پخوا به حاجیان د نړۍ له هر ګوټه له کومو تاریخي لارو حج ته تلل؟

حج په ۱۹۶۷ کال کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۶۷ کال کې د حاجیانو خېمې
    • Author, أميمة الشاذلي
    • دنده, بي بي سي عربي - قاهره
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۵ دقیقې

تصور وکړئ چې د حاجیانو یو کاروان له چین راووځي، د ترکانو له سیمو او د امو سيند هاخوا سیمې (منځنۍ آسیا) تېر شي، فارس ته ښکته شي او عراق ته ورسېږي او له هغه ځایه د عربو ټاپووزمې زړه یا د حجاز ساحل ته ولاړ شي، منزل یې د رسول الله ښار او بیا مکه مکرمه وي.

هغه سفر چې د قاهرې پوهنتون د جغرافیې استاد ډاکټر عاطف معتمد تصور کړی و، یوازې یو خیالي اټکل نه و، بلکې یو تاریخي حقیقت و چې شاوخوا زر کاله وړاندې ځینو حاجیانو تجربه کړی و. مسافرو به په دې سفر کې میاشتې تېرولې، کله کله به یې یو کال هم وخت نیوه او ان داسې هم کېدل چې حاجي به تر څو کلونو وروسته خپلو لرې وطنونو ته ستنېده، لکه څنګه چې د اسپانیا سیلاني ابن جبیر او همدارنګه ابن بطوطه داسې وکړل.

په هغه وخت کې حج یوازې یوه ديني فریضه نه وه چې انسان به یې په لاره کې سختۍ او کړاوونه ګالل؛ بلکې دا د خبرونو، علومو، ژبو او تجربو د تبادلې ستر فرصت و، په هغو زمانو کې چې د نننیو رسنیو وسایل نه وو. حج همدارنګه د هغو لارو د معمارۍ د ودې سبب شو او د سوداګرۍ لپاره یې هم ستر فرصت برابر کړی و.

ډاکټر معتمد بي بي سي عربي ته وایي چې حج "له عصریتابه پېر وړاندې پېړیو کې د تمدني نړیوالتوب مفهوم رامنځته کړ، ډېر پخوا تر دې چې د نړیوالتوب نوې اصطلاح رامنځ ته شي." هغه زیاتوي: "د حج نړیوالتوب رغوونکی او متقابل و، نه انحصاري او نه استعماري؛ بلکې د کلتور، پوهاوي او فهم بېلابېل رنګونه یې یو بل ته نږدې کړل."

تمدني ځانګړتیاوې

مالیزیا کې حاجیان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لارې یوازې هغه مسیرونه نه وو چې حاجیان به پرې "له هر لیرې منزل نه" مقدسو ځایونو ته تلل، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي؛ بلکې دا "هغه (رګونه لارې) وې چې حاجیان یې د اسلامي نړۍ زړه ته رسول او بیا به یې اسلامي میراث بېرته نوو سیمو ته انتقالاوه، په هغو زمانو کې چې لا چاپي صنعت نه و راپیدا شوی"، لکه څنګه چې ډاکټر سید عبدالمجید بکر په خپل کتاب "د حاجیانو د لارو جغرافیه" کې لیکلي دي.

دغه لارې تمدني ځانګړتیاوې لرلې؛ د دوی پر غاړو جوماتونه، دمه‌ځایونو، ماڼۍ او کلاګانې د اوبو زېرمتونونه او څاګانې جوړې شوې وې، چې د اسلامي تمدن ژوندي شاهدان شي او سیلانیانو او تاریخ‌لیکونکو یې یادونه په روښانه ټکو ثبت کړې ده.

د حج لارو د تفسیر، حدیث، فقه، ژبې او ادب د علماوو د لیدنې فرصتونه هم برابرول؛ ځکه دا لارې د اسلامي نړۍ له سترو ښارونو لکه دمشق، بیت‌المقدس، کوفې، بصرې، بغداد او قاهرې تېرېدلې او بیا مکې مکرمې او مدینې منورې ته رسېدلې.

