له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو د پېژندپاڼې 'تذکرې' ستونزه

د پېژندپاڼې جوړولو مرکز

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې تذکره یوازې د کار او ښوونځي لپاره نه، بلکې د ځمکې او کور د مالکیت د ثابتولو، د میراث د ترلاسه کولو، د حکومتي خدماتو د اخیستلو او د هېواد په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د تګ راتګ لپاره هم اړینه ده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

له پاکستانه د خپلو کورنیو له کډه کولو وروسته، یوشمېر افغانان خپلې توښې او سامانونه له پولې اړوي او بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، خو د خپل نوي ژوند د پیل لپاره ډېری یې له یوه ډېر مهم شي بې‌برخې دي: پېژندپاڼه یا تذکره.

د تورخم د تګ راتګ دروازې افغانستان اړخ کې ماشومان او لویان خپل بکسونه په لاسونو یا پر سر لېږدوي او خپل هېواد ته د سستنېدو په ثبتولو کې لالهانده دي.

۱۷ کلن عبدالرحمن سدیس، چې د خپلې مور د چرګانو یو بکس هم له پولې را اړولی و، وویل:

"زه نه پوهېږم چې تذکره څنګه او له کومه ځایه ترلاسه کړم، اوس به ولاړ شم او معلومات به وکړم."

دغه ځوان چې په پاکستان کې زېږېدلی، تر دې مخکې یوازې یو ځل افغانستان ته راغلی و، خو د هغه تره زوی ورته ویلي وو چې د کار، زدکړو او نورو اسانتیاوو لپاره تذکره ضروري ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې، له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د راستنو شویو ۶.۱ میلیونو افغانانو له ډلې، له ۸۶ سلنې ډېر بې اسنادو دي.

د تورخم دروازه، چې لا هم د دواړو ګاونډیو هېوادونو د روان کال د نښتو له امله تړلې وه، حکومتي چارواکو او مرستندویو کارکوونکو د هر راتلونکي کس معلومات ثبتول.

هغه کسان چې هېڅ ډول پېژندپاڼه نه لري، د هغوی د هویت د تثبیت لپاره د هېواد له بېلابېلو ادارو سره اړیکه نیول کېږي، خو د نویو راستانه شویو افغانانو لپاره دا بهیر ډېر پېچلی او ستونزمن ښکاري.

۴۱ کلن سردار خان د عمري کمپ په یوه لویه خېمه کې ناست و، چېرې چې خلکو ته د بېرته راستنېدو سند ورکول کېږي او د ګوتو نښې یې اخیستل کېږي.

د تورخم دروازې ته نژدې، رنګارنګ لاریو د کورنیو د کور کالي او نور شخصي سامانونه له پاکستانه راوړي وو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د تورخم دروازې ته نژدې، رنګارنګ لاریو د کورنیو د کور کالي او نور شخصي سامانونه له پاکستانه راوړي وو.

هغه AFP ته وویل: "موږ لکه ړانده یو؛ نه پوهېږو چې څه وکړو."

هغه، په داسې حال کې چې زوی یې تر څنګ ویده و، زیاته کړه: "موږ مخکې هېڅکله افغانستان ته نه وو راغلي؛ اوس به د تذکرې په اهمیت پوه شو."

په افغانستان کې تذکره یوازې د کار او ښوونځي لپاره نه، بلکې د ځمکې او کور د مالکیت د ثابتولو، د میراث د ترلاسه کولو، د حکومتي خدماتو د اخیستلو او د هېواد په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د تګ راتګ لپاره هم اړینه ده.

له خېمې بهر، چې تودوخه ۴۰ درجې سانتي‌ګراد ته رسېدلې وه، خلک له لږ سیوري لاندې د خپل وار په تمه ناست وو.

د IOM سیمه‌ییز همغږي کوونکي زیاد صالح وویل چې تذکره د افغانانو لپاره "د ژوند د معما یوه اساسي برخه" ده.

هغه AFP ته وویل: "ډېر راستانه شوي کسان له باوري پېژندپاڼې پرته راځي او دا حالت هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له خطر سره مخ کوي."

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د AFP د نظر غوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

سختې پرېکړې

یو افغان خپله تذکره ښيي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي اتیا کلن مراد خان صافي خپله هغه زړه او څیرې شوې پېژندپاڼه وښوده چې له څلورو لسیزو راهیسې یې د شوروي اشغال پر مهال د تېښتې له وخته ساتلې ده.

د تورخم دروازې ته نژدې، رنګارنګ لاریو د کورنیو د کور کالي او نور شخصي سامانونه له پاکستانه راوړي وو.

کله چې افغانان خپلو اصلي سیمو ته رسېږي، هلته مرستندویه ادارې د هغوی د اسنادو د برابرولو لپاره د مرستې پروګرامونه او ځانګړې اړیکې لري.

