د پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي د عمران خان خويندې نيول شوې دي

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ای) ادعا کړې چې د پنجاب پوليسو د یکشنبې پر ورخ د دغه ګوند د بنسټګر عمران خان د خور علیمه خان له نيولو وروسته د هغې د دوو نورو خویندو او ځینو خپلوانو پر کورونو هم چاپې وهلې او نيولي یې دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مشر سوکت بسرا پر اېکس لیکلي، "د پنجاب پوليسو د عمران خان دوې خويندې له ماشومانو سره نيولې دي. د علیمه خان دواړه زامن او د هغې ۲۰ کلنه خورځه سيکنه هم نيول شوي دي".
نوموړي ويلي، "نيول شوي کسان په زغره وال ګاډي کې يوه نامعلوم ځای ته لېږدول کېږي".
د علیمه خان د نيول کېدو پخلی د خپلواکو سرچينو له خوا شوی دی.
د لاهور ځايي چارواکو د عامه نظم د قانون له مخې تر ۳۰ ورځو د هغې د توقیف امر کړی او وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې هغه د کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوې ده.
د تحریک انصاف ګوند مشرانو او د کورنۍ د غړو له خوا دا ادعا هم شوې چې د علیمې خان له نيول کېدو وروسته پوليسو د عمران خان د نورو خويندنو ډاکتر عظمی خان او نورین خانم پر کورونو چاپې وهلې او د هغوی ځینې خپلوان یې له ځان سره بېولي دي.
بل پلو د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي هم په يوه ويډيويي پيغام کې ادعا کړې چې د عمران خان خويندې، د هغوی ماشومان او نور خپلوان نيول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.
نوموړي دا کار "تښتونه" بللې او د پنجاب پر حکومت او پولیسو یې سختې نيوکې کړې دي.
بل پلو د پنجاب او خيبرپښتونخوا تر منځ پر اټک پله کانټنرونه ځای پر ځای شوي چې موخه یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاريون مخنیوی بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د اسلام اباد پر لور د اعتراضي لاريون اعلان کړی دی.

















