لومړنۍ افغانه ښځه د ایورسټ څوکې ته وختله: ''د زدکړو لپاره، د ازادۍ لپاره''

ریور احمد

د عکس سرچینه، Sandro Gromen-Hayes

د عکس تشریح، ریور احمد وايي، د دې لاسته راوړنې په هکله د افغانانو غبرګون ''په زړه پورې'' و.
    • Author, نوین سینګ کهاډکا
    • دنده, د چاپېریال څانګې خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

هغه شېبه چې ریور احمد د ایورسټ څوکې ته ورسېده، د ''مطلقې خوښۍ'' احساس یې درلود. دا ۳۰ کلنه مېرمن د مې پر ۲۱مه له ۱۱ ساعته غرختنې وروسته لومړنۍ افغانه شوه چې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ورسېده.

هغې بي‌بي‌سي ته وويل: ''کله چې د نړۍ پر بام ودرېدم، ځان مې ډېر ځواکمن احساس کړ.''

ریور احمد له غرختلو مخکې ويلي و چې ''د يو هدف لپاره… د ازادۍ لپاره، د زدکړې لپاره'' مبارزه کوي او پورته ځي.

هغه غواړي له دې لاسته راوړنې څخه د افغانستان حالت روښانه کړي، هغه هېواد چې طالبانو ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته له رسېدو وروسته، له ۱۲ کلونو څخه د زيات عمر نجونو او ښځو لپاره زدکړې پکې بندې کړې دي.

ایورسټ ته د ختلو لاره له څلورم کمپه پيلېږي، چې په دې لاره کې تر ټولو لوړ کمپ دی، ۷۹۵۰ متره لوړوالی لري، او د ''مرګ له سيمې'' څخه په تېرېدو، چې هلته د اکسيجن کچه د سمندر له سطحې يوازې ۳۰ سلنه ده، تر ۸۸۴۹ مترو لوړوالي پورې څوکې ته رسېږي.

مېرمن احمد چې د ایورسټ له اصلي کمپه غږېده، وايي، د دې سخت سفر په ترڅ کې یې هغه ټولې ستړې، ستونځې په ذهن کې وې، چې دا ترې تېره شوې، چې د طالبانو برید، د ځان بې هوښه یا مړه ښودل، اسټرالیا ته کډوالي، له نوي کلتور سره بلدتیا پکې شامل دي، او دې هر څه قوت ورکاوه.

ریور احمد په غزني کې لویه شوې او په خبره یې: ''هره ورځ په ښوونځي کې د زدکړو لپاره د درنو واورو په منځ کې له غرونو او غونډیو تېرېدم.''

نوموړې د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې زېږېدلې، هغه مهال چې د طالبانو حکومت پر زدکړو سخت بندیزونه لګولي وو.

مېرمن احمد وايي، په ۲۰۱۴ کال کې یې خپله کورنۍ قانع کړه، چې اجازه ورکړي په کابل کې د پوهنتون زدکړې پیل کړي. هغه وايي، يوازينۍ ښځه وه چې په هغه بس ګاډي کې ناسته وه چې کابل ته روان و، خو د طالبانو وسله والو یې لاره بنده کړه او ډزې یې پيل کړې.

دا وايي، هغه مهال د میاشتني عادت په حالت کې وه، ژر یې يو څه وينه پر خپل مخ وموښله، بيا بې‌ خوځښته پرته پاتې شوه، چې وسله ‌وال سړي په دې ګومان چې مړه ده، پرېښودله.

له هغه وروسته یې کورنۍ کابل ته کډواله شوه، هلته دې د ژورناليزم په برخه کې زدکړې وکړې او له يو مستعار نوم سره يې د راډيو خبريالې په توګه دنده درلوده.

ریور احمد

د عکس سرچینه، River Ahmad

د عکس تشریح، ریور احمد وايي، غواړي له ورزشه د دې واقعیت د روښانه کولو لپاره کار واخلي چې افغان نجونې او ښځې لا هم د زدکړې له حقه محرومې دي.

دا وايي، بيا په ۲۰۱۹ کال کې هند ته لاړه او درې کاله وروسته اسټراليا ته ورسېده، هلته يې انګليسي ژبه زده کړه او د فرنيچرو په يو لوي پلورنځي کې په کار بوخته شوه.

ریور احمد وايي، غر ختلو ته یې لېوالتیا له یوې دردناکې پېښې وروسته زیاته شوه، چې په اسټرالیا کې یې له شپږ میاشتو تېرولو وروسته ۲۰ کلن ورور ځان وواژه او هغې پېښې ماته کړه. دې هماغه مهال له ذکیې څخه ریور (سیند) ته خپل نوم هم بدل کړ، چې د اسټرالیا له سیندونو په الهام یې ځان ته غوره کړ.

دا وايي: ''سيندونه پاک او نه مهارېدونکي وي، هغوی په هر حالت کې بهېږي، او ما فکر وکړ چې زه هم بايد د هغوی په څېر واوسم.''

دا وايي، د سډني بندر له پله یې د ختلو یوه ډله ییز پروګرام کې برخه واخیسته ''پر لوړه مې تر هسک اسمان لاندې ځان خوښ احساس کړ او هماغه مهال د غر ختلو فکر راسره پیدا شو.''

