تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زهران ممداني وايي بریتانیا دې د کوه نور الماس بېرته وسپاري
زهران ممداني وايي بریتانیا دې د کوه نور الماس بېرته وسپاري
د نیویارک ښاروال زهران ممداني، د بریتانیا له پاچا چارلز سره له کتنې یوازې څو ساعته وړاندې، له بریتانیا غوښتي چې د کوه نور د قیمتي الماس دې بېرته وسپاري.
دا ۱۰۵ قیراطه الماس د بریتانیا د شاهي ګاڼو برخه ده، خو د مالکیت په اړه یې لا هم اختلاف شته. هند ادعا کوي چې دا الماس پر دغه هېواد د بریتانیا د واکمنۍ پر مهال "غلا" شوی دی.
ممداني له دې څرګندونو وروسته له پاچا سره ولیدل خو لا روښانه نه ده چې هغه خپله دغه