ټرمپ د پټې الوتکې بدلولو لپاره د خوړو رسولو لارۍ کې پټ شوی و
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې ډونلډ ټرمپ تېره میاشت په ترکیه کې د ناټو له سرمشریزې د وتلو پر مهال د ایران د احتمالي ګواښ له امله په پټه خپله الوتکه بدله کړې ده. د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر لومړی د "ایر فورس ون" الوتکې ته پورته شو، خو وروسته د خوړو د رسولو د یوې لارۍ په مرسته یوې پوځي الوتکې ته ولېږدول شو. په الوتکه کې سپرو خبریالانو او د سپینې ماڼۍ ځینو کارکوونکو نه پوهېدل چې هغه په پټه له الوتکې ایستل شوی دی.
چارواکو د بيبيسي امریکايي همکارې رسنۍ "سيبياېس نیوز» ته ویلي چې امریکا داسې باوري استخباراتي ګواښ موندلی و چې ایران ښايي پر الوتکه توغندی وتوغوي. سپینې ماڼۍ تر اوسه د الوتکې د پټ بدلون راپور نه دی تایید کړی.
ټرمپ تر دې مخکې په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال ویلي وو چې هغه د ایران "لومړی هدف" دی. دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې وشو چې امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه بېرته پیل کړل؛ دا بریدونه له هغې وروسته نوي شول چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې له ماتې سره مخ شوې.



