستان کې د پوهنتون یوه پخوانۍ محصله ده. دا هم د هغو نجونو له ډلې ده چې په پوهنتون کې یې د خپلو هیلو د تحقق هیله پوره نه شوه.
دا وايي: "غوښتل مې په پوهنتون کې درس ووایم، خو پوهنتونونه یې وتړل، له زښت ډېر زحمت وروسته، په بهر کې د زدکړو فرصت هم راڅخه واخیستل شو... خورا بد احساس مې لاره... ډېره سخته تېره شوه، خورا سخته... زړه مې خوږېده... خپل ځان ته، د افغانستان ټولو نجونو ته، خو د افغانستان ټول ولس ته نه!"
ذکیه د هغې ورځې په اړه چې بهر ته د سفر لپاره یې د طالبانو د اجازې اخیستلو هڅه کوله، په اوږدو او بشپړو جملو کې خبرې نه شي کولی، ځکه ژړا ورځي او د ستوني غوټه یې ساه بندوي.
"هر هغه کس ته ورغلم چې ویل یې مسوولین دي. زارۍ او عذر مې ورته وکړ، خو هیچا زما غږ ونه ورېد. ویل یې "تاسې نجونې بهر ته د درس ویلو لپاره ځئ؟ ... هلته ګناه کوئ او موږ بیا ستاسې په ګناه کې شریکېږو. اجازه نه شته."
ما تر هغه له عذر او زاریو لاس وانهخیست تر هغه یې چې وګواښلم: "که غواړې ژوندۍ پاتې شې، نور د درس او بهر ته د تلو نوم وانهخلې."
ذکیه باور لري، که د زدکړو موکه نه وای ترې تروړل شوې، اوس به سوداګره وای: " ژوند به مې ۱۸۰ درجې بدل و... باوري یم ځکه ما خپل ټول پلانونه دقیق جوړ کړي وو، خو پرېنښودل شوم او ونه شول. ډېر زحمت مې اېستلی و خو ټول له خاورو سره خاورې شو. اوس د افغانستان په یوه لېرې پراته او ګوښي کلي کې ژوند کوم... نه، ژوند نه کوم، بلکې یوازې ژوندۍ یم! او هیڅ راتلونکی نه لرم. ... ډېره دردوونکې ده..."
هغه په ډېرو لوړو نومرو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو د پوهنځي تر پیل وړاندې ترې د لوړو زدکړو حق ترې واخیستل شو.
دې د طالبانو د راتګ په لومړي کال کې په پوهنتون کې د سختګیریو په اړه اورېدلي وو، خو د دې لپاره چې د درس فرصت ولري، حاضره وه له ټولو سره جوړ جاړی وکړي، ان د بورکې یا چادرۍ اغوښتلو ته هم تیاره وه.
دا وتوانېده چې له افغانستان څخه بهر د درس ویلو فرصت هم ترلاسه کړي، خو هغه یې هم له لاسه ورکړ، ځکه طالبان نجونو ته په تحصیلي بورسیو له هېواده بهر تګ لپاره اجازه نه ور کوي.
نوموړي د ډېرو نورو افغان ښځو په څېر ځان په بند کې ویني او د ازادۍ هیله لري.
ګلثوم کامیار په افغانستان کې د پوهنتون یوه بله پخوانۍ محصله ده چې یو کال یې د طالبانو د حکومت تر سیوري لاندې په پوهنتون کې درس ووایه.
هغه وايي: "په جمهوریت کې مې د کانکور ازموینه ورکړه او پایله یې د طالبانو په حکومت کې اعلان شوه. د مزار شریف د ښوونې او روزنې پوهنتون ته کامیابه شوم. غوښتل مې ښوونکې شم. په کابل کې مې ژوند کاوه. له یو ولایت څخه بل ولایت ته د ښځو د سفر په اړه د طالبانو له محدودیتونو سربېره ، له یوه محرم سره مزار ته لاړم."
