تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت او روسي ډیپلوماټانو وروستۍ ناسته کې څه ویل شوي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي له مسکو سره د ډیپلوماټیکو همکاریو دویمه ناسته کابل کې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلي، "د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رئیسانو په کچه د سیاسي مشاورت دویمه دوره په کابل کې ترسره شوه" چې په کې" د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو، د سیمهییز ثبات او امنیت او نورو ګډو ګټو پورې اړوندو موضوعاتو د نظرونو تبادله وکړه."
کابل ته د ورغلي روسي پلاوي مشري د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا د دویمې ادارې مشر الکسي پاولوفسکي کوله.
د طالبانو حکومت وايي، له روسيي پلاوي سره "د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو په برخه کې د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار شوی."
دې ناسته کې سملاسي د کومې هوکړې خبره مخې ته نه ده راغلې او تر ډېره پر همکاریو د ټینګار ژمنې په کې اورېدل شوې دی، خو په خپل ډول کې د طالبانو حکومت د ډیپلوماټیک ماموریت لپاره چې په نړیواله کچه انزوا کې دی یو پرمختګ بللی شي.
له طالبانو سره د روسیې اړیکي
د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼه کې ویل شوي، پرېکړه وشوه چې د سیاسي مشاورت درېیمه دوره به د دواړو لوریو په ګډه هوکړه مسکو کې وشي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
د شوروي له ړنګېدو وروسته مسکو افغانستان کې پخوانۍ شمالي ټلوالې له وسله والو سره نژدې اړیکې پاللې هغوی چې د طالبانو حکومت مخالفه جبهه وه.
له پرځېدلي افغان حکومت سره د مسکو اړیکې عادي وې خو د ۲۰۲۵ کال په جولای کې ناببره روسیې افغانستان کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ.
دواړه لوري اوس مهال له یوه بل سره راشه درشه لري او روسيي چارواکو د طالبانو حکومت له لوري د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د دوی هڅې کمسارې بللې دي.
د طالبانو حکومت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم تېره جون میاشت کې مسکو ته د سفر پر مهال اعلان وکړ چې له هغه هېواد سره یې د پوځي همکاریو " تخنیکي هوکړه لاسلیک کړه."
ښاغلي یعقوب ویلي، روسیې ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له پوځیانو سره روسۍ وسلې به ورغوي او خپلې تخنیکي مرستې به پراخه کړي.
د طالبانو حکومت په نړیواله کچه ګوښی له ان نژدې ګاونډي هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني. که څه هم د تعامل او بشري مرستو لپاره د ګډ کار په لاره کې د یو شمېر هېوادونو اړیکې شته خو د بشري حقونو په ځانګړې ډول د مېرمنو د کار او زدکړو په برخه کې محدودیتونو د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن زیات کړی دی.
روسیه به له کابل سره اوسمهالې اړیکې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تعریفوي چې د نشه يي توکو مخنیوي او له "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې ځپلو کې د طالبانو حکومت ګامونه د پام وړ بولي.