د لبنان ولسمشر د ایران سپاه پاسدران ځواک ته: لبنان ستاسو هېواد نه دی، دا ستاسو دنده نه ده چې زموږ په هېواد کې لاسوهنه وکړئ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړي، چې له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي.

ښاغلي عون له سي این این خبري شبکې سره مرکه کې وویل: ''د لبنان خلک د ایران د ګټو لپاره د دې وضعیت بیه پرې کوي او د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړې ستړي کړي دي.''

هغه له ایرانه وغوښتل چې د لبنان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او دغه راز پر حزب الله غږ وکړ، چې له اسرائیل سره د شخړې یوازینۍ حل لاره دیپلوماسي ده.

د لبنان ولسمشر په ده مرکه کې د ایران سپاه پاسداران ځواک مخاطب کړ او ویې ویل: ''دا هېواد ستاسو نه دی، زموږ هېواد دی… دا ستاسو دنده نه ده چې زموږ په هېواد کې مداخله وکړئ.''

''هغوی لبنان د امریکا سره په خپلو خبرو کې د چنې وهلو د وسیلې په توګه کاروي. دا د منلو وړ نه ده.''

دغه څرګندونې په لبنان کې د ژورو مذهبي او سیاسي اختلافاتو څرګندونه کوي.

حزب‌الله څه باندې درې میاشتې مخکې د تهران په ملاتړ او په داسې حال کې چې ایران د امریکا او اسرائیل تر بریدونو لاندې و، د شخړو نوې لړۍ پیل کړه.

ښاغلی عون، چې له ولسمشر کېدو وړاندې د لبنان د پوځ قومندان و، له تېر کال راهیسې چې ولسمشر ټاکل شوی، په سوله ییز ډول د حزب‌الله د بې وسلې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي دغه راز له اسرائیل سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې، چې دغه دریځ یې له حزب‌الله سره اختلافونه لا ډېر کړي دي.

ایراني چارواکو ویلي، په لبنان کې اوربند له واشنګټن سره د هر ډول احتمالي سولې تړون لپاره له شرطونو یو دی، چې د پراخې سیمې د کړکېچ په چوکاټ کې مطرح شوی او دغه کړکېچ د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل له برید وروسته پیل شو.

حزب‌الله پرون د اوربند هغه طرحه رد کړه چې د لبناني او اسرائیلي چارواکو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب په واشنګټن کې پرې هوکړه شوې وه.

د دې هوکړې پلي کېدل د حزب‌الله بریدونو د بندېدو او له سویلي لبنانه د هغوی د ځواکونو د وتلو پورې تړلی.

د حزب‌الله مشر، نعیم قاسم، پرون وویل چې په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ مخامخ خبرې ''د لبنان د خلکو د یوې لویې برخې''

له لوري رد شوې دي. خو ښاغلي عون د حزب‌الله مشر ته په ځواب کې وویل: ''د لبنان خلک، ستاسو خلک نه دي.''

لبناني چارواکي وایي، له مارچ میاشتې راهیسې د اسرائیل بریدونو په لبنان کې زرګونه کسان وژلي او شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه خلک بې‌کوره شوي دي. دغه راز اسرائیلي ځواکونو د سویلي لبنان ځینې سیمې نیولې دي.