کرېکټ: د افغانستان د بري ارمان بیا نیمګړی پاتې شو، هند درېیمه او وروستۍ لوبه هم اسانه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي،لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
هند په درېیمه او وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې ته اسانه ماته ورکړه او له دې سره یې په خپل کوربتوب یواځینۍ ټېسټ او درې واړه یو ورځنۍ لوبې وګټلې.
د شنبې ورځې وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې له خورا کمزوري پیل وروسته هند ته د ۲۱۹ منډو کم هدف ټاکلی و چې هندۍ لوبډلې یوازې د یوه لوبغاړي په زیان په ۲۹م اوور کې پوره کړ او افغانستان ته یې د نهو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
د دغې هدف پوره کولو لپاره هند بریدګره لوبه پیل کړه، د هندۍ لوبډلې د پیل توپ وهونکي جېسوال ۱۱۰ منډې وکړې او ناسوځیدلی پاتې شو، روهېت شرما له ۷۹ منډو جوړولو وروسته د محمد نبي پر بال کېچ اوټ شو.
له دې پرلپسې بریو سره د افغان لوبډلې هغه ارمان بیا نیمګړی پاتې شو چې په کومه نړیواله لوبه کې هندۍ لوبډله ماته کړي.
افغانستان او هند تر دې دمه اووه یو ورځنۍ لوبې کړي چې شپږ هند ګټلې او یوه بې پایلې پای ته رسېدلې. دواړه ټېسټ لوبې چې د هند په کوربتوب شوې هم په اسانه کوربنو ګټلې دي.
دواړه لوبډلې په نهو شل اوریزه سیالیو کې هم سره مخ شوې چې افغان لوبډلې په ټولو کې ماته خوړلې ده، په شل اوریزو سیالیو کې د افغان او هند هغه لوبه چې له دوه ځلې مساوي کېدو وروسته هند وګټله د دغو دوه لوبډلو تر منځ تر ټولو زړه راښکونکې لوبه بلل کېږي په نورو ټولو کې هند برلاسی و.
په یو ورځنیو سیالیو کې د حشمت الله شهیدي لومړنۍ سلیزه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند خلاف د افغانستان ټولې منډې که څه هم لږ وې خو په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ورځنیو لوبو تر ټولو یوه غوره پاڼۍ ولوبوله.
نوموړي چې په ۲۰۱۳م کال کې یې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کړې وه نږدې ۱۳ کاله وروسته په یو ورځنیو لوبو کې یې لومړنۍ سلیزه جوړه کړه. له دې مخکې د شهیدي تر ټولو ډېرې منډې ۹۷ وې چې د پاکستان خلاف یې کړې وې.
د ده د تاریخي سلیزې وروسته شهیدي په ۱۰۲ منډو کېچ اوټ شو چې ورسره د افغانستان پاڼۍ هم پای ته ورسېده.
حشمت الله شهیدي چې د هند خلاف تېرو نورو لوبو کې په ډېرو کمو منډو سوځیدلی و، وروستۍ لوبه کې د ۱۳ څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ سلیزه جوړه کړه.
دی د افغان کرېکټ په تاریخ کې دویم لوبډلمشر شو چې خپلې منډې تر سلو رسوي. له دې مخکې اصغر افغان په ۲۰۱۷م کال کې د ایرلنډ خلاف یوه ورځنۍ لوبه کې ۱۰۱ منډې جوړې کړې وې.
د حشمت الله شهیدي او عظمت الله عمرزي اوږدې ملګرتیا او د هغه پنځوسو منډو د افغانستان هدف له ۲۰۰ لوړ کړ. په نورو لوبغاړو کې لوړې منډې د محمد نبي ۲۱ او د ابراهیم ځدراڼ ۱۱ منډې وې. نور ټول افغان لوبغاړي له لسو په کمو منډو اوټ شول.
