د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالیو پیل؛ امو نهنګان په پرانېست‌لوبه کې بند امیر ته ماته ورکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د کرېکټ شپږیزه لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ نن چهارشنبه (چنګاښ ۱۰/جولای ۱) په خوست کې پیل شوې.

سږ کال لومړی ځل دی چې دا لوبې له نورو کلونو سره په توپير چې په پلازمېنه کابل کې به کېدې، په خوست کې کېږي. هلته ورته د (رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالی) ځانګړی شوی دی.

پرانېست‌لوبه هم نن د تېر پړاو اتلې لوبډلې امو نهنګان او بند امیر لوبډلې ترمنځ وشوه.

د لوبې پچه امو نهنګان لوبډلې وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

بند امیر لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې.

امو نهنګان لوبډلې دا هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۵ اوور کې پوره کړ او د دغه پړاو سیالیو لومړی بریا یې خپله کړه.

امو نهنګان ته نن عمران میر تر ټولو ډېرې ۷۸ منډې وکړې او عبدلمالک په ۳۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د شپږیزې ګډنوالې لوبډلې

په دغو سیالیو کې ټولټال پنځه لوبډلې ګډون کوي.

  • امو نهنګان
  • بند امیر ښاماران
  • مېس عینک اتلان
  • بست ساتونکي
  • سپين‌غر زمریان

کرېکټ بورډ ویلي چې دا لوبې به ۱۴ ورځې روانې وي او په وینا یې، د سیالیو د بڼې له مخې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه ځلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په ټوله کې به د ۱۴ ورځو په موده کې ۲۱ لوبې ترسره شي او په پای کې به یې دوه مخکښې لوبډلې د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه پایلوبې ته لاره ومومي.

که څه هم کرېکټ بورډ څه نه دي ویلي چې په سږني شپږیزه کرېکټ لیګ کې کوم بهرنی لوبغاړی هم ګډون کوي او که نه خو په تېر کې ځينو بهرنیو لوبغاړو د افغانستان په دغه کورني کرېکټ لیګ کې برخه اخیستې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کورني کرکټ دا شل اووریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوې او له هغه راهیسې یې لس پړاوونه ترسره شوي دي چې سږنی یې یوولسم دی.

کرېکټ بورډ وايي، په دغو کلونو کې سپین‌غر پړانګان لوبډلې درې ځلې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

امو نهنګان، مس عینک اتلان او کابل بازان لوبډلو دوه-دوه ځلې دغه سیالۍ په خپلې اتلولۍ پای ته رسولې دي.

بند امیر ښاماران بیا یوازېنۍ لوبډله ده چې یو ځل یې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

کرېکټ بورد همداراز ویلي چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د کورني کرکټ، لوبغاړو او په ټوله کې د افغانستان د کرېکټ د ودې او پرمختګ په برخه کې مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.