کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"

کابل کې برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه.

د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده.

دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.

پاکستان هغه مهال ادعا کړې وه چې دا مرکز د وسلو او مهماتو زېرمتون و.

خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د مارچ د پنځلسمې او شپاړسمې شپې تر منځ په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه نړیوال سازمان په خبره د برید پر مهال په دې مرکز کې له زرو ډېر ناروغان وو.

برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د بخښنې نړیوال سازمان تر ۶۰ زیات عکسونه او ویډیوګانې ارزولي او کره کړې دي چې ډېری یې پر «امېد» مرکز له برید سملاسي وروسته ثبت شوي وو.

په دې ارزونه کې هغه ویډیوګانې هم دي چې د پاکستان پوځ د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره خپرې کړې وې؛ هغه ادعا چې ګواکې "دغه مرکز د وسلو او مهماتو د ساتلو لپاره کارېده."

سازمان د سیمې له دېرش ډېر د سپوږمکۍ انځورونه هم کتلي او هغه تایید شوي ویډیوګانې یې تحلیل کړي او دغه راز یې د امید مرکز او ابن سینا روغتون له اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو سره مرکې هم کړې دي.

ابن‌ سینا روغتون د یاد مرکز ترڅنګ موقعیت لري.

همداراز له هغو کسانو سره هم مرکې شوې دي چې له برید وروسته سملاسي سیمې ته ورغلي وو، او د قربانیانو د کورنیو غړو سره هم خبرې شوې دي.

ځینو مرکه شویو بریدونه په خپلو سترګو لیدلي وو او یو شمېر نورو د ټپیانو او قربانیانو د لېږد او ایستلو په بهیر کې برخه اخیستې وه.

په راپور کې راغلي چې له برید څو اوونۍ وروسته، بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیوله او د هدف ټاکلو د احتمالي تېروتنو په اړه یې د حکومت د پلټنو د اقداماتو وضاحت وغوښت.

دغه سازمان همداراز غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د خپلې هغې ادعا د ثبوت لپاره اسناد وړاندې کړي چې ګواکې د برید هدف د وسلو او مهماتو زېرمتون و.

خو بخښنې نړیوال سازمان وايي، د راپور تر خپرېدو پورې یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

کابل کې د پاکستان برید

د عکس سرچینه، Getty Images

دې سازمان دا هم ویلي چې په ثبت شویو انځورونو کې د هغو چاودنو هېڅ نښه نه ښکاري چې د پاکستان له برید وروسته یې د مهماتو د زېرمتون شتون ثابتولی شوای.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمه‌ییزې مشرې ایزابیل لاسي ویلي، د څېړنو پایلې یې په کلکه ښيي چې دا ځای د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې مشروع پوځي هدف نه و.

هغه شواهد چې پاکستان تر اوسه خپاره کړي، دا پایله نه ردوي چې دغه برید ناقانونه و او ملکي وګړو او ملکي شتمنیو ته یې زیان رسولی.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د دوی څېړنې ښيي چې «امېد» مرکز له کلونو راهیسې د روږدو کسانو د درملنې د یوه مرکز په توګه فعالیت کاوه او د دې مرکز اړوند معلومات، راپورونه او رسنیز مستندونه ټولو کتلی شوی.

دا سازمان وايي، ان د مرکز پر دروازه لګېدلو لویو لوحو هم په څرګنده ښودله چې دا ځای د روږدو کسانو د درملنې مرکز دی.

بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دې هدف د ټاکلو څرنګوالی وڅېړي او د دې برید احتمالي مسؤل کسان حساب ورکولو ته راوبولي.

د بشري حقونو څار سازمان: کابل کې د درملنې پر مرکز د پاکستان برید احتمالي جنګي جرم دی

د پاکستان بمباریو کې د وژل شویو نورو لسګونو کسانو جنازه د پنجشنبې پر ورځ ارګ ته نږدې عیدګاه جومات کې وشوه

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، د پاکستان بمباریو کې د وژل شویو لسګونو کسانو جنازه د پنجشنبې پر ورځ ارګ ته نږدې عیدګاه جومات کې وشوه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ' د مارچ په ۱۶مه کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز د پاکستان هوایي برید ناقانونه او ممکنه جنګي جرم بللی دی.'