د حاجیانو په سفرونو کې داسې تم‌ځایونه هم وو چې "منازل" بلل کېدل. تاریخ‌لیکونکو د حاجیانو تم کېدل پکې ثبت کړي دي. دغو ځایونو د حاجیانو او د سیمو د اوسېدونکو لپاره ډېرې ګټې لرلې او د انساني یووالي او تمدني تبادلې تر ټولو ښکلي انځورونه پکې لیدل کېدل.

حاجیان به د نړۍ له لرې لرې سیمو راتلل؛ له چین او هنده په ختیځ کې، تر اټلانټیک سمندر او اروپا پورې په لوېدیځ کې، او بالاخره به ټول د حج په لویو کاروانونو کې سره یوځای کېدل، په هغو لارو کې چې د عربي او اسلامي هېوادونو د "مورنیو لارو" په توګه پېژندل کېدې او تر ټولو مشهورې یې د عراق، شام او مصر لارې وې.

کله چې حاجیان د مکې حرم ته نږدې کېدل، د قافلو تګلاره د پنځو میقاتونو پر بنسټ ټاکل کېده، چې د مکې مکرمې دروازې بلل کېدې. "میقاتونه" هغه جغرافیایي حدود دي چې پیغمبر محمد ﷺ د حاجیانو لپاره د احرام تړلو ځایونه ټاکلي دي او حاجي یا عمره کوونکی نشي کولای له دغو حدودو تېر شي خو دا چې احرام ج یې اغوستی وي او د عبادت نیت یې کړی وي. دا میقاتونه د مکې له بېلابېلو خواوو راتلونکو خلکو لپاره دي:

  • ذو الحُلیفه / ابیار علي — د مدینې د خلکو میقات
  • ذات عِرق — د عراق د خلکو میقات
  • قرن المنازل / السیل الکبیر — د نجد د خلکو میقات
  • الجُحفه / رابغ — د مصر او شام د خلکو میقات
  • یَلَملم / السعدیه — د یمن د خلکو میقات
نقشه کې د کعبې شاوخوا پنځه د حاجیانو میقاتونه ښودل شوي

د عکس سرچینه، د مصر د اوقافو وزارت

د عکس تشریح، نقشه کې د کعبې شاوخوا پنځه د حاجیانو میقاتونه ښودل شوي

۱- د زُبَیدې لار

یوه ډله ښځې پر اوښانو سپرې دي او له دمشقه د حج په نیت روانې دي- مکې ته تر رسېدو د دوی د حج سفر له ۳۰ ډېرې ورځې نیولې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ډله ښځې پر اوښانو سپرې دي او له دمشقه د حج په نیت روانې دي- مکې مکرمې ته د دوی د حج سفر له ۳۰ ډېرې ورځې نیولې

عربو د عراقو د حج لارې ته د "درب زُبَیده" نوم ورکړی و، چې دا نوم د عباسي خلیفه هارون الرشيد د مېرمنې زبيدة بنت جعفر په نوم منسوب دی. هغې له کوفې ښاره تر مکې مکرمې پورې د دې لارې د پراختیا او سمون لپاره دوامدارې هڅې وکړې او د لارې په اوږدو کې یې د حاجیانو لپاره د اوبو اسانتیاوې برابرې کړې.

دا لار د عراق د حاجیانو لپاره نوې نه وه؛ بلکې د اسلام له راتګ وړاندې هم خلک د "بیت العتیق" (کعبې شریفې) زیارت ته تلل، له هغه وخته چې د حضرت ابراهیم علیه السلام زمانه وه. تاریخ‌لیکونکو د "الحیره – مکه" لارې یادونه کړې ده. الحیره هغه ښار و چې اوس له کوفې شاوخوا درې میله واټن لري او کوفه بیا د خلیفه عمر بن الخطاب په زمانه کې د عراق د فتحې پر مهال، په ۱۷ هجري / ۶۳۸ میلادي کال کې جوړه شوه، چې د الحیرې بدیل وګرځي.

