تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دطالبانو حکومت : "افغانستان کې هیڅ بهرنۍ جنګي ډله نشته"
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او تاجکستان هغه تورونه بې بنسټه بللې چې ګواکې افغانستان د ګڼو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي ځای بدل شوی.
ښاغلي مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د دغو تورونو او اندیښنو په غبرګون ویلي " دا ډېر تکراري تورونه دي، دا هسې تبلیغ او پروپاګنډ دی چې افغانستان کې بهرنۍ ډلې دي، دلته هیڅ بهرنۍ ډله نشته،."
ښاغلی مجاهد ټینګار کړی چې " ځواکونه یې په ټول افغانستان واک لري او هیڅ بهرنی وګړی د دوی له اصولو او مقراراتو سرغړونه نه شي کولی."
نوموړي ویلي افغانستان هڅه کوي چې د دغو هېوادونو اندیښنې لېرې کړي او په ټکو یې بیا بیا دا ډاډ ورکړل شوی چې " د افغانستان خاوره د هیچا خلاف نه کارېږي."
له دې یوه ورځ مخکې د شنبې پر ورځ د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې په هغه څه اندېښنه ښودلې وه چې دوی "په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پټنځایونو او د مخدره توکو د تولید پر ډېروالي" ډېروالی بللی و.
د بشکېک په دې ناسته کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د هغه تاجکستاني سیال رمضان رحیمزاده تور پورې کړی چې دا مهال " د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲۵ ترهګریزې ډلې فعاله دي چې د ټولې سیمې امنیت ګواښي."
دوی همداراز "افغانستان کې د ترهګریزو مرکزونو پر موجودیت او د مخدره توکو قاچاق" د ټولې سیمې لپاره خطر بللی دی.
د پاکستان او تاجکستان دا ګډې اندیښنې داسې مهال څرګندیږي چې اسلام اباد او دوشنبه دواړه د نورو ګاونډیانو برخلاف له کابل سره ښې سیاسي او ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري.
د نورو ډلو ور ها خوا پاکستان تل تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک ډیری غړي افغانستان کې دي او له هغه ځایه پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي، تاجکستان بیا افغانستان کې د انصارالله ډلې، د خراسان داعش څانګې او مخدره موادو څخه ځان زیانمن بولي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تېرو میاشتو مخامخ نښتو دا فضا لا ترینګلي کړي خو تاجکستان له ځینو اندیښنو سره سره په دې وروستیو کې په احتیاطي ډول کابل کې د طالبانو حکومت سره د خبرو اترو هڅه کړې.
تاجکستان د مرکزي اسیا، ایران، پاکستان او ځینو نورو عربي هېوادونو خلاف دوشنبه کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو حکومت استازو ته نه دی سپارلی او لا هم دا استاوزلي د جمهوریت د وخت سفیر پر مخ وړي.