د ګلګت، بلتستان ټاکنو په تړاو د هند 'سخت اعتراض' ته د پاکستان غبرګون

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هند له لوري د ګلګت-بلتستان سیمو ټاکنې ''غیرقانوني'' بلل شوې او په ځواب کې پاکستان ویلي دغه دعوه ''په بشپړه توګه ردوي.''

د بي بي سي اردو څانګې شهزاد ملک په خپل راپور کې وايي، د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې ګلګت-بلتستان کې د اسمبلۍ لپاره د جون پر اوومه ټاکنې په پام کې نیول شوې او د هند بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې په دې هکله ''سخت اعتراض'' څرګند کړی.

نوي ډیلي د خپل پخواني دریځ په تکرار سره وویل، د جمو او کشمیر، لداخ او ګلګت-بلتستان سیمې د هند ''نه بېلېدونکې او نه رد کېدونکې'' برخې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي:

''د پاکستان لخوا دا ډول هڅې نه شي کولی هغه اساسي ستونزې پټې کړي، چې پکې له بشري حقونو جدي سرغړونې، سیاسي فشار، اقتصادي استثمار، او د پاکستان تر ناقانونه اشغال لاندې سیمو کې د ازادۍ نشتوالی شامل دي.''

د بیان له مخې، هند د پاکستان لخوا د دې سیمې په بڼه کې''هر ډول بدلون ردوي'' او غوښتنه کوي چې ''پاکستان دې هغه سیمې چې په ناقانونه توګه یې نیولي، پرېږدي.''

نوي ډیلي زیاته کړې:

''په ۱۹۴۷ کال کې له هند سره د جمو او کشمیر د بشپړ، قانوني او نه بېرته ګرځېدونکي یوځای کېدو پایله کې د نومول شوي 'ګلګت بلتستان' په ګډون د جمو، کشمیر او لداخ ټولې سیمې د هند نه بېلېدونکې او نه لغو کېدونکې برخې دي.''

په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، هند، ''د دروغجنو روایتونو او یو اړخیزو تبلیغاتو په خپرولو کې د نړۍ له مخکښانو یو دی. د خندا وړ دې ادعا موخه دا ده چې واقعیت په نکل بدل کړي.''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي: ''هند د جمو او کشمیر په نړیواله کچه پېژندل شوې لانجمنه سیمه کې خپل ناقانونه اشغال ته دوام ورکوي.''

''د جمو او کشمیر شخړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې تر ټولو اوږده نا حل شوې مسئله ده، په ۱۹۴۷ کال کې د جمو او کشمیر پر ایالت د هند د جبري او ناقانونه نیولو له امله رامنځته شوې ده.''

''د دې شخړې یوازینی عادلانه او دوامداره حل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه ‌لیکونو د صادقانه تطبیق له لارې شونی دی. دا پرېکړه‌ لیکونه د کشمیري خلکو لپاره د خپل برخلیک ټاکلو نه سلبېدونکی حق تضمینوي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د ازادې او بې‌ پرې ټولپوښتنې له لارې ترلاسه کېدای شي.''

اسلام‌اباد زیاتوي:

''د ګلګت-بلتستان په اړه بې‌اساسه ادعاوې نه شي کولی د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې د هندي اشغالګرو ځواکونو له لوري د ترسره کېدونکو جدي او سیستماتیکو بشري حقونو سرغړونو څخه د خلکو پام واړوي.''

په پام کې ده، چې ګلګت-بلتستان کې به د یکشنبې پر ورځ (۷ جون) کېدونکو اسمبلۍ ټاکنو کې د لسو ضلعو (ولسوالیو) د ۲۴ عمومي څوکیو لپاره ټاکنې ترسره شي، او په دې تړاو د ټاکنیز کمپاین او چمتووالي چارې روانې دي.

د پاکستان په فدرالي حکومت کې واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) او متحد یې پاکستان پیپلز ګوند مشران، چې په کې نواز شریف او بلاول بوټو زرداري هم شامل دي، د ټاکنیز کمپاین لپاره ګلګت-بلتستان ته تللي دي او هلته یې په ګڼو انتخاباتي غونډو او جلسو کې ویناوې کړې دي.

اپوزېسیون پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ټولټاکنو په څېر د ګلګت-بلتستان په ټاکنو کې هم د ګوند په توګه د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یادونې، ده چې هند نه یوازې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر، بلکې پر ګلګت-بلتستان سیمو هم دعوه لري او مخکې یې په دې سیمه کې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز پر پروژې هم اعتراضونه کړي. خو پاکستان حکومت دغه اعتراضونه رد کړي او دغه سیمې د خپل هېواد برخه ګڼي.