دغه لار په دویمه هجري پېړۍ کې لا ډېره مشهوره او اباده شوه، کله چې عباسي دولت واک ته ورسېد او بغداد یې د اسلامي خلافت پلازمېنه وټاکله. په همدې دوره کې د حاجیانو کاروانونه له دې خورا زیات شول.

د سعودي عربستان "الدارة" مجلې، چې د علمي څېړنو او مطالعاتو لپاره ځانګړې ده، لیکلي چې کله مأمون خلافت ته ورسېد، نو امر یې وکړ چې د "درب زبیده" اندازه واخیستل شي. معلومه شوه چې له بغداده تر مکې پورې یې اوږدوالی "۷۱۲ عربي میله" دی، چې نژدې ۱۳۰۰ کیلومتره کېږي.

همدارنګه د بي بي زبیدې ستره لاسته راوړنه د هغو اوبو چینې جوړول وو چې د حاجیانو د څښاک لپاره ځانګړې شوې وې او د "عین زبیده" په نوم مشهورې شوې. د دې چینې سرچینه د وادي نُعمان په سیمه کې وه، چې له مکې مکرمې شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې پرته ده او تر نن ورځې پورې د اسلامي تمدن یو تلپاتې تاریخي اثر ګڼل کېږي.

د عراق له کوقې نه زبیده لارې د حاجیانو د کارونونو لارنقشه

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، د عراق له کوقې نه زبیده لارې د حاجیانو د کارونونو لارنقشه

۲- د بصرې لار

له بصرې نه حجاز ته د راتلونکو حاجیانو د کارونونو لارنقشه

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، له بصرې نه حجاز ته د راتلونکو حاجیانو د کارونونو لارنقشه

د عراق د حج لار، له بصرې پیلېده او د بېلابېلو تم‌ځایونو له لارې تر مکې مکرمې رسېده. دا لاره د (زبيده لار) د مشهورې لارې پرتله لږه پېژندل شوې وه.

د دې لارې د نسبتا کم شهرت یو دلیل دا و چې د امو سېند له سیمو راغلي حاجیان- لکه د اوسني ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان سیمې- به د ایران د خراسان له لارې عراق ته راتلل. همدارنګه د قفقاز له سیمو حاجیان هم په همدې لویو کارواني مسیرونو کې شامل وو.

د اطلس د متخصص ډاکټر سامي عبد الله المغلوث په وینا، دغه حاجیان اکثره بغداد ته د علمي حلقو او د پوهې مرکزونو ته د تګ لپاره ترجیح ورکوله. له همدې امله د دوی لپاره د کوفې له لارې د درب زبیده مسیر ډېر مناسب و، ځکه کوفه بغداد ته نږدې وه، برعکس بصره چې د عراق په جنوب کې پرته ده او له بغداده یې واټن زیات و.

په همدې ډول، د بصرې لار که څه هم فعاله وه، خو د جغرافیایي موقعیت او د علمي مرکزونو له تمرکز سره د نږدېوالي له امله د درب زبیده تر سیوري لاندې پاتې شوه.

۳- د شام د حج لار

د شامي حاجیانو د کاروانونو د لارې نقشه

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، د شامي حاجیانو د کاروانونو د لارې نقشه

د شام د حج لار په حقیقت کې یو واحد مسیر نه و، بلکې دوه اصلي څانګې یې لرلې:

یوه څانګه له دمشقه د معان سېمې په لور تلله (چې نن د اردن په قلمرو کې ده)، بیا تبوک ته رسېده او وروسته مدینې منورې ته داخلېده.

بله څانګه د تاریخي فلسطین له جنوبه د غزې له لارې د عقبه په لور تلله او هلته به د مصر د حج له لارې سره یوځای کېده. دا څانګه د "درب غزة" یا د (غزې لار) په نوم هم پېژندل کېده.

د شام د حج لار په څو تاریخي پړاوونو کې بدله شوه. یو مهم بدلون د صلیبي جګړو په دوره کې رامنځته شو، کله چې د اردن د الکَرَك ښار، چې د کاروانونو مهم تم‌ځای و، صلیبیانو اشغال کړ. له همدې امله حاجیانو خپله لاره بدله کړه او د یوې مودې لپاره یې د عراق د حج لارو ته مخه کړه. دې وضعیت شاوخوا دوه پېړۍ دوام وکړ، تر دې چې بېرته پخوانی مسیر فعال شو.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د شام د حج لار یو ستر بدلون ولید: د حجاز اورګاډي جوړ شو، چې د سفر وخت یې له یوې میاشتې شاوخوا څلورو ورځو ته راکم کړ.

دا پروژه د عثماني سلطان عبد الحميد الثاني په امر په ۱۹۰۰ میلادي کال کې پیل شوه او د اتو کلونو په موده کې بشپړه شوه. لومړی اورګاډی په ۱۳۲۶ هـ / ۱۹۰۸ م کې مدینې منورې ته ورسېد.

د دې اورګاډي تم‌ځایونه د پخواني کارواني لارې له تم‌ځایونو سره نږدې ورته وو، ځکه چې د همدې تاریخي مسیر پر بنسټ جوړ شوي وو.

خو دې لویې پروژې ډېر دوام ونه کړ؛ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د حجاز د اورګاډي شبکه زیانمنه او وروسته په لویه کچه ویجاړه شوه، تر دې چې له لسو کلونو کم وخت کې په ډېرو ځایونو کې په کنډوالو بدله شوه.

له شام تر حجازه د اوسپنې پټلۍ نقشه

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، له شام تر حجازه د اوسپنې پټلۍ نقشه

۴- د مصر د حج لار

د منا ختیځه برخه کې حاجیان -۱۹۰۱

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د منا ختیځه برخه کې حاجیان -۱۹۰۱

دا لاره له قاهرې یا (فسطاط) پیلېږي، چې په مصر او افریقا کې لومړنۍ اسلامي پلازمېنه ده او د عمرو بن العاص له خوا په ۲۱ هـ / ۶۴۱ م کې د دویم خلیفه عمر بن الخطاب په زمانه کې جوړه شوې وه.

د دې لارې اوږدوالی شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره دی او سفر پکې له یوې میاشتې زیات وخت نیسي. ډاکټر معتمد بي بي سي ته وایي چې د مصر د حج کاروان به د اندلس (اوسنۍ اسپانیا)، مغرب (مراکش)، شمالي افریقا او د افریقا د لوېدیځ تکرور له سیمو راغلي حاجیان سره یوځای کول، همدارنګه د سودان خلک.

بلکې ځینې سرچینې، د معتمد په وینا، دا هم ښيي چې د مصر د حج کاروان به د روسیې او اروپا حاجیان هم منل، کله چې هغوی د تور سمندر له لارې تر مدیترانې پورې بحري سفر کاوه او اسکندریې ته رسېدل، بیا به له قاهرې له روان مصري کاروان سره یوځای کېدل.

د مصر د حج لار د ډاکټر بکر د جغرافیه پوه په وینا له څلورو پړاوونو تېرېده:

لومړی پړاو: سفر به په وچه کې له فسطاطه د "جُب عُمَیره" له سیمې پیلېده، چې نن ورځ د قاهرې ختیځ ته د "بِرکة الحاج" په نوم پېژندل کېږي، چېرې چې به اوښان له صحرا تېرېدل تر "قلزم" پورې، دا د سوېز پخوانی نوم دی.

له سوېزه به د حاجیانو کاروانونه د سینا ټاپووزمې له لوېدیځه ختیځ ته رسېدل، د سینا په منځ کې د "نِخِل" ښار له لارې، چې پخوانۍ پلازمېنه یې وه، تر هغه ځایه چې د قلزم بحر (سره سمندر) غاړې ته رسېدل، هلته د "أیله" ښار (عقبه) و، چې اوس د اردن په جنوب کې موقعیت لري.

له عقبې سفر کوونکی جنوب ته روانېده تر مدینې منورې پورې، بیا د "الجار (الرايس) " بندر ته، چې د مدینې منورې پخوانی بندر و او عموماً د حج د کاروان لومړۍ تم‌ځای ګڼل کېده مخکې له دې چې مکې ته لاړ شي. د سعودي د اطلس متخصص ډاکټر المغلوث وایي چې د حاجیانو زړونه به تل د دې تږی وو چې د حج له ادا کولو مخکې د پیغمبر محمد ﷺ ښار (مدینې) ته ولاړ شي، نو لومړی به مدینې ته تلل "د ادب له مخې د سلام وړاندې کولو لپاره".

دویم پړاو د نیل له لارې له فسطاطه تر قوص پورې په قنا ولایت کې پیلېده، بیا به حاجیان له قوص څخه د قلزم بحر (سره سمندر) ساحل ته رسېدل، چېرې چې د مصر په جنوب کې د "عیذاب" بندر و.

له عیذابه به حاجیان په "جلاب" نومي کوچنیو کښتيو کې، چې له لرګي جوړې شوې او په رسۍ تړل شوې وې او میخونه پکې نه وو، د جده په لور روانېدل او له هغه ځایه به د اوښانو په وسیله مکې مکرمې او مدینې منورې ته تلل.

له مصر او افریقا د حاجیانو د کاروانونو لارې

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، له مصر او افریقا د حاجیانو د کاروانونو لارې

ډاکټر عاطف معتمد وایي د منځنیو پېړیو سیلانیان د عیذاب بندر د نوم د علت په اړه داسې تفسیر کوي چې دا نوم د "حاجیانو له عذاب" او د هغوی له سختیو اخیستل شوی دی.

مصري تاریخ‌لیکونکي تقي الدین المقریزي یادونه کړې چې د مصر او مغرب حاجیانو شاوخوا دوه پېړۍ دا لاره وکاروله، د سوېز او سینا له لارې د وچې پخوانۍ لارې پر ځای او دا بدلون شاوخوا ۱۰۵۸م/ ۴۵۰ هـ کې پیل شو، د صلیبي جګړو له امله چې پخوانۍ لاره یې له خطرونو ډکه کړې وه او خلک یې له هغې لارې څخه ډډه کولو ته اړ کړي وو.

درېیم پړاو: دا د سوېز او سینا له لارې د لومړۍ وچې لارې بیا فعالېدل وو، چې شجر الدر په ۱۲۴۷ / ۶۴۵ کې دا لاره بېرته پرانیسته. شجر الدر په اسلامي تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې د خپل مېړه، سلطان نجم الدین ایوب له وفات وروسته یې د مصر واکمني ترلاسه کړه. په دې مسیر کې ځینې کوچني بدلونونه راغلل، لکه د الجار پر ځای په ینبع بندر کې تم کېدل.

څلورم پړاو: له قاهرې څه تر سوېز پورې د اورګاډي له لارې سفر و، چې د والي محمد سعيد پاشا په دوره کې په ۱۸۵۸م / ۱۲۷۵هـ کې جوړ شو. له سوېزه حاجیان له بحري لارې جدې ته تلل او له هغه ځایه مکې مکرمې او مدینې منورې ته رسېدل.

نن ورځ مصري حاجیان له قاهرې تر جدې پورې په الوتکه کې یوازې په دوو ساعتونو کې سفر کوي او له هغه ځایه مکې مکرمې یا مدینې منورې ته ځي، وروسته له دې چې پخوا به یې شاوخوا څلوېښت ورځې په صحرا کې سفر کاوه.

