تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه شېبه چې اسرائیلو نړیوالو اوبو کې غزې ته روانه مرستندویه بېړۍ ودروله
د فلسطین پلوه فعالان وایي، له ۵۰ ډېرو بېړیو یوه "فلوټیلا" چې غزې ته بشري مرستې لېږدولې، د یونان په نژدې نړیوالو اوبو کې د اسرائیلو د سمندري ګزمې له خوا درول شوې ده. تنظیموونکو دا اقدام ناقانونه بللی او وایي چې بېړۍ له غزې سلګونه کیلومتره لرې وې، په داسې حال کې چې غزه لا هم د اسرائیلو تر محاصرې لاندې ده.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت وایي، سمندري ځواکونو شاوخوا ۱۷۵ فعالان له تر ۲۰ زیاتو بېړیو نیولي دي. اسرائیل دا فلوټیلا "تبلیغاتي نمایش" بولي، تنظیموونکي له حماس سره په همکارۍ تورنوي او ټینګار کوي چې د دوی اقدامات له نړیوال قانون سره سم دي.