یوه ورځ کې د نیپال ایورسټ غره څوکې ته ۲۷۴ غرختونکي ختلي او ریکارډ یې مات کړ

Climbers walk in a long queue as they head to summit Mount Everest in the Solukhumbu distric

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته د ختلو ګرځندوی سږکال هم ډېر شوی، سره له دې چې د جواز فیسونه لوړ شوي دي.
    • Author, کېلي اېنګ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د چهارشنبې په ورځ د نیپال له لارې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې، مونټ ایورسټ ته د ختلو نوی ریکارډ جوړ شو؛ ۲۷۴ کسان وتوانېدل چې څوکې ته وخېژي. دا کار وروسته له هغې ترسره شو چې د پسرلي موسم پیل د کنګل یوې سترې ټوټې له امله ځنډېدلی و، ځکه هغې د ختلو لاره تړلې وه.

د ایوریسټ ختلو مینه‌والو له مناسبې هوا ګټه واخیسته او څوکې ته د رسېدو هڅه یې وکړه. د ګرځندوی ادارې چارواکي خېملال ګوتم "ایوریسټ کرونیکل" ته ویلي چې ختل د سهار په ۳ بجو پیل شول او ۱۱ ساعته یې دوام وکړ.

د چهارشنبې دا ریکارډ د ۲۰۱۹ کال د مې د ۲۲مې پخوانی ریکارډ مات کړ، کله چې د نیپال له جنوبي لارې ۲۲۳ کسان څوکې ته رسېدلي وو.

همداراز، د ۲۰۱۹ کال د مې په ۲۲مه د تبت له شمالي لارې ۱۱۳ نورو ختونکو هم ځانونه څوکې ته رسولي وو، خو چین سږکال دا لاره د بهرنیو ختونکو پرمخ تړلې ده.

سږکال نژدې ۵۰۰ بهرنیو ختونکو ته د ۸٬۸۴۹ متره (۲۹٬۰۳۲ فوټه) لوړې څوکې د ختلو جوازونه ورکړل شوي، چې دا هم یو نوی ریکارډ دی. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ګڼې ګوڼې او نورو امنیتي خطرونو احتمال ډېر شوی دی.

ډېری ختونکي لږ تر لږه له یوه نیپالي لارښود سره خېژي او دغه لارښودان جواز ته اړتیا نه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د ختونکو اوږد کتار د واورو پر لمنو روان دی، په هغه سیمه کې چې "د مرګ سیمه" بلل کېږي؛ دا د غره هغه برخه ده چې له سمندره لږ تر لږه ۸۰۰۰ متره لوړه ده.

په دې لوړوالي کې ډېری ختونکي اضافي اکسیجن کاروي او بیا هم د غرختنې متخصصین سپارښتنه کوي چې باید له ۲۰ ساعتونو ډېر وخت هلته پاتې نه شي.

د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته د ختلو ګرځندوی سږکال هم ډېر شوی، سره له دې چې د جواز فیسونه لوړ شوي دي.

د تېر کال له سپتمبر راهیسې، ختونکو ته د جواز لپاره ۱۵ زره ډالر (۱۲٬۱۸۰ پونډه) ورکول اړین شوي، حال دا چې پخوانی فیس ۱۱ زره ډالر و. دا په نږدې لسو کلونو کې د فیس لومړنی لوړوالی دی.

د غرختنې د سفرونو تنظیموونکو منلې چې ګڼه ګوڼه خطر لري، خو وایي چې کنټرولېدای شي.

د اتریش مېشت شرکت فرټنبچ اډونیچرز مشر لوکاس فورتنباخ رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

"که ډلې کافي اکسیجن ولري، نو دا لویه ستونزه نه ده."

هغه زیاته کړه چې د الپ غرونو ځینې څوکې هره ورځ زرګونه ختونکي ویني:

"نو ۲۷۴ کسان دومره لوی شمېر نه دی، په ځانګړي ډول چې دا غر لس برابره لوی دی."

په تېره یوه اونۍ کې هم تجربه‌کار غرختونکي او هم نوي کسان څوکې ته رسېدلي او ګڼو یې نوي ریکارډونه هم جوړ کړي دي.

د یکشنبې په ورځ مشهور ۵۶ کلن نیپالی لارښود کامي ریټا شرپا خپل نړیوال ریکارډ نور هم پیاوړی کړ او د ۳۲م ځل لپاره ایوریسټ ته وخوت.

په همدې ورځ، ۵۲ کلنې لاکپا شرپا چې د "غرونو ملکې" په نوم هم پېژندل کېږي، د ښځینه ختونکو تر ټولو ډېر ختلو خپل شخصي ریکارډ مات کړ او د ۱۱م ځل لپاره څوکې ته ورسېده.

همداراز، ۳۴ کلن روسی روستم نبیوف، چې دواړه پښې یې پرې شوې دي، د پنجشنبې په ورځ پرته له مصنوعي پښو څوکې ته وخوت.

خو د سږني ختلو موسم له مرګونو هم خالي نه و.

په مړو شویو کسانو کې بیجې ګیماري هم شامل و، چې د نیپال د محرومې هندويي دالیت ټولنې لومړنی غرختونکی و چې ایوریسټ ته ختلی و. راپورونه وایي، هغه د لوړوالي ناروغۍ سره مخ شوی و.

همداراز، ۲۱ کلن فورا چیالجین شرپا د دوشنبې په ورځ کمپ ۳ ته نژدې پر واورو وښوېد او یوې ژورې درزې ته ولوېد او بل لارښود، ۵۱ کلن لاکپا ډنډي شرپا، د مې په ۳مه بېس کمپ ته پر لاره مړ شوی و.