غرختنه

د عکس سرچینه، Pemba Sherpa

هغې تمرينات پيل کړل، جیم ته ولاړه، د مېلبورن شاوخوا څوکو ته وختله او ورسره يې د دې سفر د ۸۵۰۰۰ ډالرو لګښت برابرولو هڅه هم کوله. دا وايي، نژدې يو پر څلورم دغه لګښت يې له خپلو شخصي سپماوو ورکړ او پاتې برخه يې د يوه بنسټ له خوا د پور په توګه ترلاسه کړه.

ریور احمد وايي: ''د مالي مرستو راټولول ډېر سخت دي. ما د دې ختلو لپاره هېڅ سپانسر نه درلود'' خو بيا هم هيله لري چې د راتلونکو سفرونو لپاره به زيات ملاتړ ترلاسه کړي.

دا په کب مياشت کې ایورسټ سيمې ته تر رسېدو وروسته دوو داسې غرونو ته وختله، چې لوړوالی يې له ۶۰۰۰ مترو زيات و او څو اونۍ يې له هوا سره د عادت کېدو او تمرين لپاره ځانګړې کړې.

مېرمن احمد له هغو نږدې ۵۰۰ کسانو څخه يوه ده چې د نېپال حکومت سږکال د بې‌ ساري شمېر جوازونو له صادرولو وروسته هغوی ته ایورسټ د ختلو اجازه ورکړه. دا ډېر شمېر له ځان سره زياتې ستونزې هم راوړې.

هر غرختونکی لږ تر لږه يو ملاتړ کوونکی ملګری له ځان سره لري، چې ډېری وخت د نېپال له ځايي خلکو او د شرپا له ټولنې وي، چې دغسې له ۱۰۰۰ زيات کسان د څوکې ته د رسېدو هڅه کوي.

د دې تر څنګ سږکال د چين په خاوره کې د تبّت له لارې د ختلو لارې د بهرنيو غرختونکو پر مخ تړل شوې وې، چې دې سره هم فشار زیات شوی.

هغه کلنۍ موده چې پکې څوکې ته د رسېدو لپاره شرایط مناسب وي لنډه وي او معمولاً د مې مياشتې په دويمه نيمايي کې وي، په ځينو ورځو کې چې هوا مناسبه وه اوږده کتارونه جوړ شول.

د غره څوکې ته د کتار ولاړ پاتې کېدو د خطرونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، لکه دا تصویر چې په ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP / GETTY / PROJECT POSSIBLE

د عکس تشریح، د غره څوکې ته د کتار ولاړ پاتې کېدو د خطرونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، لکه دا تصویر چې په ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوی دی.

چارواکو د ختلو د سفر له تنظیموونکو سره همکاري کړې، چې هڅه وکړي څوکو ته د ختلو وختونه ووېشي، خو بیا هم داسې نيوکې شته چې دا اقدامات کافي اغېزناک نه دي.

ریور احمد وايي، له خپلو دوو لارښودانو د مرستې او تخصص له امله «رښتيا هم منندويه» ده او نه شي کولای خپله بې ‌سارې خوښي پټه کړي، هم د څوکې پر سر او هم د بېرته راکښته کېدو پر مهال، چې له ختلو څخه ډېر چټک و: «دا يوازې د ایورسټ د فتحې خوښي نه وه، بلکې د ځمکې له تر ټولو لوړې نقطې څخه د طبيعت د کتلو بې ‌ساري تجربه هم وه. ما هغه له خوښۍ ډکه شېبه په ټول وجود سره ژوندۍ کړه.»

دا وايي، دا پېښه د افغانانو تر منځ له ''په زړه پورې'' غبرګون سره مخامخ شوې ده، او ان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا د افغانو ښځو لپاره يوه لاسته راوړنه بللې ده: ''دې پېښې هېواد ته دا پيغام ورساوه چې موږ کولای شو ان تر ټولو سخت کارونه هم ترسره کړو.''

خو د هغې اصلي پيغام له غره ختلو هاخوا دی. مېرمن احمد وايي: ''ان نن هم په ميليونونو افغان نجونې له خپل اساسي حق، يعنې زدکړې، بې‌برخې دي او موږ بايد هغه غر فتح کړو.''

د طالبانو حکومت په پيل کې د امنيتي او خوندیتوب اندېښنو په يادولو سره ويلي وو چې د نجونو او ښځو لپاره به د منځنیو او لوړو زدکړو بنديز موقت وي. په دا وروستيو کې بي‌بي‌سي د حکومت له مرستيال ويانده په دې اړه پوښتنه وکړه، خو هغه دا پوښتنه د پوهنې وزارت ته راجع کړه، چې هغوی هم ځواب ورنه کړ.

ریور احمد وايي، غواړي د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره مالي مرستې راټولې کړي او هغوی ته دا پيغام ورکوي: ''پياوړې پاتې شئ. پر ځان باور ولرئ چې کولی شئ د زموږ د تاريخ له دې تر ټولو تياره پړاوه تېرې شئ او پورته لاړې شئ. موږ دا کار کولی شو.''