یاد سازمان پر پاکستان غږ کړی چې 'د دغې پېښې بې پرې او شفافه پلټنه وکړي او پکې ټولو ښکیلو کسانو ته جزا ورکړي.'

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مشرې پټریکیا ویلي " پاکستاني چارواکي باید بې پرې پلټنې وکړي او هغه کسان د عدالت منګولو ته وسپاري چې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز او له ولسي وګړو ډک پر دغې ځای برید کې ښکیل دي.'

د بشري حقونو د څار ادارې په دغې رپوت کې د پېښې د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړي او د خلکو په حواله يې ویلي دي " پر روغتون د برید پر مهال هلته سلګونه ناروغان د روژې ماتولو لپاره خوړنځای کې راټول وو."

د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان پوځ کابل کې د امېد په نوم د روږدو کسانو د درملنې په دې روغتون بمبار وکړ چې نړیوالو ادارو او طالبانو حکومت چارواکو ددې بمبار له امله د مرګژوبلې شمېره له ۴۰۰ لوړه بللې ده.

افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له دغې پېښې یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې ' د درملنې پر دغې روغتون د پاکستان پوځي رژيم د برید له کبله د "شهیدانو شمېر ۴۰۰" ته رسیدلی. او ۲۵۰ کسان ژوبل دي' .

د طالبانو حکومت وايي د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز ویجاړ شوی او د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Haroon Sabawoon/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت وايي د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز ویجاړ شوی او د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

له اختره څو ورځې مخکې دغې خونړۍ پېښې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.

د پاکستان حکومت بیا دا د طالبانو په یوه مرکز چې د دوی په ټکو وسله او د دوی خلاف کاریدونکي ډرون پکې وو یو برید بللی او د ولسي وګړو مرګژوبله یې له یوې مخې رد کړې ده.

د اميد ۲۰۰۰ بستريز د درملنې او ملاتړ مرکز د کابل-جلال اباد پر لويه لار د کابل په ختیځ کې پروت دی.

پخوا دا ځای د "فينېکس کمپ" په نامه يادېده او امریکایي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال د روزنيز مرکز په توګه ترې کار اخيسته. له دې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د نیواک پرمهال دا مرکز د "افسوتر" په نامه یادېده او د یو لوژستيکي او ټرانسپورټي مرکز په توګه کارول کېده.

د وژل شویو کسانو دویمه ډله ییزه جنازه

ډله ییز قبر کې د پاکستان بریدونو له کبله وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کېږي

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، د پاکستان بمبارۍ له کبله وژل شوي شاوخوا ۵۰ کسان د پنجشنبې پر ورځ په یوه بل ډله ییز قبر کې خاورو ته وسپارل شول

دې برید کې د وژل شویو کسانو له ډلې ډېر له پېژندګلوی وتلي دي.

کابل کې د لسګونو مړو شوو ډله ییزې جنازې هم شوي او ځینې یې په دوه جلا ډله ییزو قبرونو کې خاورې ته سپارل شوي دي. وروستۍ ډله ایزه جنازه د ( پنجشنبې پر ورځ د مارچ ۲۶مه) کابل کې وشوه او سرای شمالي سیمه کې د نورو قربانیانو ډ‌له ییز قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شول.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه مرستیال عبدالرحمان منیر په دغو مراسمو کې یو ځل بیا په نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې ' د دغې پېښې په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.'

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دوو جلا ډله ییزو قبرونو تر څنګ له ۱۰۰ ډېر مړي چې د پېژندګلوی وړ و خپلو کورنیو ته سپارل شوي. دغه وزارت وايي ځیني کسان اوس هم ورک دي .