۵- د افریقایي حج لار

د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د افریقا د حج لارې د قافلو اوږدې او سختې شبکې وې، چې تر نږدې اوه زره کیلومتره پورې اوږدېدل. د لوېدیځ او منځنۍ افریقا حاجیان به په وچه کې له ختیځ لوري ته حرکت کاوه، له سنّار څخه تېرېدل، بیا خرطوم ته رسېدل، له هغه وروسته بربر ته او بالاخره د سودن د سره سمندر بندر سواكن ته رسېدل. له دې ځایه به حاجیانو بحري سفر کاوه او د مقابل لوري بندر جدې ته رسېدل. دې سفر کله کله تر یو کال یا زیات وخت نیوه.

د افریقایي ښکر (قرن افریقا) سیمې، چې په مصر او شام کې د "بلاد الزیلع" په نوم پېژندل کېدې، حاجیان به یې د هند سمندر له ساحل سره موازي لارې نیولې، تر صومالیایي بندر زيلع پورې رسېدل. له هغه ځایه به دوی د باب‌المندب تنګي له لارې تېرېدل او بیا به جدې ته تلل.

همدارنګه یو بل بحري مسیر هم و: له (جزر القمر) به کاروانونو د (زنجبار) "زنزیبار" له لارې حرکت کاوه، بیا به د عدن خلیج او باب‌المندب ته رسېدل او په پای کې به جدې ته داخلېدل.

۶- د یمن د حج لار

د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

دا لاره له صنعا پیلېږي، له صعدة او د عسیر له غرونو تېرېږي، د جُرَش تاریخي ځای ته نږدې رسېږي، بیا بِیشة، د تبالة مرکز او د تُرَبة ښار ته ځي، تر دې چې قرن المنازل ته رسېږي چې نن د (السيل الکبیر) په نوم پېژندل کېږي او د نجد د خلکو د حج میقات ګڼل کېږي.

ځینې وختونه د یمن حاجیان له تبالة څه د یَلَمْلَم لور ته هم تلل، چې د یمن د خلکو میقات دی او د سره سمندر په ساحل کې موقعیت لري، له مکې مکرمې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لرې دی او نن د (السعدیه) په نوم پېژندل کېږي چې د سعودي عربستان د لیث ولایت پورې اړه لري.

ډاکټر المغلوث یادونه کوي چې د ملک سعود پوهنتون څېړونکي ډاکټر محمد بن عبد الرحمن بن راشد الثنیان دې پایلې ته رسېدلی هغه پخوانی تجارتي لاره چې مخکې له اسلامه کارېده، هماغه لاره ده چې له اسلام وروسته د یمن حاجیانو د حجاز د رسېدو لپاره کاروله.

۷- د عمان د حج لار

له عماانه د حاجیانو د کاروانونو لارنقشه

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، له عماانه د حاجیانو د کاروانونو لارنقشه

دا لاره په دوو څانګو وېشل کېږي؛ یوه څانګه له عمانه د يبرين په لور ځي، چې دا یوه وړه شنه دره ده او د ریاض له جنوبه شاوخوا ۲۱۰ کیلومتره لرې د سعودي د ربع الخالي دښتې شمال لوېدیځ ته موقعیت لري. له هغه وروسته قافلې د یمامه په لور روانېږي، بیا د ضريه ته رسېږي، چې د بصرې او بحرین (د عربستان ختیځ) د حاجیانو د لارو د تلاقي ځای و، د ډاکټر المغلوث په وینا.

دویم مسیر د عمان د اوسني ولایت نزوى له کلي نزوى ته نږدې د "فِرَق" له کلي پیلېږي، بیا عوکلان ته ځي، وروسته د هباة ساحل ته رسېږي او له هغه ځایه د الشحر ښار ته چې د حضرموت د هند سمندر پر لور دروازه ګڼل کېده او بیا قافلې د یمن له اصلي حج لارو یوې ته ننوځي چې مکې ته رسېږي.

