نورستان کې سېلابونه

د ویډیو تشریح، نورستان کې سېلابونه
نورستان کې سېلابونه
د خپرېدو وخت

د افغانستان نورستان ولایت مرکز پارون کې سېلابونه راغلي چې د ځايي چارواکو په وینا ګڼ کسان پکې مړه شوي او لا درکه شوي او لوی شمېر نور د سېلاب ځپلو ودانیو لاندې دي.

د نورستان والي زین العابدین وايي، په تري تم شویو کې د پارون ښاروال،‌ د لومړي کنډک قومندان له خپلو ملګرو او ځینې دوکانداران او سیلانیان هم شته. دی وايي تر اوسه یې ځینې جسدون رایستلي او د نورو د ژغورنې او رایستلو چارې روانې دي.‌

سېلابونو پر ځاني زیان سربېره،‌ درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.