اسټرالیا؛ له اتو مېلیونو وګړو غوښتل شوي چې رڼاګانې بندې کړي

سېډني
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا د انرژۍ وزیر د دغه هېواد نیو ساوت وېلز ایالت کې له وګړو غوښتي چې د انرژۍ کړکېچ ته په کتو دې کورونو کې د رڼا کارول کم کړي.

کرېس بووېن ویلي که شونې وي نو اسټرالیایان باید هر ماښام تر دوو ساعتونو برېښنا ونه کاروي.

نوموړي ویلي، باوري دی چې د برېښنا کمښت به د لوډشېډېنګ یا پرچاوۍ لامل نه شي.

دا غوښتنه له هغې وروسته کېږي چې اسټرالیا کې د برېښنا بیو کې زیاتوالي له امله دغه هېواد د برېښنا تولید بازار محدود کړ.

ښاغلي بوېن نوي ساوت وېلز ایالت کې خلکو ته ویلی چې څومره یې وس وي انرژي دې سپما کړي.

ده ویلي:" که چېرته انتخاب لرئ چې ځینې ځانګړي کارونه وکړئ چې برېښنا کاروي نو هڅه وکړئ چې د ماښام له شپږو تر اتو بجو موده کې یې مه کوئ."

د کړکېچ لامل څه دی؟

استرالیا په نړیواله کچه د ډبرو سکرو او مایع طبیعي غازو یو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د انرژۍ له کړکېچ سره مخ دی.

د دې هېواد ۷۵ سلنه برېښنا له ډبرو سکرو تولېدېږي. پر اسټرالیا له ډېره وخته دا نیوکې دي چې د شین کوریزو غازونو د تولید کمولو کې جدي ګامونه نه اخلي او په نوې کېدونکې انرژۍ هم کمه پانګونه کوي.

په نړیواله کچه د برېښنا او غازو د بیو لوړېدو د اسټرالیا پر بازار هم اغېز کړی.

څو میاشتې وړاندې سېلابونو په نوي ساوت وېلز او کوینزلنډ ایالتونو کې د ډبرو سکرو د تولید ځینې کانونه وځپل او د دې تر څنګ تخنیکي ستونزو هم د ډبرو سکرو د کانونو تولید محدود کړی.

اوسمهال د اسټرالیا د ډبرو سکرو د تولید نژدې ۲۰ سلنه کانونه له کاره لوېدلي.

د برېښنا ځینو تولیدوونکو شرکتونه د بیو له لوړوالي سر ټکوي ځکه د اوکرایین کړکېچ له امله په نړیواله کچه د غازو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوي.

دې ټولو اسټرالیا کې دننه د یوه مېګاواټ برېښنا بیه له ۳۰۰ اسټرالیايي ډالرو پورته کړې چې د انرژۍ بازار د څارونکې ادارې ( ایمو) له خوا د ټاکل شوي حد نه لوړه ده.

د برېښنا تولیدوونکو شرکتونو له دې امله کارونه وځنډول چې د تولید لګښت یې هم نه پوره کېده.

اسټرالیا

راتلونکی ګام څه دی؟

ایمو لا نه دي ویلي چې کله به دا محدودیت لرې کېږي. دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي: "د برېښنايي سیستم د څار یوې ملي ادارې په توګه موږ حالت څارو او د بدلون په حالت کې به نور جزیات خپاره کړو."

نن (پنجشنبه) داسټرالیا د انرژۍ تولیدوونکي یو تر ټولو لوی شرکت ای جي اېل ویلي چې راتلونکو ورځو کې به فابریکو او د عامه کارونې لپاره د برېښنا تولید ډېروي.

په نوي ساوت وېلز ایالت کې د دغه شرکت د برېښنا د تولید درې بټۍ ناکاره وې چې په وینا یې د رغولو چارې یې روانې دي.

پاکستان کې حالت څنګه دی؟

دا یوازې اسټرالیا نه ده چې د برېښنا او انرژۍ له کمښت سره مخه ده.

پاکستان، سریلنکا، هند او ځینې اروپايي هېوادونه هم یا د انرژۍ له کمښت سره مخ دي او یا د بیو له لوړوالي سر ټکوي.

پاکستان کې حکومت اعلان کړی چې لویو ښارونو کې به هټۍ او فابریکې د ماښام په اته نیمو بجو فعالیتونه بندوي.

دوی وايي دا ګام یې له دې امله اخېستی چې برېښنا وسپموي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تېلو بیو د زیاتوالي تر څنګ پرېکړه کړې چې د برېښنا بیه هم زیاته کړي.

چارواکو ویلي چې د برېښنا یوه یونټ بیه کې د ۷.۹۱ روپیو زیاتوالی منظور شوی چې د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې به عملي کېږي.‌