ملګري ملتونه: د امریکا کډوالو توقیف‌خونو کې دې د مړینو خپلواکه څېړنه وشي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر تورک امریکا کې د کډوالو د نیولو پر شته سیستم او د دغه هېواد د د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف خونو کې د مړینو په اړه د خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو پر پاڼه کې چاپ شوې د نوموړي د جمعې ورځې (د جون د ۲۶مې) بیان کې راغلي، چې له قانونه سرغړونکي کسانو سره باید حساب وشي.

ښاغلي تورک ویلي: "هغه کسان چې له قانونه یې سرغړونه کړې باید حساب ورکولو ته حاضر کړلی شي. د قربانیانو د کورنیو حقونه، لکه: د حقیقت موندل، عدالت، تاوان او د دې ډول پېښو د نه تکرار تضمین باید وشي."

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې(ICE) په توقیف خونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

همدارنګه د جون پر څلورمه د یوې بلې مړینې له ثبتېدو سره دا شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

په ۲۰۲۵ کال کې ټول ۳۳ کسان د ای سي اي په توقیف خونو کې مړه شوي وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۱۱ تنه وو.

د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې(ICE) په توقیف خونو کې د ۲۰۲۶ مړو شویو کسانو په ډله کې یو افغان هم شته دی.

محمد نذیر پکتیاوال د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۳مه د جمعې پر ورځ د امریکا د ټکساس ایالت په شمال کې هغه مهال، چې ماشومان یې ښوونځي ته بېول کور ته نږدې نیول شوی و.

۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره د کار لس کلنه تجربه لرله او د افغانستان د وروستي جمهوریت له پرځېدو وروسته د ۲۰۲۱م کال اګسټ کې په قانوني ډول امریکا ته تللی و.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې ویلي وو:" د جمعې پر ماښام محمد نذیر پکتیاوال له ساه بندۍ او د معدې له درده شکایت پیل کړ، وروسته دی روغتون ته ولېږدول شو."

رپوټ کې راغلي، چې ډاکټرانو د هغه د ساه بندۍ درملنه کړې وه او د بېړني درملنې څانګې ډاکټرانو د لا نورې درملنې په موخه د هغه د بسترېدو وړاندیز کړی و.

د دوی په خبره، په ورپسې بله ورځ د ( مارچ ۱۴مه) هغه مهال، چې محمد نذیر سهارنۍ خوړله ‌ډاکټرانو د هغه پړسېدلې ژبې ته پام شو، د دې لپاره ورته د ' ايپېنپراین ډراپ ورکړل شوی و.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې ویلي:

" د ژوند ژغورنې له ګڼو هڅو وروسته محمد نذیر سهار مهال شاوخوا ۹ بجې ساه ورکړه چې د یوې ناڅاپي مړینې څرنګوالي په اړه یې څېړنې کېږي."

هغه مهال د محمد نذیر پکتیاوال ورور نصیر پکتیاوال د خپل ورور لپاره د انصاف غږ کړی و او ویلي یې وو، چې " له دې حکومته نور د هیڅ شي تمه نه لري."

د امریکا په ای سي‌اي (ICE) توقیف خونو کې مړینې څنګه پېښېږي؟

د دې پوښتنې کره ځواب موندل د ښاغلي تورک د غوښتنې یوه برخه جوړوي خو دمګړۍ هغه څه چې د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي په توقیف خونو کې یو لړ شته شتونزې دي.

د بشري حقونو دفتر ویلي، په توقیف ځایونو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت، د اوږدې مودې لپاره په یوکسیز یا انفرادي بند ځایونو کې د کسانو ساتل او هلته له ځینو ناروغیو کړېدل له هغو ستونزو دي، چې ښاغلي تورک په خپلو خبرو کې اشاره ورته کړې ده.

"دا ټول عوامل زیان منونکي زیاتوي او جدي اندېښنې راپورته کوي، چې ایا د ای سي اي ICE په توقیف ځایونو کې د دې مړینو د ځینو مخه یې نیول کیدی شي."

نوموړی زیاتوي، چې د امریکا د کډوالۍ په توقیف ځایونو کې د زور کارونې په اړه اندېښمنوونکي راپورونه شته دي. همدارنګه، په ۲۰۲۶ کال کې د رسمي ثبت شویو مړینو له شمېرې پنځه پېښې ځان وژنې بلل شوې دي.

تورک ویلي، چې د کډوالۍ د قانوني وضعیت اوږدمهاله ناڅرګندتیا د توقیف شویو کسانو رواني فشار او کړاو زیاتوي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د امریکا یاده اداره دمګړۍ ۶۰،۰۰۰ کسان په توقیف خونو کې ساتلي‌ دي او غواړي چې دا کچه ۹۰،۰۰۰ کسانو ته لوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر د کډوالو پر وړاندې له سپکاوي ډک چلند او کډوالۍ جرم ګڼل وغندل.

همدارنګه نوموړي هغه کسان په درنه یاد کړل، چې د کډوالو د بشري حقونو دفاع کوي، لکه: وکیلان، خبریالان، مذهبي بنسټونه او د مدني ټولنې سازمانونه چې دې برخه کې رغنده ونډه لري.