تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د افغانستان خلاف 'ښي لاس شټرېنګ' موټرو واردات بند کړل
د طالبانو حکومت افغانستان ته د "ښي لاس شټرېنګ" موټرو واردات بند کړي دي. حکومتي سرچینو بيبيسي ته ویلي چې له پنجشنبې ورځې راهیسې په ګمرکونو کې د ښي لاس شټرېنګ لرونکو موټرو واردولو اجازه درول شوې ده.
دا پرېکړه د طالبانو د وزیرانو شورا د ۲۰مې فیصلې پر بنسټ شوې ده او د مالیې وزارت ګومارل شوی چې د هغو موټرو د واردولو مخه ونیسي چې د افغانستان د چلوونې له سیستم سره سمون نه لري.
د طالبانو د حکومت د ګمرکونو عمومي ریاست هم د یوه مکتوب له لارې دا پرېکړه ټولو ګمرکي ادارو ته لېږلې او د پلي کولو غوښتنه یې کړې ده.
دا نوی بندیز د هغه سیاست دوام دی چې طالبانو له ۲۰۲۵ کال راهیسې د ښي لاس شټرېنګ یا د افغانستان خلاف لاس موټرو د وارداتو او تګ راتګ د محدودولو لپاره تعقیب کړی دی.
دا ګاډي په افغانستان کې د "ښي لاس" په نوم پېژندل کېږي.
په افغانستان کې پر سړکونو له ښي لوري له خوا تګ راتګ کېږي او ډېری ګاډي کېڼې خوا ته شټرېنګونه لري.
د طالبانو د ترافیکو ادارې چارواکي وايي چې ښي شټرېنګ لرونکي موټر په هېواد کې د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.
د دغې ادارې مسوولینو مخکې بيبيسي ته ویلي وو چې د دې موټرو د تګ راتګ د محدودولو پلان لري.
هغه موټرونه چې شټرېنګ یې په ښي لوري کې وي، د "افغانستان خلاف لاس" یا "یو کیلي موټرو" په نوم هم پېژندل کېږي.
د ترافیکو د ریاست په وینا، د دې موټرو چلوونکي د سړک او د نورو موټرو د حرکت لپاره کافي لید نه لري، چې دا کار د ټکر خطر زیاتوي او د ترافیکو بېنظمۍ ته لاره هواروي.
اټکلونه ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون "ښي لاسه" موټر موجود دي. د دې موټرو د پام وړ برخه په ناقانونه ډول هېواد ته وارد شوي، چې له همدې امله د هغوی ثبت او راجسترول له ستونزو سره مخ شوي دي.
افغانستان همدارنګه د هغو هېوادونو د دویم لاس وارداتي موټرو بازار دی چې د چلوونې سیسټم یې د کېڼ لوري کې وي؛ لکه بریتانیا، استرالیا، نیوزیلنډ، هند او پاکستان.
په دغو هېوادونو کې موټر ښي لوري ته شټرېنګ لري.
د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ځینو موټر چلوونکو او موټر پلورونکو بيبيسي ته ویلي چې حکومت باید له پخوا دا ډول موټرو واردول نه وای پرېښي.
د هغوی په وینا، اوس چې د دې موټرو د اخیستلو لګښت، ګمرکي تعرفه او مالیات ورکړل شوي، د استعمال محدودول به د موټر مالکانو ته مالي زیان ورسوي.
له بلې خوا، ځینو موټر چلوونکو دې پرېکړې ته هرکلی ویلی دی. په کابل کې یو موټر چلوونکی ضیاءالدین بيبيسي ته ویلي چې د ښي لاس موټرو له امله د ټکرونو خطر زیاتېږي او د دې محدودول کولای شي د ترافیکي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
د پخواني حکومت پر مهال هم د ښيفرمانه موټرو واردات بند وو، خو دا روښانه نه ده چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د حکومت پر مهال څنګه دومره زیات شمېر دا موټرونه هېواد ته داخل شوي دي.
خو تر اوسه دا نه ده روښانه هغه ښيلاس موټرونه چې اوس په افغانستان کې په سړکونو تګ راتګ کوي، له کوم برخلیک سره به مخ شي.
یوه وړاندیز شوې لاره د فرمان د ځای بدلول دي، یعنې له ښي څخه کیڼ لوري ته انتقال، چې د کارپوهانو په وینا د پام وړ لګښت او وخت ته اړتیا لري.