د روسیې او اوکرایین جګړه: پر کیېف "تر ټولو لوی او پراخ بالسټیکي برید" شوی

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې د اوکرایین پر پلازمېنې کیېف د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر کیېف «تر ټولو لوی بالسټیکي برید» بللی دی.
د اوکرایین چارواکو په وینا، د شپې لخوا د کیېف او د دې ښار د شاوخوا سیمو ځینې برخې په نښه شوې دي.
د اوکرایین پوځ وایي، د هوايي دفاع سیستمونو د روسیې له لوري توغول شويو ۴۱ توغندیو څخه ۱۸ له منځه وړي دي.
پوځ دغه راز وايي، د بریدونو پر مهال یې ۱۰۸ ډرونونه هم راغورځولي او شنډ کړي دي.
بل لور اوکرایین هم د روسیې پر تاسیساتو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
د اوکراییني پوځ په وینا، د ډرون بریدونو په ترڅ کې په تور سمندرګي کې د روسیې دوه تېل لېږدونکې بېړۍ (ټانکرونه) په نښه شوي دي.
د کسپین پایپلاین کنسرسیوم، چې د قزاقستان خام تېل د روسیې د تور سمندرګي بندر نووروسیسک ته لېږدوي، تائید کړې چې د دې شبکې ټرمینل هم په برید کې زیانمن شوی دی. خو د چارواکو په وینا، د مرګژوبلې یا د تېلو د بهیدو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
په ورته مهال د روسیې د سویل لویدیځې سیمې ستاوروپول والي وايي، د یوه ډرون برید له امله په یوه صنعتي پارک کې اور لګېدلی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین هوايي ځواک وايي، روسیې په خپلو وروستیو بریدونو کې بېلابېل ډوله وسلې کارولې دي، چې په کې اسکندر بالسټیک توغندي او زرکون هایپرسونیک توغندي هم شامل دي.
د اوکرایین د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ټولټال ۱۲۵ ډرونونه هم کارول شوي دي.
د اوکرایین پلازمېنې کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي، د روسیې د وروستیو بریدونو له امله استوګنیزو او غیر استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
د هغه په وینا، په زیانمنو شویو ځایونو کې یو سوپرمارکېټ، د محصلینو د استوګنې ودانۍ (لیلیه) او دوه ګودامونه شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې د اورلګېدنو د مهارولو لپاره د اور وژنې کارکوونکو پراخ عملیات کړي دي.
بل لور، د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي پر ټیلیګرام خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې روسیې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې پر اوکرایین نږدې ۱۴۵۰ بریدګر ډرونونه، له ۱۶۴۰ ډېر لارښود شوي بمونه او ۹۹ بېلابېل توغندي توغولي دي.

د عکس سرچینه، EPA
اوکرایین په دې وروستیو کې د روسیې پر مهمو انرژۍ زیربناوو د لیرې واټن ډرون بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د سون توکو پراخ کمښت رامنځته شوی دی.
د همدې میاشتې په پیل کې، کیېف ادعا وکړه چې د دغو بریدونو په پایله کې د روسیې د نفتو د تصفیې شاوخوا ۴۳ سلنه ظرفیت له فعالیته لوېدلی یا ''غیر فعال'' شوی دی.
بي بي سي په خپلواکه توګه د دې شمېرو پخلی نه دی کړی.
اوکرایین وایي، د روسیې د نفتو او ګازو تاسیسات مشروع پوځي هدفونه دي، ځکه مسکو د خپلو فوسیلي(جامدو) سون توکو پر صادراتو ډېره تکیه کوي او له همدې عوایدو یې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د اوکرایین پر ضد خپلې پراخې جګړې تمویلوي.
بل لور، روسیې هم پر اوکراییني ښارونو بریدونه زیات کړي دي، چې له امله یې کیېف له خپلو اروپايي متحدانو د بالسټیک توغندیو د شنډولو لپاره د لا ډېرو دفاعي توغندیو غوښتنه کړې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د یکشنبې پر ورځ وویل:
''د بالسټیک توغندیو پر وړاندې دفاع زموږ تلپاتې او تر ټولو مهمه لومړیتوب دی.''





















