په اوو اروپايي هېوادونو کې سایبري برید: د خوړو د پلورنځیو یخچالونه له کاره لوېدلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په اوو اروپايي هېوادونو کې د خوړو لسګونه پلورنځي د سایبري بریدونو له امله اغېزمن شوي دي.

بریدګرو د دغو پلورنځیو د یخچالونو او فریزرونو د تودوخې سیستمونه بدل کړي، چې له امله یې په یخچالونو کې ساتل شوي خوراکي توکي خراب شوي دي.

په بلجیم او لوګزامبورګ کې د ډیلهایز شاوخوا ۴۰ پلورنځيو زیان لیدلی.

په سویډن، ایرلنډ، هالنډ، استونیا او فنلنډ کې هم یو شمېر نور پلورنځي په نښه شوي دي.

د بلجیم د "سابکوبل" شرکت، چې د اغېزمن شویو یخچالونو ځینې ډولونه جوړوي، ویلي چې بریدګرو د یخچالونو د یخ ویلي کولو سیستم فعال کړی و او له دې کبله د یخچالونو دننه تودوخه لوړه شوې ده.

داسې ښکاري چې په دغه برید کې له هغې لارې کار اخیستل شوی چې تېره میاشت د فرانسې پر سلګونو پلورنځیو کې د سایبري برید پر مهال کارول شوې وه.

هغه مهال د میلیونونو یورو په ارزښت خوراکي توکي خراب شوي‌ وو.

د سابکوبل شکرت، اجراییوي مشر سټېفن مولانس د دوشنبې پر ورځ بلګا خبري اژانس ته وویل، چې دا پېښه سایبري برید و. نوموړي زیاته کړه چې شرکت یې ټوله شپه تر سهار کار کړی، چې اغېزمن شوي یخچالونه له انټرنېټي شبکې جلا کړي.

هغه وویل، په فرانسه کې د اکتوبر په لومړیو کې له ورته برید وروسته شرکت هڅه کړې چې د خپلو پېرودونکو یخچالونه له دې امنیتي نیمګړتیا خوندي کړي، خو د ستونزې د حل لپاره یوازې د کمپیوټري پروګرامونو تازه کول بسنه نه کوي، بلکې په یخچالونو کې فزیکي بدلونونو ته هم اړتیا ده.

په اروپا کې د ډېرو خوړو پلورنځیو د یخچالونو سیستمونه له انټرنېټ سره تړلي دي. له همدې کبله د هغوی تخنیکي ساتنه او د ستونزو حل له لرې واټن هم کېدای شي.

مولانس وویل: "تر ټولو اسانه لاره دا ده چې یخچالونه د یوه خوندي انټرنېټي اړیکې له لارې اداره شي. په فرانسه کې له برید وروسته زموږ ډېری پېرودونکو همدا لاره غوره کړې ده."

د راپورونو له مخې، د اروپا په ځینو پلورنځیو کې د فریزرونو تودوخه ان تر ۵۰ سانتي ګراد پورې لوړه شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا سایبر برید به چا کړی وي.

په امریکا کې هم چارواکي دا څېړي چې په اګست میاشت کې د دغه هېواد په یو شمېر پوځي اډو کې د سړولو د سیستمونو د خرابېدو لامل څه و.

امریکايي چارواکي له فرانسوي چارواکو سره په ګډه څېړي چې ایا دا پېښې له وروستیو سایبري بریدونو سره تړاو لري که نه.

د بلجیم او سویډن د سایبري امنیت ملي ادارو ویلي چې د پېښې اړوند پلټنې کوي.

د بریتانیا د سایبري امنیت ملي مرکز هم ویلي چې له نړیوالو شریکانو او د صنعت له اړوندو ادارو سره کار کوي، چې د پېښې ټول جزییات معلوم کړي.

د دغه مرکز په وینا، تر اوسه په بریتانیا کې د ورته برید کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

په بلجیم کې د فلاندر په سیمه کې د ډیلهایز یوه پلورنځي خبري وېبپاڼې "هېت لاستې نیوز" ته ویلي چې د ۱۰۰ زره یورو، چې شاوخوا ۸۳ زره او ۵۰۰ پونډه کېږي، په ارزښت خوراکي توکي یې له منځه تللي دي.

