د هرمز تنګي پرانيستلو لپاره ایران له ټرمپ د کومو شپږو شرطونه غوښتنه کوي؟

یو ګرافیک چې د یوې کښتۍ انځور ښیي چې شاته یې د ایران او امریکا بیرغونه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

ایران او عمان دواړو ويلي چې د هرمز تنګي ستراتيژيکې لارې د مديريت د تازه ترتیباتو په اړه خبرې اترې "مثبتې" وې او اوس وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

له دې وروستيو پرمختګونو سره د سمندري بار وړونکو بېړيو د تګ راتګ د بيا پیلېدو هيلې زياتې شوې دي.

په وروستيو ورځو کې خبرې اترې پر داسې یوې نوې احتمالي لارې راټولې وې چې ایران او عمان به په ګډه د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د مديريت مسووليت پر غاړه واخلي.

خو د هيله مندۍ له زياتېدو سره هممهاله ایران په عامه توګه یو لړ غوښتنې هم مطرح کړې دي چې د دې هېواد په وینا، امریکا یې بايد د دې مهمې لارې له بيا پرانيستل کېدو وړاندې پوره کړي.

په دې کې د جون مياشتې تېر تفاهم لیک سربېره ځينې نوې غوښتنې هم وړاندې شوې دي.

خو دا شرطونه څه دي؟ او ایا امریکا کولی شي دا شرايط پوره کړي؟

د هرمز تنګي له فضا اخيستل شوی عکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران دولتي راډيو ټلويزيون له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د ایران ملي امنيت شورا پخواني منشي او د مذهبي مشر اوسني سلاکار محمد باقر ذوالقدر خبرداری ورکړی چې امریکا بايد خپل چلند "اصلاح" کړي او غوښتنې پوره کړي. دوی د "چلند اصلاح ټکي" په لاندې ډول راوړي دي:

۱: هېڅکله ایران مه ګواښئ او د ملت مقدساتو ته یې سپکاوی مه کوئ.

ایران وايي امریکا بايد د دغه هېواد له ګواښلو لاس واخلي او ډاډ ورکړي چې دا ډول ګواښونه به بيا نه تکرارېږي.

دا تر ډېره يوه سياسي او امنيتي غوښتنه ده.

که څه هم اوربند له دواړو لوريو د زغم او له تاوتریخوالي د ډډې کولو غوښتنه کوي خو د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې په عامه توګه د ضمانتونو غوښتنه تر هغه څه پراخ يو ستراتيژيک شرط ښکاري چې مخکې د لنډمهال تفاهم لیک په شرايطو کې شامل و.

۲: د ایران او د هغه د متحدينو پر وړاندې په لبنان، فلسطين، يمن او عراق کې جګړه او تېری د تل لپاره پایته ورسوئ.

ایران ټينګار کوي چې پوځي کړنې نه یوازې باید د ایران پر وړاندې بلکې په لبنان، فلسطين، يمن او عراق کې د دغه هېواد د متحدينو پر وړاندې هم ودرول شي.

د جون په تفاهم ليک کې "د لبنان په ګډون د ټولو جبهو" يادونه شوې وه خو اوس نور هېوادونه هم مشخص شوي او د سيمې د امنيت لپاره د لا پراخو ضمانتونو غوښتنه شوې ده.

۳: سمندري کلابندي پايته ورسوئ او خپل ځواکونه (سمندري او هوايي) د ایران له شاوخوا وباسئ.

په جون مياشت کې د ایران او امریکا تفاهم لیک له مخې ټاکل شوې وه چې امریکا بايد خپله کلابندي په ۳۰ ورځو کې پايته ورسوي خو دا موضوع په مستقيم ډول د هرمز تنګي له بيا پرانيستل کېدو سره نه وه تړل شوې.

۴: په دوو تېري کوونکو جګړو کې ایران ته د اوښتو زيانونو بشپړ تاوان ورکول.

په دې کې د ۲۰۲۵ کال ۱۲ ورځنۍ جګړې او همدارنګه دې وروستۍ جګړې ته اشاره شوې.

تمه کېده چې د تاوان ورکولو مېکانيزمونه به د جون له تفاهم لیک وروسته د وروستۍ هوکړې د يوې برخې په توګه وڅېړل شي.

خو اوس تهران په عامه توګه د تاوان ورکولو موضوع په مخامخ ډول د هرمز تنګي له بيا پرانيستل کېدو سره تړي.

۵: د ایران پر ملت لګېدلي "ظالمانه او ناقانونه" بنديزونه لرې کړئ.

له بنديزونو څخه د خونديتوب لپاره د مهالوېش تمه له وړاندې کېده چې د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو په موخه د خبرو اترو یوه برخه به وي. له همدې کبله ایران دلته په بشپړه توګه نوې موضوع نه ده مطرح کړې. خو نوی ټکی دا دی چې ایران ټینګار کوي چې د بنديزونو لرې کول باید په څرګند ډول د تنګي له بيا پرانیستل کېدو سره تړاو ولري.

۶: د ایراني وګړو د کنګل شويو او غلا شويو شتمنيو له قيد او شرط پرته خوشي کول.

بيا هم دا غوښتنه نوې نه ده.

د کنګل شويو شتمنيو خوشي کولو موضوع تر دې وړاندې هم مطرح شوې ده.

يوه کښتۍ په اوبو کې تېرېږي

د عکس سرچینه، Elke Scholiers/Getty Images

د بي بي سي د منځني ختيځ شننونکی سبسټين اوشر وايي، دا ښيي چې د ایران دريځ لا سخت شوی، "دا هغه شرطونه دي چې د تفاهم ليک د یوې برخې په توګه له وړاندې شته وو... خو د دې موضوع وخت او د عملي کېدو څرنګوالی اوس ډېر بدل ښکاري." دی وايي تهران ښايي داسې احساس وکړي چې اوس یې دريځ پياوړی دی، ځکه د هرمز تنګی "لا هم تړلی دی".

خو د بي بي سي له نړيوالې څانګې سره په خبرو کې د کوينسي انسټېټيوټ اجرائیوي مشر تريتا پارسي وويل چې د ده په اند ایراني چارواکي خپله هم پوهېږي چې دا دريځونه تر اندازې زيات سخت ښودل شوي او ښايي له خپلو دغو غوښتنو شاته شي.

دی وايي، "هغه څه چې په عامه توګه وړاندې شوي، لازمه نه ده چې د خبرو پر مېز هم په همغه ډول منعکس شي".

د امریکا جنګي الوتکه په هوا کې پرواز کوي

د عکس سرچینه، US Central Command / X

پارسي دا شونتيا هم وړاندې کوي چې کېدی شي دا د خبرو اترو يوه تګلاره وي، "...کېدی شي داسې وي چې هغوی يوازې هڅه کوي دا بهير اوږد کړي". هغه وايي، د رژيم د ډېرو سختدريځو عناصرو تر منځ دا باور شته چې ایران د جون په مياشت کې له تفاهم ليک سره ډېره ژر هوکړه وکړه.

وروسته دې هوکړې يوازې څو ورځې دوام وکړ او له منځه ولاړه. له لاسليک څو ورځې وروسته د دواړو لوريو له خوا يو پر بل بریدونه پیل شول.

پارسي وايي، په ایران کې ځينې کسان استدلال کوي چې که د خبرو اترو بهير یې لا ډېر اوږد کړی وی، د تېلو بيې به نورې هم لوړې شوې وې او د نړۍ پر اقتصاد به یې لا ډېر فشار راوستی و، ښايي ولسمشر ټرمپ د ایران پر موخو د بريدونو امر کولو ته دومره ژر نه وی چمتو شوی. داسې ښکاري چې ایران نه غواړي دا "تېروتنه" بيا تکرار کړي.

سره له دې هغه لا هم داسې انګېري چې د هرمز تنګي په اړه هوکړه ښايي څو ورځو کې وشي.

هغه کسان چې په بېړيو کې منتظر دي او یا د تېلو بيې څاري، داسې هیله به ولري چې د هغه اټکل دې سم ثابت شي.