حشمت الله شهیدي: نړیوال جام ته به لوبډله لا پیاوړې کوو

د ویډیو تشریح، حشمت الله شهیدي: نړیوال جام ته به لوبډله لا پیاوړې کوو
حشمت الله شهیدي: نړیوال جام ته به لوبډله لا پیاوړې کوو
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مخکینی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي چې اوس به هڅه کوي نړیوال جام ته لوبډله پياوړې کړي.

ښاغلي شهیدي د ایرلنډ پر وړاندې له دویمې بریا وروسته بي بي سي‌ ته وویل چې هڅه کوي خپله لوبه کې داسې بدلونونه راولي چې د لوبډلې په ګټه وي.

ده د ایرلنډ پر وړاندې له لوبې وروسته چې افغانستان په نړیوال جام کې ځای ورسره خوندي‌ کړي، له ندیم اشرف سره خبرې کړې دي.