تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نورستان کې سېلابونه
نورستان کې سېلابونه
د خپرېدو وخت
د افغانستان نورستان ولایت مرکز پارون کې سېلابونه راغلي چې د ځايي چارواکو په وینا ګڼ کسان پکې مړه شوي او لا درکه شوي او لوی شمېر نور د سېلاب ځپلو ودانیو لاندې دي.
د نورستان والي زین العابدین وايي، په تري تم شویو کې د پارون ښاروال، د لومړي کنډک قومندان له خپلو ملګرو او ځینې دوکانداران او سیلانیان هم شته. دی وايي تر اوسه یې ځینې جسدون رایستلي او د نورو د ژغورنې او رایستلو چارې روانې دي.
سېلابونو پر ځاني زیان سربېره، درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.