د لمر سطحې دقیق انځورونه د هغه د تاوېدو رازونه بربنډوي

د ویډیو تشریح، ویډیو: د نړۍ د تر ټولو ځواکمن لمریز تلسکوپ په وسیله د لمر د سطحې نژدې انځورونه
    • Author, وېکټوریا ګېل
    • دنده, د ساینسي چارو خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

پوهانو د نړۍ له تر ټولو پیاوړي لمریز تلسکوپه په کار اخیستو د لمر د سطحې داسې انځورونه اخیستي چې تر دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.

دغه انځورونه او ویډیويي ثبتونه د لمر پر سطحه د فعالیتونو داسې "تاو راتاو" ښيي چې تر دې وړاندې یې لیدل ممکن نه وو.

دا تاو راتاو د ګرمو ګازونو د حرکت له امله رامنځته کېږي. دغه ګازونه د لمر مقناطیسي میدان خوځوي او تاووي یې.

دغه دوامدار دوران د لمر له خوا د انرژۍ د لویو څپو د خپرېدو یو مهم لامل بلل کېږي. دا چاره هغه څه رامنځته کوي چې د "فضايي هوا" په نوم یادېږي. فضايي هوا پر ځمکه د برېښنا شبکې او سپوږمکۍ ګډوډولی شي او ان فضانوردانو ته د زیان رسېدو لامل کېدای شي.

د امریکا د ملي لمریز څارځای ډاکټر ډیویډ بوبولټز وویل: "لمر د دې انرژۍ او د فضايي هوا د ټولو پدیدو سرچینه ده."

هغه زیاته کړه چې زموږ د لمریز نظام د ستوري، یعنې لمر، د لا ډېرو دقیقو انځورونو اخیستل به له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې فضايي هوا ښه درک او مدیریت کړي.

دا د لمر د سطحې، چې فوتوسفیر بلل کېږي، تر اوسه اخیستل شوي تر ټولو دقیق انځورونه دي.

د عکس سرچینه، NSF/NSO/AURA/MPS

د عکس تشریح، دا د لمر د سطحې، چې فوتوسفیر بلل کېږي، تر اوسه اخیستل شوي تر ټولو دقیق انځورونه دي.

نوموړي وویل: "د دې لپاره چې فضايي هوا درک کړو او په پای کې یې وړاندوینه وکړای شو، غواړو د لمر فزیک تر ټولو کوچنیو او دقیقو کچو پورې درک کړو."

دا پایلې، چې په علمي مجله "نېچر" کې خپرې شوې دي، د انوي لمریز تلسکوپ په مرسته ترلاسه شوې دي. دغه تلسکوپ د هاوايي په یوه لوړه څوکه کې جوړ شوی، چې اسمان یې صاف او له دوړو پاک دی.

د لمر د سطحې د انځورونو په لویولو سره، څېړونکي وتوانېدل چې د لمر د خوځېدونکو کږلېچونو ډېرې دقیقې صحنې ثبت کړي.

د امریکا د ملي لمریز څارځای ستورپوه ډاکټر ډیویډ کوریډزه بي‌بي‌سي ته وویل: "دغه تاوېېدونکي حرکتونه مقناطیسي انرژي تولیدوي چې راټولېدای شي او په پایله کې د پراخو چاودنو لامل شي."

سخته فضايي هوا

ساینسپوهان وايي، دوی توانېدلي هغه محرکه قوه وویني چې د لمریز پلازما او مقناطیسي میدانونو د ناڅاپي خپرېدو تر شا ده؛ هغه مواد او مقناطیسي میدانونه چې لمر یې فضا ته خپروي.

د عکس سرچینه، NASA/SDO

د عکس تشریح، ساینسپوهان وايي، دوی توانېدلي هغه محرکه قوه وویني چې د لمریز پلازما او مقناطیسي میدانونو د ناڅاپي خپرېدو تر شا ده؛ هغه مواد او مقناطیسي میدانونه چې لمر یې فضا ته خپروي.

ساینسپوهان پر لمر لیدل شوې دغې پدیدې ته "د کلوین-هلمهولتز بې‌ثباتي" نوم ورکوي.

دا پدیده هغه مهال رامنځته کېږي چې د سیالونو یا ګازونو بېلابېلې طبقې د یو بل تر څنګ په حرکت کې وي. په دې باره کې خبره د لمر د ډېرې تودې ګازونو ده. دغه حرکتونه کوچنۍ ګډوډۍ ورو ورو غټې کوي او په پای کې یې په مارپیچي تاو راتاوونو بدلوي.

په سمندرونو کې هم همدا پدیده د دې په تشریح کې مرسته کوي چې څنګه واړه څپې په تدریجي ډول په سترو او زورورو څپو بدلېدای شي.

د ملي لمریز څارځای ډاکټر فریدریش فوګر وايي، د لمر پر سطحه د دې پدیدې مشاهده له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې درک کړي د فضايي هوا پدیدې څه شی رامنځته کوي؛ همدارنګه ښايي دا روښانه کړي چې ولې د لمر سطحه دومره ګرمه ده.

دغه کږلېچونه د لمر له سطحې د هغه لوړو طبقو ته د انرژۍ په لېږد کې مرسته کوي. کله چې په کافي اندازه انرژي راټوله شي، کېدای شي ناڅاپه د لمریزې لمبې یا د تاجي جرم‌غورځونې په بڼه خوشې شي.

د امریکا د فضايي ادارې ناسا له لوري اخیستل شوی د لمر انځور.

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، د امریکا د فضايي ادارې ناسا له لوري اخیستل شوی د لمر انځور.

بوبولټز اشاره وکړه چې د دغو نوو موندنو اهمیت یوازې په دې پورې محدود نه دی چې له موږ سره د فضايي هوا په درک کولو او د هغې له اغېزو څخه د ځان ساتنې په برخه کې مرسته کوي، بلکې موږ ته دا هم راپه یادوي چې لمر یو "بې‌ساری لابراتوار" دی.

هغه وویل: "لمر موږ ته تر ټولو نژدې ستوری دی او کولی شي له موږ سره د فزیک د ځینو خورا بنسټیزو قوانینو په درک کولو کې مرسته وکړي. د انشټاین د عمومي نسبیت د نظریې لومړنی تجربوي ثبوت هم د لمر د کسوف د مشاهدې له لارې ترلاسه شو."

هغه زیاته کړه: "له همدې امله، موږ داسې تجربو ته اړتیا لرو، که څه هم موخه یې یوازې د انسان د پوهې پراخول وي. "

د امریکا د علومو ملي بنسټ اړوند د اېنوي لمریز تلسکوپ د ورېځو له پاسه پر یوه لوړه څوکه کې موقعیت لري.

د عکس سرچینه، NSF National Solar Observatory

د عکس تشریح، د امریکا د علومو ملي بنسټ اړوند د اېنوي لمریز تلسکوپ د ورېځو له پاسه پر یوه لوړه څوکه کې موقعیت لري.