افغانستان د هند خلاف له خورا کمزوري پیل وروسته په سختۍ ۲۱۸ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول، دا هدف د هندۍ لوبډلې خلاف له پیله ننګونی نه بلل کېده او هسې چې یې ډېرو اټکل کاوه هند په اسانه پوره کړ.
د حشمت الله شهیدي تر څنګ د هند پراسېد کرېشنا هم نن تاریخي لوبه وکړه، هغه په یو ورځنیو سیالیو کې د خپل لوبیز ژوند په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې وېکټې هم نن واخېستې.
کرېشنا د افغانستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل او یوازې ۲۳ منډې پرې وشوې. هغه دوه داسې اورونه وکړل چې افغان لوبغاړو پرې هیڅ منډه جوړه نه شوی کړی.
د ټاس له ګټلو وروسته افغانستان د هند خلاف کمزورې توپوهنه پیل کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او هند تر منځ درېیمه نړیواله یوورځنۍ لوبه د هند په کوربتوب په چنای لوبغالي کې روانه ده. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او نن یې د دویمې لوبې خلاف لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
نوموړي وویل په هند پسې رسېدل فشار لري نو ځکه په وروستۍ لوبه کې غواړي چې لومړۍ توپوهنه وکړي او سیالې لوبډلې ته یو ښه هدف وټاکي. هغه هیله چې په لوبغالي کې د افغان لوبغاړو زر زر اوټېدو پیکه کړې ده.
د توپوهنې له پیل سره د افغانستان د سر او نامتو لوبغاړي له کومې اوږدې ملګرتیا او ډېرو منډو جوړولو مخکې وسوځیدل.
افغان لوبډله وروستۍ لوبې ته له دریو بدلونونو سره ښکته شوې د تېرو لوبو چټک بالر سلیم صافی له لوبډلې کېنول شوی او پر ځای یې فرید احمد ملک غوره شوی.
د فرید ملک تر څنګ محمد نبي، عظمت الله عمرزی، او ضیاءالرحمن هم نن لوبېږي خو صدیق اتل، ننګیال خروټی، سلیم صافی او بلال سمیع کېنول شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند کرېشنا د سر څلور افغاني لوبغاړي زر اوټ کړل
هندي لوبغاړي او چټک تېز بالر پراسېد کرېشنا تر دې دمه د خپل لوبیز ژوند تر ټولو ښه بال نن وکړ او په داسې حال کې چې یوازې شپږ منډې پرې شوې وې د افغانستان څلور لوبغاړي یې اوټ کړل. نوموړي له دې مخکې غوره بال د وېسټ انډیز خلاف کړی و، په ۲۰۲۲م کال کې یې د ۱۲ منډو بدل کې څلور وېسټ انډیزي لوبغاړي اوټ کړي وو.
کرېشنا د افغانستان رحمان الله ګوربز او رحمت شاه په ۵-۵ منډو ابراهیم ځدران په ۱۱ منډو او دروېش رسولي په یوه منډه کېچ اوټ کړل.
په داسې حال کې چې د افغانستان مجموعي منډې ۳۶ ته رسېدې د افغانستان د سر او تکړه توپ وهونکو داسې او یو ډول اوټېدل د لوبډلې د کمزورې پیل لاامل شوې که څه هم دا مهال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او عظمت عمرزي ښه ملګرتیا پیل کړې او د افغانستان منډې یې په ۱۵ اورونو کې تر ۷۰ رسولي.
د دریو یو ورځنیو سیالیو جام وار له مخه هند ګټلی. هندۍ لوبډلې د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې د باران له امله ۲۵ اورونو ته ښکته شوې وه په اووه وېکټو ګټلې وه، دویمه لوبه کې یې د ۱۷۰ منډو په سترو منډو افغانستان ته ماته ورکړې وه.
له دې مخکې یې یوازینۍ ټېسټ لوبه هم له افغانستان څخه په یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو ګټلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images



















