د فوټبال نړیوال جام: منځلوبې کله، چېرته او د چا ترمنځ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ مخکښو لوبډلو د پړاو په وروستۍ لوبه کې چې په وانکوور کې کېده، سویس د پېنلتۍ په شاټونو کې کولمبیا ته ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده.
دا سیالي ځکه د پېنلتۍ تر شوټونو ورسېده چې په اصلي او ورپسې اضافي وخت کې کوم ګول ونه شو.
د کولمبیا کوچو هېرناندېز او ډاېونسن سانچز ونه شول کړای، چې د پېنلتۍ په شوټونو ګول ووهي. د سویس له اړخه بیا یوازې مانوېل اکانجي خپل شوټ د کول له چوکاټه بهر وواهه.
په دې توګه دغه هېواد دا سیالي د پېنلتۍ شوټونو کې د ۳ پر وړاندې په ۴ ګولونو وګټله.
سویس تر دې مخکې هم درې ځله (په ۱۹۳۴، ۱۹۳۸ او ۱۹۵۴ کلونو کې) د فوټبال نړیوال جام منځلوبو ته لار موندلې، خو تر دغه پړاو مخکې نه دی تللی.
دغه هېواد دا ځل هم په منځلوبه کې له ارجنټاین سره مخامخ دی، چې ماتول به یې اسان نه وي.
ارجنټاین نن تر دې ورمخکې په یوه په زړه پورې سیالۍ کې مصر ته ۳-۲ ما ته ورکړه او منځلوبو ته ووت.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مېسي یو بل شاهکار او د ارجنټاین یوه بله بریا
د ارجنټاین پېژندل شوي ستوري لېونل مېسي د فوټبال په روان نړیوال جام کې له مصر سره د خورا سختې سیالۍ وروستیو دقیقو کې د یو ګول وهلو او د بل ګول د پاس اچولو سره خپله لوبډله له یوې حتمي ماتې راګورځوله.
د ۱۶ مخکښو لوبډلو په دې جالبې سیالۍ کې ارجنټاین تر نږدې ۸۰یمې دقیقې دوه ګولونه شاته وو، خو تر ۹۲ دقیقې یې یو بل پسې ۳ ګولونه وکړل او سیالي یې د یوه ګول په توپیر وګټله.
په دې توګه مصر د نړیوال جام له سیالیو بهر شو او ارجنټاین منځلوبو ته لار ومونده.
د یادونې ده چې مصر په سږني نړیوال جام د دوو سیالیو له ګټلو ورمخکې کله د فوټبال د نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالي هم نه وه ګټلې، خو ارجنټاین بیا درې ځله نړیوال اتل پاتې شوی او سږکال هم د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
د دوی ترمنځ سیالي په اتلانتا لوبغالي کې کېده او یاسر ابراهیم پکې په ۱۵مه دقیقه کې په سر ګول وهلو سره مصر یو-صفر مخکې کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارجنټاین که څه هم د مصر پرتله پر لوبه غالب ښکارېده، خو له ګڼو هڅو او څو ښو چانسونو سره سره یې لومړۍ نیمايي کې کوم ګول ونه شو کړای.
د یادونې ده چې د ارجنټاین لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې د پېنلتۍ یو شوټ هم ترلاسه کړ، خو مېسي ونه شول کړای چې توپ له مصري ګول ساتونکي تېر او ګول ننباسي.
ارجنټاین په دویمه نیمايي کې هم خپل فشار ته دوام ورکړ، خو په ۶۷ دقیقه کې یې له مصطفی زیکو یو بل ګول وخوړ او توپیر دوه – صفر شو.
دغه تفاوت تر ۷۹ یمې دقیقې دوام درلود او بالاخره کرسټیان رومېرو د لیونل مېسي په پاس ارجنټاین لپاره لومړۍ ګول وواهه.
دې پسې ژر (۸۳یمه دقیقه کې) مېسي پخپله هم ګول وکړ او سیالي یې ۲-۲ مساوي کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارجنټاین لپاره درېیم او د بریا ګول د سیالۍ د اصلي وخت له پای ته رسېدو وروسته په ۹۲یمه دقیقه کې اېنزو فرېناندیز وواهه او له دغه ګول سره یې منځلوبو ته رسېدو لپاره د مصر هیله په اوبو لاهو کړه.
منځلوبې کله، چېرته او د چا ترمنځ دي؟
فرانسه، ارجنټاین، انګلنډ، اسپانیا، بلجیم، سویس، ناروې او مراکش هغه هېوادونه دي، چې په روان نړیوال جام کې یې د ۴۸ هېوادونو له ډلې منځلوبو یا کوارټر فاینلز ته لار ایستلې ده.
په دوی کې مراکش د افریقا، ارجنټاین د سویلي امریکا او پاتې نورې ټولې لوبډلې د اروپا د لویې وچې دي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د منځلوبو لومړۍ سیالي پنجشنبه (د جولای ۹مه) د افغانستان په وخت د شپې ۱۲:۳۰ بجې په بوسټن لوبغالي کې مراکش او فرانسې ترمنځ کېږي.
د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د اسپانیا او بلجېم ترمنځ د منځلوبې له ګټونکې لوبډلې سره مخامخېږي.
د اسپانیا او بلجېم ترمنځ د منځلوبو سیالي جمعه د جولای ۱۰مه د افغانستان په وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې د امریکا په لاس انجلس کې کېږي.

د انګلنډ او ناروې ترمنځ سیالي د جولای ۱۱مه د افغانستان په وخت د شنبې او یکشنبې ترمنځ پر شپه ۱:۳۰ بجه د متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې پلان شوې ده.
او د سږني نړیوال جام د منځلوبو وروستۍ سیالي به یکشنبه د جولای ۱۲مه په کنزاس کې د کابل په وخت د سهار ۵:۳۰ بجې د ارجنټاین او سویس ترمنځ وشي.
د انګلنډ – ناروې او ارجنټاین – سویس ترمنځ د کېدونکو سیالیو د ګټونکو لوبډلو ترمنځ د نیمهپایلوبو سیالي بیا چارشنبه د جولای ۱۵مه د اتلانتا لوبغالي کې کېږي.





