ګلثوم زیاتوي، که پوهنتون نه وای تړل شوی اوس به فارغه شوې وه: "ژمی راورسېد. اوازه وه چې یو بل سمستر به هم په ژمي کې ووایو. ما په لیلیه کې د ژمي تېرولو لپاره چمتووالی ونیو.... اما هغسې ونه شول، ويې ویل چې رخصتي ده. زه بېرته کابل ته راغلم، ټول توکي مې په لیلیه کې پرېښودل، فکر مې کاوه چې خامخا بېرته ستنېږم، خو پوهنتونونه بند شول او نور هیڅکله د درس ټولګي او پوهنتون ته ستنه نه شوم."
دا وايي، یو کال د پوهنتونونو بیا پرانیستلو ته په تمه وم، خو هره ورځ د بدلون هیله تتېده او بالاخره یې د کډوالۍ پرېکړه وکړه. پاکستان ته او له هغه وروسته له هغو لږو بختورو نجونو وه چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره اروپا ته ورسېده:
"اوس په فرانسه کې یم. ژبه زده کوم. خوښېږي مې چې بیا پوهنتون ته لاړه شم ... په کډوالۍ کې ژوند اسانه نه دی! د هغه چا په څېر چې تازه زیږېدلی وي؛ باید هر څه له سره پیل کړو. زړه مې غواړي یوه ورځ بېرته افغانستان ته لاړه شم او خپلو خلکو ته خدمت وکړم."
له لوړو زدکړو د نجونو بېبرخې کول او ملي اقتصاد ته له ۹ میلیارد ډالرو زیات زیان
یونسکو په ۲۰۲۴ کال کې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، له ۱۰۰ زرو ډېرې افغان ښځې نه دي توانېدلي خپلې پوهنتوني زدکړې بیا پیل کړي.
په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو د لوړو زدکړو ځنډول کولی شي تر راتلونکو ۳۵ کلونو د کار له بازاره د نږدې ۶۰۰ زرو ښځو د وتلو لامل شي چې پایله کې به یې د کورنیو په عاید کې پام وړ کموالي راشي او د هېواد پر اقتصاد به منفي اغېز وکړي.
د اټکل له مخې، هره مسلکي ښځه چې لوړې زدکړې لري، لکه ښوونکې، نرسانې یا اداري کارکوونکې، نو د طالبانو د حکومت د محدودیت له امله په بالقوه توګه په کلني ډول له ۵۰۰ تر څه باندې ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو عاید له لاسه ورکوي.
راپور مخکې کاږي، په افغانستان کې د ښځو د لوړو زدکړو ځنډول؛ کېدای شي تر ۲۰۶۶ کاله د ۹ اعشاریه ۶ میلیاردو امریکايي ډالرو تاوان لامل شي.
دغومره پیسې د افغانستان د اوسني ناخالص کورني تولید (GDP) له درېېو د نږدې دویمې برخې معادلې دي.
دا تاوان یوازې په کابل ولایت کې ۳ اعشاریه ۴ میلیارد امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
نړیوالو بنسټونو اعلان کړی چې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو مخکې، په افغانستان کې د محصلینو نږدې درېیمه برخه ښځو جوړوله.
د جمهوریت مهال په وروستي کانکور کې نږدې ۱۸۰ زره کسانو ګډون کړی و چې پایلې یې واک ته د طالبانو له رسېدو لس ورځې وروسته اعلان شوې.
نجونو د طالبانو د حکومت په لومړي کانکور کې هم د تحصیلي څانګو له محدودیت سره ګډون وکړ، خو هیڅکله پوهنتون ته د تلو اجازه ورنه کړل شوه.
په دغه کانکور کې د دوولسم ټولګي تازه فارغې نجونې وې، ځکه ښوونځي بند وو. نجونې د لومړیو لسو غوره کسانو په ډله کې هم نه وې.
د نجونو له شتون پرته په څلورم کانکور کې چې سږکال د طالبانو په حکومت کې واخیستل شو، نږدې ۱۱۷ زره نارینهوو ګډون کړی و. دا شمېر د جمهوریت د دورې د وروستي کانکور پرتله نږدې ۳۵ سلنه کموالی ښيي.