اتیا کلن مراد خان صافي، چې څو میاشتې وړاندې بېرته راستون شوی، د جلال‌اباد ښار په څنډه کې د کرایې کور موندلی دی.

هغه وویل: "په تورخم کې موږ ته یو نمبر راکړل شو، وروسته مو له (ودان) ادارې سره اړیکه ونیوله او تذکرې مو جوړې کړې."

صافي، چې د خپلو زامنو او لمسیانو منځ کې ناست و، خپله هغه زړه او څیرې شوې پېژندپاڼه وښوده چې له څلورو لسیزو راهیسې یې د شوروي اشغال پر مهال د تېښتې له وخته ساتلې ده.

هغه وویل چې د نوې تذکرې جوړول یوازې څو ورځې وخت ونیو، خو د هر کس لپاره د ۵۰۰ افغانیو ورکول ورته سخت وو.

هغه وویل: "ما ډېرې سختې پرېکړې وکړې... اړ شوم چې د کور ځینې وسایل وپلورم."

وروسته د ودان ادارې د تذکرو لګښت بېرته ورکړ او ژمنه یې وکړه چې نورې مرستې به هم ورسره وکړي.

د روان کال په جون میاشت کې، ملګرو ملتونو یو پروګرام پیل کړ چې موخه یې دا ده په راتلونکو درېیو کلونو کې ۱.۵ میلیونه افغانانو ته د هویت اسناد برابر کړي.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازي، عرفات جمال، د اسنادو نشتوالی "نژدې نه لیدل کېدونکې ستونزه" وبلله.

هغه وویل: "د اسنادو نشتوالی د خلکو د عادي ژوند د دوام لپاره یوه جدي خنډ دی."

دا غوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان د نړیوالو مرستو له کمېدو سخت اغېزمن شوی او بېرته راستانه شوي کسان داسې هېواد ته ننوځي چې د کار فرصتونه کم او مرستې ورځ تر بلې محدودېږي.

په عمري کمپ کې، نازمین بلوچ وویل چې نه پوهېږي تذکره څنګه ترلاسه کړي، خو د نورو افغانانو له خولې یې اورېدلي چې دا "د هر څه لپاره مهمه ده."

هغې، چې عمر یې له شپېتو کلونو اوښتی، وویل: "دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته راځم. زموږ د کورنۍ هېڅ غړی تذکره نه لري... موږ ان خپل هېواد لا تر اوسه نه و لیدلی."

ملګري ملتونه وايي له یو نیم میلیون بېرته ستنو شویو افغانانو سره د قانوني اسنادو جوړولو کې مرسته کوي

کابل

څو ورځې وړاندې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (یو این ایچ سي ار) مشر عرفات جمال وايي راتلونکو درې کلونو کې به څه دپاسه یو نیم میلیونو هغو افغانانو سره د سندونو او پېژندپاڼو جوړولو کې مرسته وکړي چې سملاسي هیڅ قانوني اسناد نه لري.

کابل کې یوې خبرې ناستې ته ښاغلي جمال وویل "سږ کال ۷۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري."

هغه وویل له نورو مرستو سره په خوا کې د هویت مسله هم یو مهم څه دي چې کولی شي له دغو خلکو سره د دوی راتلونکي ژوند کې مرسته وکړي چې له مخې کار، زدکړو او نورو اسانیو ته لاسرسی ولري.

کابل کې وربلل شوې خبري ناستې ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف چارسمبالې مشرې اندریا جیمز وویل "دې هېواد کې له نیمايي ډېر زېږېدلي ماشومان د زېږد پاڼې (برټ سرټيفیکټ) نه لري."

مېرمن جیمز وايي، هویت د دغو ماشومانو اړتیا نه، یو قانوني حق دی. هغې له افغانو میندو پلرونو وغوښتل چې د زېږون پر مهال د خپلو ماشومانو دغو حقونو ته جدي پام وکړي.

په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ پر وخت هم افغانانو ته په اسانۍ زېږدپاڼې او نور قانوني اسناد نه ورکول کېږي، ځکه خو د زده کړو او کار لپاره هم له ناقانونه لارو کار اخلي او یا په لږ مزد کار کوي چې که پرې د هغو هېوادونو حکومتي ادارې خبر شي جریمه کېږي.

افغانستان کې لوی شمېر میندې له روغتیايي پاملرنې پرته زېږون کوي او ډېر لږ ماشومان د زېږد پاڼه ترلاسه کوي.

په ټولیز ډول ډېر افغانان زېږد پاڼه وروسته د ژوند په اوږدو کې د اړتیا پر وخت جوړوي. ډېر کله د روغتیايي اسانیو او زدکړو پر وخت د زېږد پاڼو نه درلوده یې چارې سختوي.