په یمن کې د عماني حاجیانو لپاره دوه اصلي لارې وې:

  • ساحلي لاره چې د سره سمندر له غاړې سره موازي تر جدې او مکې پورې غځېده
  • او داخلي لاره چې د یمن له منځه د مکې په لور تلله

۸- د حج الهَجَري لار

د هجري لارې د حاجیانو د کاروانونو لارې

د عکس سرچینه، د دوکتور سامي عبدالله المغلوث د حج او عمرې اطلس

د عکس تشریح، د هجري لارې د حاجیانو د کاروانونو لارې

دا لاره د عربي ټاپووزمې د ختیځو سیمو حاجیان، چې نن ورځ د خلیج د هېوادونو په نوم پېژندل کېږي، پکې شامل وو او اوږدوالی یې شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره و، چې له الأحساء پیلېده.

د الاحساء سیمه چې نن د سعودي عربستان په ختیځ کې پرته ده، پخوا "هَجْر" بلل کېده. دا سیمه د یوې پراخې جغرافیایي حوزې برخه وه چې له جنوبي بصرې تر د عمان ساحل پورې غځېدلې وه او د "البحرین" په نوم پېژندل کېده؛ خو دا د ننني خلیجي هېواد له سیاسي مفهوم سره توپیر لري. د ډاکټر المغلوث په وینا، هغه سیمه چې نن بحرین بلل کېږي، پخوا د "أُوال" ټاپو په نوم یادېده.

دا لاره د خلیج له ساحله له القطيف ښاره پیلېده، چې پخوا "الخَط" بلل کېده. له هغه ځایه به کاروانونه د المبرز له لارې تېرېدل، چې د قطر څخه راغلو قافلو د راټولېدو تم‌ځای و، بیا به له هَجْره حرکت پیلېده او د نجد له لارې مکې مکرمې ته رسېدل.

کله کله دا لاره له الجبيل څخه هم پیلېده، چې د قطیف څنګ ته د خلیج پر ساحل موقعیت لري، بیا به د نجد له منځه تېرېده او تر مدینې منورې پورې رسېده او وروسته مکې ته روانېده، لکه څنګه چې ډاکټر المغلوث یادونه کوي، چې اوس مهال د سعودي د مساحت د عمومي ادارې او د اسلامي نړۍ د لیګ سلاکار دی.

انځور په 1934-1940 کلونو کې سعودي کې اخیستل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تېرې پېړۍ د ۳۰مو کلونو د یوه حاجي انځور

د هغو حماسي سفرونو ته په پام سره چې حاجیانو د مقدسو ځمکو په لور ترسره کړي، د "حاجي" لقب ارزښت په ښه ډول درک کېدای شي؛ ځکه دا لقب د هغو کسانو لپاره ژور معنوي او ټولنیز اهمیت لري چې له مقدسو ځایونو لرې اوسېدل. لکه څنګه چې سید عبدالمجید بکر په خپل کتاب کې وایي: "هغوی اوږدې لارې وهلې، د ډبرو او سختو ځمکو له امله یې پښې ټپي کېدې او د بیت العتیق (کعبې شریفې) په لور په سفر کې یې لوږه او تنده زغمله."

خو نن ورځ ډاکټر عاطف معتمد د "معاصر دور پریو شمېر حج کوونکو" نیوکه کوي. د هغه په نظر، که څه هم معاصر حج ګڼې اسانتیاوې لري، خو دا نوي ستونزې یې هم رامنځته کړې دي، لکه د ډېرو حاجیانو لخوا د خوړو او څښاک د زیاتې غوښتنې تمایل او د موبایل کامرې انځورونه چې خلک یې د کعبې په صحن کې کاروي، په داسې حال کې چې پخوا به حاجیانو تلاوت، تسبیح او استغفار کاوه.