فوټبال نړیوال جام: کاناډا قطر ته په شپږو ګولونو ماتې ورکړه

د قطر مشهور ستوری اکرم عفیف په دې لوبه کې د ځلېدو فرصت ترلاسه نه کړ.

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

د عکس تشریح، د قطر مشهور ستوری اکرم عفیف په دې لوبه کې د ځلېدو فرصت ترلاسه نه کړ.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د کاناډا د فوټبال ملي لوبډلې په ونکوور ښار کې په یوه هیجاني لوبه کې قطر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

قطر لوبډله د لوبې له پیله حیرانه او بې ثباته ښکارېده، تر ۱۶مې دقیقې وروسته پرې لومړی ګول وشو، بیا په ۲۹مه دقیقه کې دوهم ګول هم پرې وشو او په ۳۶مه دقیقه کې د همام الامین سور کارت ترلاسه کولو سره د قطر لوبډلې هېڅ داسې فرصت و نه موند چې د کاناډا لوبډلې پر وړاندې، چې زرګونه مینه والو هڅول، په لوبه کې وځلېږي.

جوناتن ډیویډ د کاناډا لپاره درېیم ګول هم وکړ او په لومړۍ نیمایي کې یې خپله لوبډله د صفر مقابل کې په دریو ګولونو مخکې کړه.

د دویمې نیمایي په لومړیو کې قطر لوبډله یو ځل بیا داسې حال کې له ناخوښه وضعیت سره مخامخ شوه، چې عاصم مادیبو هم سور کارت واخیست او لوبډله یې ۹ کسیزه پاتې شوه.

لږ وروسته کاناډا د ازادې ضربې له لارې څلورم ګول هم وواهه.

پنځم ګول بیا د قطر د لوبغاړي محمد منیعي لخوا په خپل ګول کې و، او دلته هم خبره پای ته و نه رسېده، بلکې بیا جوناتن ډیویډ خپل درېیم ګول وواهه او هټریک یې بشپړ کړ، چې د کاناډا لپاره شپږم ګول شو.

دا بریا د کاناډا لپاره چې تر لوبو مخکې د درجه بندۍ او تخنیکي پلوه د امریکا او مکسیکو پرتله کمزوری کوربه بلل کېده، د اسیا د اتل پر وړاندې دا بریا یوه پیاوړې لاسته راوړنه ده او کولی شي د راتلونکو سیالیو او دویم پړاو لپاره د لوبډلې باور نور هم لوړ کړي.

له دې لوبې څو ساعته مخکې، سویټرزلنډ بوسنیا ته ۴-۱ ماتې ورکړې وه او د کاناډا تر پنځم ګول مخکې یې د بي ګروپ لومړی ځای ساتلی و.

خو اوس کاناډا د قطر پر وړاندې له یو اړخیزې بریا وروسته له څلورو امتیازونو سره د خپل ګروپ سر ته رسېدلې او نژدې یې بل پړاو ته لار موندل یقیني کړې ده.