د دغه پلورنځي مدیر ویلي، په دې اټکل کې هغه نور مالي زیانونه نشته چې د پلورنځي د تړل کېدو له امله ور اوښتي دي.

فرانسوي شرکت کارفور ویلي چې په بلجیم کې یې یوازې ۱۵ پلورنځي اغېزمن شوي دي. دغه شرکت زیاته کړې چې سملاسي یې هڅه کړې، چې ټول پلورنځي پرانیستي پاتې شي.

د کولروېټ ګروپ یوه ویاند، چې په بلجیم کې د سپار پلورنځي د امتیازي تړون له مخې اداره کوي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پنځو پلورنځیو د یخچالونو سیستمونه هم د برید هدف ګرځېدلي دي.

د سویډن د فرنیچر پلورونکي شرکت ایکیا هم ویلي چې د بلجیم په لوېدیځ کې د مونس ښار کې د دوی د یوه پلورنځي د سړولو سیستمونه اغېزمن شوي دي.

د شرکت یوه ویاند رویټرز ته ویلي چې دا احتمال نه شي ردولای چې د دوی نور پلورنځي به هم اغېزمن شوي وي.

په سویډن کې هم څو پلورنځي اغېزمن شوي

په سویډن کې د ای سي ای او کوپ پلورنځیو هم د دغه سایبري برید له امله ستونزې پیدا کړي دي.

د ای‌سي‌اې یوه ویاند ویلي چې د دغه شرکت یو شمېر محدود پلورنځي اغېزمن شوي دي. دا هغه پلورنځي دي چې د ای‌سي‌اې له مرکزي شبکې د باندې فعالیت کوي.

ویاند ویلي چې شرکت له اغېزمنو پلورنځیو سره مرسته کوي، چې وکولی شي وضعیت بېرته عادي کړي.

د سویډن په سوېل کې د شوبو ښار د ICA یوې څانګې په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "تېره شپه زموږ یخچالونه او فریزرونه هک شوي او د تودوخې درجه یې ۵۰ ته لوړه شوې ده."

دغه پلورنځی مخکې تړل شوی و، خو اوس بېرته د پېرودونکو پر وړاندې پرانیستل شوی دی.

د کوپ شرکت هم ویلي چې په سویډن کې یې له ۸۰۰ پلورنځیو اووه د برید له امله اغېزمن شوي دي. د شرکت په وینا، وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.

په ګاونډي فنلنډ کې هم د "کې سټورز" په ځینو پلورنځیو کې د یخچالونو د خرابېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د فنلنډ ورځپاڼې "هېلسینګین سانومات" د کېسکو شرکت د مالک له قوله لیکلي چې د دغه شرکت د امنیت متخصصین څېړي چې د ستونزې لامل څه و.

ایرلنډ، هالنډ او استونیا هم اغېزمن شوي

په ایرلنډ کې د سوپر والیو ۱۳ سوپر مارکېټونو د برید له امله زیان لیدلی دی.

د دغې ځنځیري شبکې د مالک، مسګرېف ګروپ، یوه ویاند "اېرېش ټایمز" ورځپاڼې ته تایید کړې چې یوې سایبري پېښې د دوی د یخچالونو د سیستمونو کار کول له خنډ سره مخ کړي دي. خو نوموړي ویلي چې ستونزه یوازې د یخچالونو په یوه ځانګړي ډول کې رامنځته شوې ده.

د ډنمارک د ډانفوس شرکت یوه ویاند د هالنډ د عامه راډیو این او ایس ته ویلي چې تېره شپه په هالنډ کې د لږ تر لږه ۱۷ شرکتونو د سړولو سیستمونه د برید هدف ګرځېدلي دي.

په اغېزمنو شویو ځایونو کې د غوښې پلورنځي او د سیمې کوچني دوکانونه هم شته دی.

په استونیا کې هم د سېلوېر یو سوپرمارکېټ زیانمن شوی دی. د دغه هېواد د يي‌ار‌ار رسنۍ د راپور له مخې، د نورو شرکتونو د اغېزمنېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي